په ژوند کې د سهولت رامنځته کوونکي تصادفي اختراګانې
په ژوند کې د سهولت رامنځته کوونکي تصادفي اختراګانې
د عصري ژوند له پیل څخه څو پیړۍ دمخه، انسانان طبیعي شیشو سره اشنا شوي وو. په ځانګړې توګه، سیلسیون، چې د شیشې خام مواد جوړوي، په طبیعت کې چې کله د تاندې سره مخامخ شي د شیشې بڼه اخلي. که څه هم دا معلومه نده چې شیشه په لومړي ځل کله او چیرته تولید شوی و، خو لومړني شیشه يي توکي چې د میلاد نه ۲۵۰۰ کاله مخکې جوړ شوي دي د انتیک مصر مرۍ دي.
تر ټولو زړه او تاریخي شیشه يي مرۍ چې تاریخ هم پرې لیکل شوی دی د فرعون امین هوټیپ پورې اړه لري چې د ۱۵۲۷ او ۱۵۵۱ کلونو ترمنځه ژوند کاوه.
دا مرۍ اوس د انګلستان په کابوفورډ موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې.
د ویلو ده چې په نړۍ کې د شیشې جوړولو تر ټولو پخوانی ترکیب د میلاد نه ۶۵۰ کاله مخکې په میسوپوتامیا کې په یوې خټینې تختې لیکل شوی دی. دا ختینه تخته موندل شوې ده .
په هرصورت، شیشه، چې زموږ د ژوند په هر اړخ کې موندل کیږي، که په پخوانیو وختونو کې جوړ شوی وي یا نن، خورا ښکاره نیمګړتیا لري ، هغه دا چې ډیره ژر ماتیږي .
شیشه، چې نن د کړکیو، دروازو، د پخلنځي سامانونو، ګاڼو یا آرائشی موادو نه نیولې د ژوند په یو زیات شمیر برخو کې ډیر مهم ځای لري ، خو منځ کې لوی خطر هم نغښتی دی.
که چیرې خلک د شیشو سره بې پروايي وکړي او یا د ماشومانو په لاس کې ماته شي کیدای شي چې انسان د مرګ د خطر سره مخامخ کړي. له همدې امله، د فرانسوي کیمیا پوه ایډوارډ بینیډیکټس ناڅاپي کشف د دې ډاډ ترلاسه کولو کې خورا مهم دی چې شیشې د ماتیدو سربیره خوندي پاتې کیدای شي.
فرانسوی کیمیا پوه ایډوارډ بینیډکټوس چې له ماشومتوب او ځوانۍ راهیسې یې له ساینس او په ځانګړې توګه کیمیا سره مینه درلوده او په دې برخه کې یې د پوهنتون زده کړې بشپړې کړې دي، په ۱۹۰۳ کال کې په خپل لابراتوار کې د کار کولو پر مهال په یوې سیارې زینې پورته شو. پدې شیبه کې ، هغه د ټیسټ ټیوب وغورځاوه چې د المارۍ په څنډه کې ولاړ و. که څه هم د ټیسټ ټیوب د میز په څنډه او وروسته بیا په مځکه ولګید، خو مات نه شو. ایډوارډ بینیډیکټوس چې د ټیسټ ټیوب ټوټې ټوټې کیدو ته په تمه و ، خورا حیران و. د ټیسټ ټیوب، چې په زوره سره ځمکې ته ولوید، مات نشو او یواځې په پاسنۍ برخه کې یوه کرښه رامنځته شوه. د ټیسټ ټیوب معاینه کولو سره، بینیډیکټس وموندله چې پدې تیوب کې د غورځیدو نه مخکې پلاستيکي سیلولوز نایټریټ اچول شوي وو او دا ماده په شیشې نښتې وه او د ماتیدو څخه یې وژغورله. د یوې بد مرغه حادثې په پایله کې، یو فرانسوي کیمیا پوه هغه اختراع کشف کړه چې د شیشې د ماتیدو مخه نیسي.
بینیډیکټوس، چې په دې برخه کې یې خپل کار ګړندی کړ، وروسته د شیشې د دوو نریو طبقو ترمنځ د سیلولوز نایټریټ مادې په ځای کولو سره نه ماتیدونکي او خوندي شیشې اختراع کړې. لکه څنګه چې د ډیری ساینسي اختراعونو سره، نه ماتیدونکی شیشې په لومړي ځل په نظامي ډګر کې کارول شوی و. ځکه چې په هغه وخت کې د اروپا براعظم د لومړۍ نړیوالې جګړې لپاره د وسلو په لیونۍ سیالي کې بوخت و، او د سترګو شیشې د ګاز ماسکونه چې د زهرجن ګازونو څخه د سرتیرو د ساتنې لپاره اختراع شوي وو، په ډیره چټکۍ سره ماتیدې. د بینډیکټوس کشف د لومړي ځل لپاره د ګاز ماسکونو په تولید کې کارول شوی و. بیا د موټر جوړونکو لخوا د موټرو په شیشو کې ترینه کار واخیستل شو. په ځانګړې توګه د ۱۹۰۰ لسیزې په لومړیو کې، کله چې ډیر لږ اسفالټ سړکونه وو، د موټر مخکینۍ شیشې په مکرر او ډیر ژر ماتیدې او د موټر چلوونکو لپاره يي لوی خطر رامینځته کړی وو. د موټرو صنعت کې د نه ماتیدونکي شیشې معرفي کول د انقلابي بدلون لامل شوی. نن ورځ ، د نه ماتیدو شیشې کارولو ساحه خورا پراخه شوې. نه ماتیدونکی شیشه، د فرانسوي کیمیا پوه ایډوارډ بینیډیکټوس یوه تصادفي اختراع ده، چې په ډیری برخو کې کارول کیږي، د ګرځنده تلیفونونو څخه تر فضايي بیړیو پورې، د کورنیو توکو څخه تر سینګار پورې.