ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

2080191
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسو پوهیږئ چې د استانبول تاریخي ښار د خپلو  پیشوګانو سره مشهور دی؟

ښکلی او شانداره  استانبول چې د زرګونو کلونو تاریخ لري او د  یو زیات شمیر امپراتوریو کوربه توب کړی ، د خپل تاریخي ارزښتونو، کولتور او طبعي‌ ښکلاګانو ترڅنګ د پيشوګانو سره هم ځانګړی شهرت لري. مګر فکر مه کوئ چې دا د استانبول لپاره ځانګړی د پیشو نسل دی، موږ د کوڅو پیشوګانو په اړه بحث  کوو چې تاسو کولی شئ پدې ښار کې هر وخت ورسره مخ شئ.

نړیوال علمي‌  مطالعات ښیي چې په نړۍ کې د پيشوګانو اصلي‌ ټاټوبی اناتولیا او مصر دی. پیشوګانې، چې په اناتولیا کې د ښکاري حیوان  په توګه ساتل  شوي ، د عثماني امپراتورۍ په جریان کې د ښار ژوند سره تطابق کړی ، او په استانبول کې د پیشو نفوس ګړندۍ وده په ښار کې "د پیشو کلتور" رامینځته کړی. پدې ډول، پیشوګانې په استانبول کې د ورځني ژوند یوه لازمي برخه ګرځیدلې. د عثماني امپراتورۍ په دوره کې، د کوڅو څارویو ساتنه، خلک دې ته هڅول شوي، او د اړو خلکو سره د پخې ډوډۍ د مرستې پر مهال  پیشوګانو او سپیو ته هم خواړه برابر کړي. حتی د کوڅو څارویو د تغذیې او ساتنې لپاره بنسټونه رامینځته شوي. نن ورځ ، د څارویو سرپناه او د دوی کارمندان او همدارنګه په زرګونو رضاکاران دې دندې ته دوام ورکوي.

عثماني امپراتورۍ هم لومړنی دولت دی چیرې چې د څارویو د حقونو مقررات وضع شوي. په شپاړسمه پېړۍ کې په جوړو شوو قوانینو کې د زړو څارویو په درانه کارونو کې کار کول منع وو. په عثماني امپراتورۍ کې، حتا داسې کسان هم ول چې خپله شتمني د کوڅو څارویو د روزنې لپاره  میراث پریښود.

تاسو کولی شئ د استانبول نږدې هرې ولسوالۍ کې پیشوګانو سره مخ شئ. تاسو کولی شئ په پارکونو کې، د کړکیو په څنډو، د دوکان په دروازو کې، د پلورنځي په کړکۍ کې، د کتاب پلورنځي د کتابونو په مینځ کې،په  فرعي سټیشن کې، په بیړۍ کې د هر رنګ او عمر لرونکي پیشوګانو سره مخامخ شئ. پداسې حال کې چې تاسو په یوه کافه کې چای څښئ، هغه ممکن ستاسو په غیږ کې ټوپ وکړي او په خوښۍ سره ویده شي.

په استانبول او شاید په نړۍ کې ترټولو مشهوره پیشو ګلي ده چې د هاګیا سوفیا پیشو په نوم پیژندل کیږي. ګلي، یو له دریو ماشومانو څخه چې په ۲۰۰۴ کې په هاګیا سوفیا کې د خدمتګار د کوټې لاندې زیږیدلی و، په ۲۰۲۰ کال  کې د هغې تر مړینې پورې په هاګیا سوفیا کې ژوند کاوه او د لیدونکو د پاملرنې مرکز شو. دا ښکلې پیشو چې په ټولنیزو رسنیو کې له سلو زرو څخه ډیر پیروان لري په زرګونو عکسونو کې د هاګیا سوفیا عالي معمارۍ ښودل شوي.

که تاسو غواړئ د استانبول پیشوګانې  ښه وپیژنئ، موږ وړاندیز کوو چې تاسو د جیدا تورون لخوا د ۲۰۱۶ کال حوړ شوی د پيشو په نامه  مستند فلم ننداره کړۍ.



اړوند خبرونه