د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2081909
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

که چیرې د اکتوبر د اوومې او د هغې وروسته پیښې په نظر کې  ونه نیول  شي نو دا به ممکنه وي چې ۲۰۲۳ کال د تورکیې د بهرنۍ تګلارې  لپاره د نسبتا یو ارام کال په توګه تعریف کړو. په تورکیه کې د روان کال د می په میاشت کې د عمومي ټولټاکنو راپدیخوا پيل شوې د اړیکو د نورمالیدو بهیر، د بهرنۍ پالیسۍ د عمومي سیر په ټاکلو کې مهم رول لوبولی دی. په ځینو مسلو  کې د اختلافاتو سره سره، د احتمالي شخړو کمول او ګډو ګټو ته لومړیتوب ورکول د بهرنۍ پالیسۍ اصلي اجنډا وه. د ټاکنو نه وروسته په دوره کې ولسمشر رجب طیب اردوغان داسې سیمه ایز بهرنی سیاست ته ترجیح ورکړه چې د خلیج هیوادونو سره یې په اړیکو تمرکز وکړ او اقتصاد ته یې لومړیتوب ورکړ. د بشارالاسد له رژیم سره د سوریې د امنیتي ګواښونو د کمولو لپاره د وزیرانو په کچه خبرې اترې پیل شوي دي. د اسرائیلو او مصر ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د پام وړ ګامونه اوچت شول. د قره باغ په ازادولو کې د اذربایجان نه د اردوغان قوي ملاتړ په ۲۰۲۳ کال کې د جیو پولیټیکل لوبغاړي په توګه د تورکیې دریځ پیاوړی کړ.

اردوغان همداراز له لوېديځ سره د توركيې د اړيكو د رغولو هڅه وكړه، چې موخه يې د توركيې-امريكا په اړيكو كې د نوې پاڼې پرانیستل او د اوكراين په شخړه كې متوازن دريځ خپلول وو. دا په ۲۰۲۳ کې د تورکیې - یونان خورا مهم سرمشریزې سره پای ته ورسیده ، کوم چې د بهرني سیاست یو بل مهم ټکی وو.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا )  د امنیتي څیړونو مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د تورکیې او امریکا اړیکې د ځینو نا حل شویو مسلو له امله په ۲۰۲۴ کال  کې هم د اجنډا اشغال ته تیاری نیسي. د دې تر منځ  تر ټولو مهم د PKK ترهګریز سازمان د سوریې څانګې YPG سره د امریکا دوامداره ملاتړ دی. په ځانګړې توګه، د امریکا د سوریې په ستراتیژۍ کې د پام وړ بدلون تمه نه کیږي، دا په ګوته کوي چې په شمال ختیځ سوریه کې د YPG ملاتړ به دوام ومومي. دا روان ملاتړ د تورکیې لپاره مخ په زیاتیدونکي ننګونې سره مخ دی ځکه چې YPG خپل نظامي وړتیاوې او نړیوالې شبکې پیاوړې کوي. وروستي اقدامات، لکه د تش په نامه نوي اساسي قانون پلي کول چې د شمالي سوریې د ډیموکراټیکې ادارې په توګه د سیمې نوم بدلوي، د تورکیې د عمل بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي. په ۲۰۲۴ کې د YPG مسلې په حل کولو کې پاتې راتلل ممکن د تورکیې لپاره په پراخه ستراتیژیکه ستونزه بدله شي. سربیره پر دې د تورکیې او امریکا د اړیکو نور اړخونه هم په ډاګه کوي چې راتلونکی کال به فعال وي. د F-16 خرڅلاو په برخه کې مثبت پرمختګونه او د سویډن د ناټو د غړیتوب په اړه د تورکیې د ملي شورا لخوا مثبته پریکړه کیدای شي د تورکیې او امریکا اړیکو په نظامي او دفاعي اړخونو اغیزه وکړي.

 خو په غزه کې د اسرائیلو جګړه او پدې مسله کې د تورکیې دریځ کیدای شي د تورکیې او امریکا په اړیکو منفي اغیزه وکړي. په نږدې راتلونکي کې د اسرائیلو او تورکیې ترمنځ د پخلاینې امکان کم ښکاري او دا به د تورکیې او امریکا په اړیکو منفي اغیزه وکړي.

