د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2084372
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

موږ ۲۰۲۴ کال پيل کړ، خو له بده مرغه چې  له ۲۰۲۳ کال څخه  پاتو ستونزو او جګړو زموږ سیمه یرغمل نیولې ده. په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین جګړه مخ په زیاتیدو ده، په غزه کې د اسرائیلو اشغال او قتل عام دوام لري. له یوې خوا، د حوثیانو لخوا د باب المندب او بحرالاحمر بندول او له بلې خوا  د مداخلې لپاره د امریکا هلې ځلې  احتمال لري چې هر څه د تیر کال په څیر دوام پیدا کړي. په سوډان کې کورنۍ جګړه ورځ تر بلې ژوریږي. پداسې حال کې چې د ۲۰۲۳ لومړیو ورځو د یو داسې کال وړاندوینه شوې وه  چې په کې به سیمه ایز اړیکو نورمالیدل او ډیپلوماسۍ د بریا او ګټونکي چلند نه یادونه کیده خو له بده مرغه چې داسې ونشو. یو بل ډول انځور شاهدي کوو.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د بهرنیو سیاستونو څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ ورځې نه منځنی ختیځ وینو په جهیل بدل شوی. په غزه کې د اسرائیلو اشغالګر عملیات او قتل عام دوام لري. په غزه کې د اسرائیلو پدې وحشي او ظالمانه عملیاتو کې تر اوسه پورې څه باندې ۲۲ زرو تنو ژوند دلاسه ورکړی په سلګونه نور وژل کېږي. لویدیځ هیوادونه د اسرائیلو ملاتړ ته دوام ورکوي، که څه هم دوی په ویره کې دي.

اسرائیلي چارواکو نړۍ ته د غزې د ایستلو د څرنګوالي په اړه څرګندونې پیل کړې. حماس او د فلسطین نور مقاومتي سازمانونه د لوی ځواک انډول سره سره مقاومت ته دوام ورکوي. له بلې خوا اسرائیل په ښکاره توګه د جګړې د پراخولو لپاره بې پروا ګامونه اخلي. په دې وروستیو کې، د تورکیې استخباراتو پراخ عملیات ترسره کړل چې په تورکیه کې د موساد فعالیتونو او جاسوسي شبکې ته لوی ګوزار ورکړ شو.

د اسرائیلو هوايي ځواک د ۲۰۰۶ کال  راهیسې د لومړي ځل لپاره د لبنان په پلازمنیې بیروت کې د بمبارۍ سره  د حماس یو مهم مشر وواژه.

د تیرې چارشنبې په ورځ  یو ځل بیا په ایران کې د قاسم سلیماني د ترور د لمانځنې پر مهال یو په بل پسې بمي چاودنې وشوې، چې شاوخوا سل تنه یې ووژل او په سلګونو تنه نور ټپیان شول. همداشان  اسرائیلو څو ورځې وړاندې په سوریه کې د ایران یو مهم جنرال په نښه او وژلی و. که چیرې دې ټولو پرمختګونو ته وکتل شي دا د ورا څرګنده ده چې  اسرائیل غواړي دا جګړه  سیمې نورو هیوادونو ته وغځوي او امریکا او نور لویدیځ هیوادونه د ایران په وړاندې پوځي مداخلې ته اړوي. له بلې خوا  د حوثیانو د باب المندب او بحرالاحمر د تړلو پرته د ایران لخوا کوم  جدي غبرګون نه دی ښودل شوی. له بلې خوا دا لا معلومه نده  چې ایا حزب الله به د وروستیو پیښو نه وروسته په شمال کې خپل اوسني محدود نظامي ښکیلتیا تازه کړي او که نه،  خو  داسې ښکاري چې د اسرائیل او فلسطین جګړه په تدریجي ډول نورې سیمې ته د خپریدو احتمال لري. په منځني ختیځ کې بله جبهه په سوډان کې ده. له بده مرغه دلته کورنۍ جګړه روانه ده چې په زرګونو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده او داسې ښکاري چې ځینې هیوادونه په ځانګړې توګه متحده عربي امارات په اور د تیلو شیندولو ته دوام ورکوي.

 

په شمال کې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه شدیده شوې ده . په ځانګړې توګه، روسیه غواړي چې د اوکراین په ملاتړ کې د لویدیځو هیوادونو له خنډونو څخه په ګټې اخیستنې سره دا پروسه په خپله ګټه اداره کړي. د امریکا د کانګرس له خوا له اوکراین سره د مرستو بندول او د لویدیځو هیوادونو نه توانیدل چې د اوکراین د دفاعي صنایعو له اوسني تولید سره په اغیزمنه توګه مرسته وکړي، د روسیې په ګټه توازن بدل کړ. دلته، البته، د غزې د مسئلې اهمیت د اوکراین ملاتړ تر سیوري لاندې راوستی دی. د لوېديځ لپاره د پرېکړې شېبه په نېږدې کېدو ده، يا به دوی خپل ملاتړ لا ډېر معقول حد ته لوړ کړي او د روسيې د تېري سره به انډول وکړي او يا به روسيه په خپل حق کې ډګر ته بڼه ورکړي او اوکراين  باندې به فشارونه ښه زیات کړي پيل.

 

په نهایت کې، پداسې حال کې چې د ۲۰۲۳ څخه په میراث کې پاتې جګړې په  لوی ساحو دوام لري، په شمال او منځني ختیځ دواړو کې د موجوده جګړو د لا شدیدو او نورې سیمې ته خوریدو احتمال ډیریږي. له بده مرغه، دا ممکنه نه بریښي چې پدې مرحله کې د ۲۰۲۴ په اړه خوشبین شو.



اړوند خبرونه