د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2079427
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

لکه څنګه چې په غزه کې د اسرائیلو د اشغال هڅې او قتل عام د دریمې میاشتې په لور روان دي، سیمه ایز تحرک او نړیوال سیاست هم په غزه کې د پراخو انساني زیانونو له امله سخت اغیزمن شوی دی. په داسې حال کې چې اسرائیل او د هغه اصلي ملاتړی امریکا په زیاتیدونکې توګه منزوي شوي، د حوثیانو لخوا د باب المندب تنګي او بحرالاحمر کې د اسرائیلو بندرونو ته د مالونو لیږدونکې کښتۍ په نښه کول پيلولو سره په سیمه کې د جګړې اغیزې لا په قوي توګه احساسیږي. د اوکراین په محاذ کې، په داسې حال کې چې روسیه د خپلو لاسته راوړنو د زیاتولو لپاره له فرصت څخه ګټه پورته کوي، د لویدیځ بلاک د وړتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته شوي چې په ورته وخت کې به څه ډول د دوو جګړو ملاتړ وکړي.

 

د تورکیې د سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د نړۍ د سمندري ټرانسپورت د ۱۱ نه تر ۱۲ سلنه برخې پورې د د باب المندب او بحرالاحمر له لارې ترسره کیږي. دغه راز د تېلو لېږد هم د همدې کرښې له لارې ترسره کېږي. په ځانګړې توګه، د اروپا او آسیا تر منځ ترټولو نږدې کرښه همدا ده او لوژستیکي زیربنا د دې مطابق ډیزاین شوې. په هرصورت، په غزه کې د اسرائیلو د قتل عام په غبرګون کې، په یمن کې میشت حوثیانو (انصارالله غورځنګ) د اسرائیلو په وړاندې د جګړې اعلان وکړ او اعلان یې وکړ چې دوی به هره کښتۍ چې د اسرائیلو بندرونو ته ځي په نښه کړي.

همداشان مونږ پدې وروستیو کې په سیمه کې په یو زیات شمیر کښتیو باندې د حوثیانو د بریدونو شاهدي وکړه. پداسې حال کې چې حوثيان کله ناکله دا کښتۍ د کامیکاز ډرون او لارښود توغندیو سره په نښه کوي ، خو ځیني وختونه بیا په مخامخ توګه په کښتیو بیرد کوي او کښتۍ نیسي او برمته کوي .

 د نړۍ تر ټولو لوی لوژستیکي شرکتونو اعلان وکړ چې دوی به  ددینه وروسته دا کرښه نه کاروي. د بدیل لارې په توګه ، د امید د تنګي  د لارې نه کار واخلي ، مګر دا لږترلږه د ۲ اونیو لاره اوږدي او په لګښتونو کې د لوی زیاتوالی لامل کیږي. پداسې حال کې چې دا د اسرائیلو لپاره یو جدي ګواښ و، دا د نړیوالې سوداګرۍ او د اروپا د اکمالاتو امنیت ته هم په یو ګواښ بدل شو. امریکا غواړي د یو کاري ځواک او ائتلاف په جوړولو سره دا ګواښ راکم کړي چې د اسپانیا، انګلستان او بحرین په څیر هیوادونه پکې شامل دي. خو  لکه څنګه چې د حوثیانو د مشرعبدالمالک الحوثي وویل چې ، حوثیان او د هغوې ملاتړی  ایران  پدې برخه کې هیڅکله هم په شا ګام اوچت نکړي. ، داسې نه بریښي چې هغو ددې کار نه لاس په سر شي . همداشان  ممکن هوايي عملیات هم د حوثیانو مخه ونه نیسي.

پداسې حال کې چې په بحرالاحمر کې حالات ترینګلي شوي دي  د اوکراین  د جګړې په لومړۍ کرښه کې هم مهم پرمختګونه شتون لري.

پداسې حال کې چې روسیه ورځ په ورځ خپل لاس پیاوړی کوي، داسې ښکاري چې لویديځ نشي کولی چې د اوکراین سره په کړو ژمنو عمل وکړي. د امریکا  کانګرس د نویو مرستو چمتو کولو کې زړه  نازړه دی. پداسې حال کې چې د  اسرائیل نه په نظامي / سیاسي / اقتصادي توګه ملاتړ کیږي ، د اوکراین سره د مرستې لپاره د لویدیځ هیوادونو ظرفیت  ورځ تر بلې کمیږي خپل. اوسنی حالت د دوام وړ نه ښکاري، په دې شرایطو کې به د اسرائیل او غزې پر کرښه او د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوربند خبرې لا پیاوړې شي.

په هرصورت، په ځانګړې توګه د نتنیاهو څخه راغلي نښې ډیرې امید نه ورکوي چې دوی به د دایمي اوربند سره موافقه وکړي. دلته د اسرایئلو انزوا او پر اسرائیلو د امریکا فشار ښايي تر یوه حده نتیجه ورکړي، خو موږ وړاندوینه کولای شو چې په غزه کې قتل عام به تر یوه وخته دوام وکړي. داسې ښکاري چې د اوکراین لپاره یو انتخاب دی چې د اوسني نظامي ډګر واقعیت پر بنسټ له روسیې سره د مذاکراتو په میز کېني. په هرصورت، دا روښانه نده چې ایا د زیلینسکي اداره به پدې شرایطو کې پر هغوې لګیدونکي تحمیلونه ومني او که نه.



اړوند خبرونه