د مولانا جلال الدین رومي د یاد په اړه ځانګړې خپرونه

د مولانا جلال الدین رومي د یاد په اړه ځانګړې خپرونه

2075249
د مولانا جلال الدین رومي د یاد په اړه ځانګړې خپرونه

 

جلال الدین محمد مشهور په مولانا جلال الدین محمد رومي بلخي د ۱۲۰۷ میلادي کال د سپټمبر په ۱۷ مه نيټه د نني افغانستان په بلخ ولایت کې زیږیدلی دی.

مولانا جلال الدین محمد  رومي بلخي د سلطان العلماء بهاوالدین ولد زوی دی. د مولانا پلار چې د سلطان العلماء لقب درلود د خپلې دورې یو د مشهورو علماو څخه وو.

مولانا جلال محمد رومي بلخي د ډیر کوچنیوالي نه د خپل پلار سره په اوږدو اوږدو سفرونو کې ملګرتیا کوله. د مولانا پلار سلطان العلماء په هغه وخت کې د وخت د حاکمانو سره د  ځینو اختلافاتو له امله مجبور شو چې د ننۍ تورکیې قونیې ولایت ته کډه شي.

همداشان دلته هم مشکلاتو سره د مخامخیدو نه وروسته بغداد ته سفر کوي. وروسته د سلجوقیانو د پاچا علاوالدین کیقباد په بلنه بیرته قونیې ته راستنیږي او دلته  میشت کیږي.

مولانا خپلې زده کړې د خپل پلار سلطان العلماء سره پيل کړې وې ، د پلار د وفات نه وروسته د وخت د مشهور دیني علماو لکه محی الدین عربي ، سید برهان الدین سره پيل کړې.

مولانا دوه ودونه کړې وو. هغه په ۱۸ کلنۍ کې د ګوهر خاتون په نامه د وخت د یو تن مشهور عالم سره واده وکړ. هغه ددې واده نه دوه ځامن په نامه د سلطان ولد او علاوالدین محمد د درلودل.

همداشان وروسته هغه خاتون قونیوي سره واده وکړ او د هغه نه يي هم دوه اولاده درلودل.

مولانا نن ورځ نه یواځې په تورکیه ، افغانستان او سیمه کې بلکې د نړۍ په کچه پيژندل شوی او په ټوله نړۍ کې په میلیونونه تنه پلویانو او مینه وال لري.

د اناتولیا مشهور دیني عالم، صوفي، شاعر او متفکر د ۱۲۷۳ میلادي کال د دسمبر په ۱۷ مه نيټه ددې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او خپل روح يي حق ته وسپاره.

لکه څرنګه چې مولانا پخپله ویلي وو ، مرګ په اصل کې د خپل معشوق یا خدای سره د وصلت ورځ ده. هغه پدې ورځ خفګان، ژړه، ماتم او ویر منع کړی وو.

د ویلو ده چې هر کال په تورکیه کې د دسمبر ۱۷ مه په قونیې ولایت کې د شب عروس په نامه د ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي. پدې مراسمو کې د تورکیې د ګوټ ګوټ نه سربیره د نړۍ د ګوټ ګوټ نه په سلګونو زره تنه د مولانا مینه وال ګډون کوي.

مولانا د خپلې فلسفې سره چې انسان ته ورته په مرکز کې ځای ورکړی وو په نړۍ کې د میلیونونو تنو په زړونو کې د ځان لپاره تخت جوړ کړی دی. همداشان په تورکیه کې د دسمبر د ۱۱ او ۱۷ مو نيټو ترمنځه دا اونۍ د مولانا د اونۍ په توګه لمانځل کیږي.

مونږ د مولانا جلال الدین رومي بلخي نه د هغه د تلین په اونۍ کې د رحمت او درناوي سره یادونه کوو. روح دې ښاد وي.  



اړوند خبرونه