ورځنۍ اجنډا تحلیل

ورځنۍ اجنډا تحلیل

2090807
ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د پي ک ک ترهګرې ډلې لخوا د  عراق په شمال کې په غرنیو سیمو کې د تورکیې د ځواکونو په خلاف د له ترهګرو بریدونو نه  وروسته، د تورکیې هوایی ځواکو او د ملي استخباراتو د ډرون  الوتکو پرمټ د عراق او سوریې په شمال کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې پر هدفونو ډیر سخت هوايي بریدونه ترسره کړل. د یوې نوې نظریې په توګه، تورکیه په عراق او سوریه کې د ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوو بریدونو وروسته پراخ هوایي عملیات پیل شوي دي. د ویلو ده چې په نویو هوايي عملیاتو کې په ځانګړې توګه د ترهګریز سازمان اړوند د انرژۍ زیربنا او د تولید تاسیسات په نښه کیږي او پدې ډول په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې مهمه عایداني منبع لکه د ګازو او تیلو تولید له منځه وړل دي. همداشان دې عملیاتو د نتیجې په ورکولو هم پیل کړی دی. په سیمه کې د ترهګري سازمان د انرژۍ تولیدات د چا خبره په ټپه دریدلي دي.

 د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بنسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست د څانګې څیړونکې جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااوم.

د پ ک ک ترهګریز سازمان د خپلې ستراتیژۍ له مخې په عمومي توګه د ژمي په میاشتو کې خپلو ژمنیزو هډو ته په شا کیږي او هلته پدې موده کې دفاعي حالت خپلوي او تعلیمي او ایډیالوژیکي فعالیتونه ترسره کوي.

خو نوموړي ترهګریز سازمان  د تل پر خلاف پدې وروستیو کې ، د تورکیې د وسله والو ځواکونو  په وړاندې پرله پسې بریدونه ترسره کړل، په ځانګړې توګه د عراق په شمال کې غرنیو سیمو کې. په داسې حال کې چې د موسمي حالاتو له امله رامنځته شوي فرصتونه دلته مخې ته راځي، ښايي فکر وشي چې دغه سازمان دا "ځانمرګي" بريدونه د دې لپاره کړي چې د ماتې له روحيې څخه ځان خلاص کړي او دا پيغام ورکړي چې لا هم پر خپل دريځ ولاړ دی.

په نهایت کې ترهګرو دا بریدونه ترسره کړل خو په ځوابي بریدونو کې  ډیر درانده زیانونه واوښتل. په هر حال، دلته باید د سیمه ییزو قدرتونو نوې مبارزه هم په پام کې ونیسو، چې په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په ترڅ کې رامنځته شوې ده. ترهګرو په اصل کې ددې بریدونو سره خپلو بادارانو ته دا وښوده چې د دوې د کارونې معیاد له پوره شوی ندی ، ځکه چې د نړۍ ستر قدرتونه غواړي چې د تورکیې انرژي د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې مصرف کړي او تورکیه پدې برخه کې مصروفه وساتي.  بالاخره دا بریدونه وشول او تورکيې بیا سخت ځواب ورکړ. که موږ د دې عمل مفکورې ته اړتیا ولرو، موږ کولی شو دې عملیاتو او په ترهګرو غاښ ماتوونکو ګوزارونو ته د مجازاتو عملیاتو نوم ورکړو.

د ویلو ده چې  تورکیې د استانبول په استقلال جاده  کې د تروریستي برید وروسته  د ترهګرۍ پر خلاف په مبارزه کې د لومړي لپاره یو نوی میتود او دوکتورین په کار واچولو او په سوریه او عراق د پ ک ک په څانګو ډیر سخت هوايي بریدونه پيل کړل. د تورکیې وسله والو ځواکونو او ملي استخباراتو سازمان د ډرون الوتکو پر مټ په ځانګړې توګه  په سوریه کې د ترهګري سازمان اړوند د انرژۍ پر تاسیساتو ډیر درانده بریدونه وکړل.

پدې بریدونو کې د ترهګري سازمان اړوند یو زیات شمیر د نفتو او ګازو د تولید تاسیسات په نښه او  ترهګرو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ شو او عایداتي منابع ورته له منځه یوړل شوې.  

د امریکا په ملاتړ ، د پ ک ک ترهګریز سازمان  یوازې په سوریه کې د انرژي له اویا سلنې څخه ډیر منابع اشغال کړي ، چې په احتمالي توګه هره ورځ د ۳۰۰ زره بیرل تیلو ډیر تولید لري ، چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تولید ظرفیت لري. په هرصورت، په سیمه  کې وضعیت او د تورکیې پوځي مداخلې د دې وړتیا مخه نیسي، او د تیلو د پلور له لارې د ځان تمویل کولو لپاره د سازمان توان تر یوې اندازې پورې محدودوي. موږ وړاندوینه کولی شو چې تورکیه به په راتلونکو وختونو کې خپل اړوند هوایی عملیات لا پسې زیات  کړي.

 



اړوند خبرونه