پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

2078531
پلټونکې سترګې

د لرغونې نړۍ  فابریکه  ښار: لائودیکیه

د پخوانیو زمانو  راهیسې  د  ډینیزلي ولایت  اصلي عایداتي منبع او سرچینه نساتي او ټوکر دی. دا ولایت چې نن ورځ د نړۍ ۱۸۵ هیوادونو ته نساجۍ توکي او ټوکران صادروي ، د ټوکر سره ددې ولایت اړیکه تصادفي نده.

ځکه چې د لرغونې نړۍ د ټوکرانو اصلي مرکز لائودیکیه لرغونی ښار د نن ورځې ډینیزلي ولایت کې موقعیت لري.

د دې اونۍ په خپرونه کې به مونږ  د لرغونې نړۍ د فابریکې ښار په توګه لنډ بحث لرو.

د تاریخي او لرغونو موندولو او تحقیقاتو له مخې د تورکیې د ډینیزلي ولایت  د ۷۰۰۰ کلونو  راهیسې د ټوکرانو او نساجۍ سره سر او کار لري. تر دې پورې چې نن ورځ ، چې کومې لویې او کوچنۍ سرمایې او پیسې دا ښار ته داداخلیږي او بیرته له دې ښاره وځي دا ټول د ټوکرانو پیسې دي. البته، دا یوازینی ولایت نه دی چې ټوکر تولیدوي، مګر موږ کولی شو ووایو چې دا یوازینی ولایت دی چې د ټوکر سره د کلتور رامینځته کولو لاره یې پرمخ وړي. سربیره پردې ، هرڅوک چې ډینیزلي ته تللی وي یقینا د ټوکر محصول یې لیدلی دی.

په پخوانیو وختونو کې، په ډینیزلي او د هغې په شاوخوا کې د شتمنیو اصلي سرچینه ټوکر او تجارت و چې د هغې مطابق وده کوله. د لرغونې نړۍ تر ټولو مهم د جامو مرکز په دینیزلي کې د لائودیکیه لرغونی ښار و.

په دې سیمه کې د تولید شویو جامو پیرودلو وړتیا د وقار د سمبول په توګه لیدل کیده. پارچه د شخص د ذوق او د کال د فیشن له مخې ګنډل شوي او مصرف کونکي ته وړاندې شوي.

په لائودیکیه کې زرګونه کاله پخوانۍ ټوکر موندل شوي دي.

هغه وسیلې چې په اوبدلو کې کارول کیږي او په لائودیکیه کې د اوبدل شوي ټوکر لومړنۍ موندنې دا ثابته کړه چې د اوبدلو تاریخ پخوانیو وختونو پورې اړه لري.

پدې ښار کې د ټوکر د اوبدلو تاریخ او لرغونوالی  ۷ زره کاله ته رسیږي.

مخکې داسې ګمان کیده چې په  ډینزلي ولایت کې د ټوکرانو صنعت او نساجي ۲۰۰۰ کلن تاریخي لري  خو  د لائودیکیه د لرغوني ښار د کیندلو په جریان کې، د اوبدلو اړوند مودندل شوې سامان آلات دا خبره ثابته کړه چې پدې ښار کې د ټوکرانو او نساجۍ تاریخي ۷۰۰۰ کلن تاریخ لري .

لائودیکیه شتمني په ټوله لرغونې نړۍ کې افسانوي شوه. د دې شتمنۍ لویه سرچینه د یو ډول  ځانګړي  پسونو نسل و او د دې پسونو له وړیو څخه جوړ شوی تار وو. همداشان دا تار نه ډیر ځانګړې توکران جوړ شوي دي.

د لرغونپوهانو په وینا، د اوبدلو کلتور د تاریخ نه مخکې  کې په ډیرو تمدنونو کې رامنځته شو او په هنر بدل شو.

د ډینیزلي سیمه په ځانګړي توګه د میلاد نه وروسته  په دوهمه - دریمه پیړۍ کې د پراختیا له پلوه خپل طلایی دوره تجربه کړه ، او په ښار کې اوبدل شوي ټوکران او نساجي توکي تر ایټالیا پورې صادریدل. د هیراپولس، لائودیکیه او کولوسای ښارونه د لرغونې دورې د فابریکو په څیر ښکاري چې د ټوکر محصولاتو تولید او رنګ کولو او د غالۍ اوبدلو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.

لائودیکیه فابریکې لاهم تولید لري.

لائودیکیه تارونه، چې په پخوانیو وختونو کې مشهور وو، نن ورځ د دودیزو اوبدلو میتودونو په کارولو سره تولید ته دوام ورکوي. دې ځانګړي تار ته نږدې محصولات په ډینیزلي کې تولیدیږي او په شاوخوا ولسوالیو او ښارونو کې تولیدیږي لکه بلدان بیزي ، داسدار وغيره. دا لاهم د خپلو نومونو سره پاملرنه راجلبوي.

نن ورځ ، ډینیزلي د صادراتو مرکز دی چیرې چې د ټوکر تولید دوام لري. البته، نن ورځ کار حتی په لویو منظمو صنعتي زونونو او لویو فابریکو کې ترسره کیږي. ډینیزلي د ټوکرونو په برخه کې د نړۍ په کچه بریا د خپل ۷ زره کلن ژور ریښې تاریخ ته اړوي.

د ډینیزلي محصولات ۱۸۵ هیوادونو ته صادریږي  .

لکه څنګه چې په پخوانیو وختونو کې ، په ډینیزلي کې تولید شوي ټوکر محصولات نن ورځ ټولې نړۍ ته صادریږي. په ۲۰۲۲ کې، د ډینیزلي څخه ۱۸۵ هیوادونو ته صادرات شوي. تر ټولو زیات صادرات د ۶۲۴ میلیونه ډالرو په لرلو سره انګلستان  ته شوي دي.

نن ورځ ، دا امکان لري چې د نړۍ په هر هیواد کې په 'ډینیزلي  کې جوړ شوو ټوکرانو شاهدي وکړو.



اړوند خبرونه