د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2089441
د انرژۍ اجنډا

 

د دې اونۍ د اجنډا موضوع د انرژۍ موثره ګټه اخیستنه، د تورکیې اهداف او د نړیوالې ټولنې په اړه دي.

د انرژۍ د منابعو اغیزمنه ګټه اخیستنه په نړۍ کې د اجنډا ترټولو مهم توکي دي. د اقلیم بدلون، نړیوال بحرانونه او ورځ په ورځ د منابعو کمیدل د دې مهم لاملونه دي.

نړیوالې ټولنې هم د انرژۍ د منابعو د موثرې استفادې لپاره اقدام کړی دی. د پاریس اقلیم تړون د اقلیم د بدلون رژیم تنظیمولو لپاره لاسلیک شو. تورکیه هم د موافقې یو اړخ دی...

د وروستي معلوماتو له مخې، د کاربن ګاز د اخراج اندازه په ۲۰۲۲ کې ۳۶عشاریه ۸ میلیارد ټنو ته رسیدلې او د ټول وخت لوړ حد ته رسیدلی. اټکل کیږي چې د اخراج اندازه تیر کال له ۴۰ میلیارد ټنو څخه اوښتي وي.

د څېړنو له مخې، هغه هېواد چې تېر کال یې په نړۍ کې تر ټولو ډېر کاربن اخراج کړی، د ۳۰،۷ سلنې سره چین دی. دا د ۱۳ عشاریه ۶  سلنې سره امریکا تعقیبوي.

هند د نړۍ د کاربن د اخراج ۷.۶ سلنه، اروپايي اتحادیه ۷.۴ سلنه او روسیه ۴.۴ سلنه جوړوي.

تورکیه د نورو هیوادونو نه جلا کوونکی تر ټولو مهم د صفر کاربن اخراج هدف دی.

د تورکیې د زرغون پراختیا انقلاب  او تر ۲۰۵۳ کاله د "صفر اخراج کچه" هدف په

په تیرو لسو کلونو کې خپل ناخالص کورني تولیدات ۶۷ سلنه او د هیواد نفوس ۱۳ سلنه زیات کړی دی. د تولید او سوکالۍ په ډیریدو سره، د انرژۍ مصرف هم ډیر شوی.

تر ټولو مهم ګام چې باید د زرغون پرمختګ موخې په لور واخیستل شي د انرژۍ موثریت دی.

تورکیې د ۲۰۱۷-۲۰۲۳ کلونو لپاره د انرژۍ د موثریت ملي کاري پلان خپور کړ. د شین انرژۍ په برخه کې ټولټال ۸.۵ میلیارده ډالره پانګونه شوې. د تولید څخه تر وروستي مصرف پورې په ټولو سکتورونو کې د ترسره شوي کار په پایله کې ، د لومړني انرژي مصرف کې ۱۴ سلنه سپما ترلاسه شوې. ۷۰ میلیون ټنه د اخراج کمښت ترلاسه شو.

د "صفر اخراج" هدف سره، تورکیه د زرغون پرمختګ لپاره په لوړه کچه بدله شوې ده.

د انرژۍ او طبیعي زیرمو وزارت تر ۲۰۳۰ کال پورې د انرژۍ د موثریت په برخه کې د لارې نقشه هم اعلان کړه.

د لاړې د نقشې له مخې، تورکیه په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ کاله  پورې د انرژۍ مصرف ۱۶ سلنې ته راټیټ کړي او د ۱۰۰ میلیون ټنو د اخراج په کمولو کې مرسته وکړي. په پام کې ده چې د انرژۍ د موثریت په برخه کې ۲۰ میلیارده ډالره پانګونه وشي.

په هرصورت، د انرژۍ موثریت لپاره اخیستل شوي ګامونه یوازې د پانګوونې په اړه ندي ..

تر ۲۰۳۰ کاله پورې، په عامه ودانیو کې به د ۳۰ سلنې انرژي سپما ترلاسه شي. سیسټمونه او ټیکنالوژي چې د انرژي موثریت لپاره کارول کیږي خپریږي. د تشویق سره به په صنعتي برخو کې د فاضله تودوخې بیا رغونې پروژو شمیر دوه چنده شي. د بریښنایی موټرو او برقي تودوخې پمپونو کارول به ډیر شي.

د پروژې د اهدافو سره سم، یو عشاریه ۲  میلیون LED څراغونه  به په عمومي رڼا کې نصب شي. د برښنا د ضایعاتو او غیرې قانوني مصرف د مخنیوي لپاره به د سمارټ میترونو کارونه ۲۵ سلنې ته لوړ شي.

تورکیه اوس مهال شاوخوا ۱۱۰ زره میګاواټه بریښنا او ۱۳ زره ۳۵ د بریښنا د تولید فابریکې لري.

تورکیې د ۲۰۲۳ کال د نوامبر تر میاشتې پورې ۲۹.۸ سلنه د بریښنا تولید له هایدرولیک، ۲۳.۹ سلنه طبیعي ګازو، ۲۰.۵ سلنه د ډبرو سکرو، ۱۱ سلنه باد، ۱۰.۶ سلنه لمریز، ۱.۶ سلنه جیوترمل او ۲.۶ سلنه له نورو سرچینو څخه ترلاسه کوي.

په پام کې ده چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به د سولر نصب شوې بریښنا ۵۳ زرو ته، د بادونو د لیږد کچه له ۳۰ زرو څخه، د اوبو بریښنا ۳۵ زرو ته او د جیوترمل او بایوماس بریښنا شاوخوا ۵ زره میګاواټو ته لوړه شي.

د ګامونو اخیستلو او د انرژۍ د موثریت په چوکاټ کې د پانګونې په پام کې نیولو سره، په ټولیزه توګه د پاکې انرژۍ د کارولو کچه د ۷۰ سلنې څخه زیاته شي.

پلان شوې ده چې د پاکې انرژۍ د تولید او موثر استعمال له لارې د کاربن د اخراج کچه ۳۵ سلنه راټیټه کړی شي.

د انرژی د نړیوالې ادارې د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، په تیرو ۳۰ کلونو کې د نړۍ د تجدید وړ انرژۍ په ظرفیت کې تر ټولو چټکه وده لیدل کیږی.

تېر کال په نړۍ کې د نوي کیدونکي انرژی ظرفیت ۵۰ سلنه زیات شوی چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۵۱۰ ګیګاواټه دی او ۷۵ سلنه زیاتوالی یې د لمریزې انرژۍ له لارې برابر شوی دی.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه