د انرژۍ اجنډا

د انرژۍ اجنډا

2083297
د انرژۍ اجنډا

په ۲۰۲۳ کال  کې، انرژي موضوع  د نړۍ او تورکیې د اجنډا یو له مهمو موضوع ګانو  څخه وه. داسې ښکاري چې په ۲۰۲۴ کال هم وضعیت  توپیر ونه لري.

پداسې حال کې چې تورکیې په وروستیو کلونو کې په پرله پسې ګامونو سره د انرژۍ په برخه کې د  خپلواکۍ ترلاسه کولو لپاره مهم نوښتونه کړي دي، دا په نړیواله کچه د مرکزي هیواد په توګه د خپل هدف په لور په چټکۍ سره پرمختګ کوي.

اروپا د روسیې او اوکراین د جګړې له امله د انرژۍ له جدي بحران سره مخ ده.

مونږ به د هرې چارشنبې په ورځ  «د انرژۍ اجنډا » په همدې موضوع ګانو بحث وکړو. تاسې ته به پدې اړه تازه او مهم معلومات وړاندې کړو. د کارپوهانو او شنونکو سره په مرکې وکړې او پدې خپرونه کې به ورته ځای ورکړو.

ښه اوس پوښتنه داده چې ایا تورکیې د انرژۍ په برخه څه ډول ګامونه اوچت کړي؟

د ۲۰۲۴ کال څخه څه تمه لري؟

په راتلونکې کې به کوم ګامونه پورته شي؟

توركيه په خپلو ټولو بحرونو كې د طبيعي ګاز د پلټنو او راویستو فعاليتونو ته دوام وركوي. په لومړي سر کې، په تور سمندر کې د ۷۱۰  میلیارد متر مکعب په اندازه طبیعي ګاز زیرمې وموندل شوې. په ختیځ مدیترانه کې به د برمه کولو فعالیتونه ژر تر ژره پیل شي.

په سویل ختیځ اناتولیا سیمه کې د تیلو د پام وړ زیرمې موندل شوي. د شهیدې ای بوکه یالچن په نامه د تیلو په ساحه کې د ورځې د ۱۰۰ زرو بیلرو تولید هدف ټاکل شوی دی. همداشان پدې سیمه کې یوه بله زیرمه چې ګمان کیږي ۱۵۰  میلیونه بیلره تېل ولري چې ټولټال ارزښت يي ۱۲ میلیارده ډالره کیږي وموندل شوه. دې زیرمې ته د شهیدې اسماء چویک نوم ورکړ شو.

تورکیې د نووي کیدونکي انرژۍ په برخه کې هم مهم ګامونه اوچت کړي او اوچتولو ته دوام ورکوي.  نن ورځ ۵۵  سلنه بریښنا انرژي د نوي کیدونکي سرچینو په کارولو سره تولید کیږي. د بله پلوه تورکیې د انرژۍ په ځانګړې توګه د برښنا انرژۍ په برخه کې د خپلواکه او په ځان د بسیا کیدو په موخه د اټومي انرژۍ بټیو په جوړولو هم لاس پورې کړی دی.

پدې چوکاټ کې د اق قویو اټومي بریښنا فابریکې  لومړی ریکټور د پلان په مطابق تمه کیږي چې  راتلونکو میاشتو کې فعال شي. د ویلو ده چې دا فابریکه به تر ۲۰۲۸ کاله پورې په بشپړه توګه یعنې ټول ریکټورونه به يي فعاله شي. په بشپړه توګه د فعالیدو نه وروسته به ددې فابریکې نه په کال کې ۳۵ میلیارده کیلو واټ ساعته برښنا تولید شي.

 

تورکیه په پام کې لري چې سږکال د یوې بلې  نوي اټومي انرژۍ بټۍ جوړولو لپاره ګامونه اوچت کړي.

په هرصورت، د انرژۍ په برخه کې نوې پروژې یوازې اټومي انرژۍ د بټیو پورې محدود ندي .

د طبیعي ګاز ۷ نړیوال پایپ لاینونه د تورکیې له لارې اروپا ته رسیږي. دا یوازې د وخت خبره ده چې نوي نللکې جوړې شي ... سربیره پردې ، د موجوده نللیکو ظرفیت به ډیر ژر پراخه شي.

د دې ټولو په ترسره کولو سره، د تورکیې اصلي موخه دا ده چې د انرژۍ د مرکز هیواد مقام ته ورسیږي.

په همدې موخه له روسیې سره نږدې همکاري روانه ده. په تراکیا کې د انرژۍ د یوه مرکز په جوړېدو سره، داسې اټکل کېږي چې طبیعي ګاز به د تورکیې له لارې له یوه مرکز څخه اروپا ته ولېږدول شي. دا وضعیت به تورکیه د طبیعي ګازو د بیې په ټاکلو کې د مهمو هیوادونو په کتار کې راولي.

د انرژۍ په برخه کې نوي ګامونه د تورکیې د نړۍ لپاره د اجنډا په سر کې هم ځای لري. اذربایجان د ارمنستان له اشغال څخه د قره باغ خاوره آزاده کړه. بل د زنګزور دهلیز د پلي کولو پلان دی. د دهلېز په پلي کېدو سره به  تورکیه د تورکي نړۍ له یو بل سره په بې ساري ډول وصل شي. دا وضعیت د انرژۍ رسولو امنیت او ملګرتیا لپاره کوم فرصتونه وړاندې کوي؟

په ځانګړې توګه له اذربایجان وروسته، د تورکیې له لارې نړیوالو بازارونو ته د ترکمنستان د طبیعي ګاز د رسولو امکان تر ارزونې لاندې دی.


پيوندونه: #د انرژۍ اجنډا

اړوند خبرونه