د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

پدې خپرونه کې تاسې ته د ازمیر ولایت د ځانګړې او مشهور خوږو د شمبالي خواږو په اړه معلوماتو درکوو.

2078009
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي

 

پدې خپرونه کې تاسې ته د ازمیر ولایت د ځانګړې او مشهور خوږو د شمبالي خواږو په اړه معلوماتو درکوو.

د ازمیر ولایت چې د ایجین د سیمې د الماس په توګه یادیږي د شمبالي د خواږو سره هم مشهور دی.

د شمبالي خواږه  په ۲۰۱۱ کال  کې د ازمیر ولایت د سوداګرۍ خونې په غوښتنلیک کې د تورکیې د جغرافیې په  راجستر شوي محصولاتو کې شامل شو. شمبالي خواږه د سوجی، نشایستې ، شیدو او سوډا نه پخیږي  او د پاسه يي شربت اچول کیږي.

لومړی په یو دیګ کې دوه ګیلاسه شیدې اچوو ، د شیدو د پاسه یو نیم ګیلاس بوره اضافه کوو. د دیګ پسې اور لګو او دا شیدې دومره تودو چې یواځې پوره پکې حل شي.

وروسته په یوې بله کاسه کې یو کیلو سجي اچوو. د پاسه يي یو قاشق پولې یا سوډا اضافه کوو او بیا پرې یو ګیلاس نشایستې وړ هم ګډوو. وروسته يي ښه سره مخلوطو. کله چې دا ښه مخلوط شوو د پاسه يي شیدې اضافه کوو او لړولو ته دوام ورکوو. ښه چې ولړل شو لکه د جوارو د وړو په څیر داسې وړ ترلاسه کیږي. وروسته د وړو سر پټوو او یو یخ ځای کې لږ تر لږه ۱۲ ساعته دمه کوو.

وروسته یو دیګ په اور ږدو او  ۴ ګیلاسه پوره او درې ګیلاسه اوبه پکې اچوو. کله چې شربټ جوش وکړ او بوره حل شوه د شربت پسې اور مړو.

وروسته د داش قالب غوړو او بیا دمه شوي وړ پکې هوارو. زمونږ د وړو پلنوالی باید د ۳ سانتي مترو نه ډیر نه وي. کله چې مو وړ ښه هوار کړل په لاس یا په څمڅۍ سره يي لږ کیمنډو او یو اندازه يي برابرو. وروسته يي د یوې چړې په واسطه لکه د کوچنیو خښتو په څیر پرې کوو. د هرې خښتې په سر دوه دانې بادام یا پستې زړي ځای په ځای شوو او بیا يي د ۴۰ دقیقو لپاره په ۱۸۰ درجو ګرموالي سره په داش کې پخوو.

کله چې دا خواږه پاخه شول د پاسه يي شرکت اچوو او لږ يي پرېږو چې شربت جذب کړي.

کله چې شربت جذب کړ بیا يي په یو قاب کې راوباسو او که چیرې په کور کې قیماق شتون ولري د پاسه يي قیماق هم اضافه کوو او بیا يي نوشې جان کوو.

شربت باید ګرم نوي.



اړوند خبرونه