د تورکیې او اروپا د اړیکو په برخه کې، تمه کیږي چې ۲۰۲۴ کال کې  په ۲۰۲۳ کال کې ترلاسه شوي لاسته راوړنې حفظ کړی شي او فضا  ته په همدې شان دوام ورکړي. د اروپایی ټولنې  سره د اړیکو له سره راژوندي کیدل کیدای شي چې په ظاهري بڼه ډیر زیات ونه لیدل شي، خو د ټاکنو وروسته فضا به دوام ومومي. د اوکراین روانه شخړه د تورکیې او اروپا په اړیکو د پام وړ اغیزه لري او د شخړې په جریان کې د ناڅرګندتیا په پام کې نیولو سره، د تورکیې څخه د ستراتیژیک چلند غوښتنه کوي. په داسې حال کې چې امنیتي اندیښنې، په ځانګړې توګه مهاجرت، د همکارۍ دلیلونه پیاوړي کوي، په اقتصادي برخه کې د یو بل پورې تړاو  ښیي چې د ترکیې او اروپا اړیکې به په ۲۰۲۴ کال کې ثبات ولري. د تورکیې او یونان ترمنځ پخلاینه او د ختیځې مدیترانې د انرژۍ په ډګر کې د همکارۍ زیاتیدل احتمال لري چې د تورکیې او اروپا په اړیکو مثبت اغیز وکړي. په هرصورت، په اروپا کې د ښي اړخو ایډیالوژیو وده کولی شي په ملي او بهرنیو پالیسیو اغیزه وکړي، چې په اروپایي اتحادیه کې د تورکیې ضد احساساتو لامل کیږي. له همدې امله، پدې برخه کې پرمختګونه باید له نږدې وڅارل شي.

د اوکراین روانه جګړه به په ۲۰۲۴ کال کې هم یوه له مهمو نړیوالو ستونزو څخه وي او د نږدېوالي او ګټو له امله به پر تورکیې د پام وړ اغیز وکړي. تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا امریکا او اروپایي هیوادونه به له اوکراین سره پوځي مرستو ته دوام ورکړي. په داسې حال کې چې د دې مرستو دوام د اوکراین وړتیا تضمینوي ، د مرستو بندول کولی شي د جګړې لاره بدله کړي او په احتمالي توګه د روسیې په ګټه وي.

د پایلې په توګه، د تورکیې بهرنۍ پالیسي به د اوکراین د شخړې د احتمالي پایلو لخوا اغیزمن شي. هنګري ته د خپل سفر په ترڅ کې د اردوغان وروستۍ څرګندونې او د اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ د نوې سرمشریزې احتمال د مسلو اهمیت لکه د غلې دانې دهلیز تړون په ګوته کوي. په سوریه، سویلي قفقاز، لیبیا او د انرژۍ په برخو کې د روسیې سره د تورکیې د څو اړخیزو اړیکو په پام کې نیولو سره، د تورکیې او روسیې اړیکې به په ۲۰۲۴ کې یو مهم مرکز وي.

 

په منځني ختیځ کې د اړیکو د نورمالولو په اړه بهیر به د تورکیې د بهرنۍ پالیسۍ یو مهم عنصر وي. په هرصورت، د تورکیې او خلیج هیوادونو ترمنځ د اړیکو نورمالول اصطلاح ممکن زوه شي، پدې معنی دا یوه نوې اجماع ته اشاره کوي. یو نوی سیمه ایز اجماع رامینځته کیدی شي چې تورکیه، سعودي عربستان، متحده عربي امارات  او قطر متحد کړي، په ځانګړې توګه د دفاعي همکاریو په برخه کې. ددې ترڅنګ به په بالقوه توګه ستراتیژیک اتحاد کې وده وکړي. سره له دې، د غزې د مسئلې په حل کې ناکامي کیدای شي په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ پراخ چاپیریال رامنځته کړي چې په ۲۰۲۴ کال کې به تورکیه او ټوله سیمه اغیزمنه کړي. د پایلې په توګه، د تورکیې په ګډون هېوادونه ممکن د غزې په اړه خپلې هڅې زیاتې کړي.

 

منځنۍ اسیا په ۲۰۲۴ کال کې د تورکیې لپاره یو بل مهم اړخ دی، په ځانګړې توګه د تورکي د دولتونو د سازمان په چوکاټ کې د اړیکو په برخه کې. تمه کیږي چې دا ملګرتیا چې په پیل کې په اقتصادي همکارۍ تمرکز کوي، په یو ډیر ستراتیژیک سیاسي نوښت بدل شي او تورکیه به د یوې بهرنۍ تګلارې تعقیب ته لاره هواره کړي چې د منځنۍ آسیا په معادلې کې خپل موقف خوندي کړي.



اړوند خبرونه