د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2073943
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د حماس اړوند د القسام غنډونه او نورو لویو او کوچنیو مقاومتي جوړښتونو د اکتوبر په اوومه د اسرائیلو پر ضد د اقصی توپان عملیاتو له پیل څخه نږدې دوه میاشتې تیریږي. اسرائیلو لومړی پر غزې له هوا له لارې سختې بمبارۍ وکړې او وروسته یې غزه  په شمال او سویل ووېشله او د  غزې پر شمالي برخو يي د ځمکې له لارې هم سخت بریدونه پيل کړل. په داسې حال کې چې دلته د اسرائيلي پوځ پر وړاندې مقاومت دوام لري، د اسرائيلي چارواکو د څرګندونو له مخې، د غزې په  جنوب د سویل پر خلاف به هم عملیات او بریدونه پيل شي. د اسرائیلو وروستی هدف غزه په بشپړه توګه د ژوند نه ویستل دي.

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

اسرائیل د تیرو دوو میاشتو راهیسې په دومداره توګه پر غزې بریدونو او ملکي بې ګناه انسانانو وژلو ته دوام ورکوي. اسرائیلو د هر ځل نه زیات داځل پر غزې د بریدونو سره ټول انساني او بشري ارزښتونه د خپو لاندې کړي دي. ټول نړۍوال قوانین او اصولو يي د خپو لاندې کړي دي. د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې دا د بشریت ضد جنایتونو ته دوام ورکوي. اسرائیل د اکتوبر په اومه د حماس د پوځي ځانګې او غزه کې نورو لویو او کوچني مقامتي جوړښتو د اقصی توپان د عملیاتو او بریدونو پر ځواب کې په غزه کې په نسل وژنې او قتل عام پيل کړی دی.

اسرائیل د هوايي او مځکنیو بریدونو سره په مستقیمه توګه ملکي وګړي په نښه کوي او، قتل يي عام پیل کړی دی. غزه يي په دوه برخو شمالي او سویلي سیمو ویشلې ده او د غزې شمال يي ټول اشغال کړی دی.

اسرائیل ددې بریدونو سره  د حماس په نښه کولو ادعا کوي خو اصلي موخه يي بل څه ده. اسرائیل په غزه کې چې ۲ عشاریه ۲ میلیونه تنه انسانان ژوند کوي په ټولیزې جزا ورکولو پيل کړی دی. په ټولې غزې د ژوند تر ټولو لومړني او اساسي لومړیتوبونه لکه اوبه، برښنا، خواړه ، تیل او ګاز هر څه پرې کړي دي. غزه چې پخوا هم د اسرائیلو تر محاصرې لاندې قرار درلود خو اوس يي  په یوې سرخلاصي زندان بدله کړې ده .

که چیرې په غزه کې د اسرائیل کړنو او چلند ته وکتل شي دا د ورا څرګنده ده چې د هغوې هدف د حماس د ډلې پر خلاف عملیات نه بلکې ټوله سیمه په بشپړه توګه له منځه وړل او د غزې اشغالول دي. نن ورځ اسرائیل د غزې ۲ عشاریه ۲ میلیونو تنو انسانانو نه ۱ عشاریه ۹ میلیونه يي د خپلو کور او کلو پریښودو ته اړ کړي او سویل ته کډه شوي دي. نوموړي نږدې دوه میلیونه تنه انسانان د غزې په سویل کې په ډیره کوچنۍ سیمه کې په ډیر بد وضعیت چې نه د څښاک پاکې اوبه، نه خواړه او نه هم د سونګ مواد  لري ژوند کوي. د ملګروملتونو د بشري حقونو سازمان کمشنر د غزې د روان وضعیت په اړه وویل چې په سیمه کې په بشپړه توګه قیامت په څیر وضعیت حاکم دی.  د بله پلوه اسرائیلي مقاماتو ویلي دي چې دا عملیاتو لمن به د غزې د شمال نه د سویل پر لورې هم وغځوي.

د اسرائیلو دې څرګندونو په نړۍ کې جدي اندیښنې او غبرګونونه هم پارولي دي.

که څه هم  په پیل کې دا څرګنده نه وه چې حزب الله به د اسرائیلو پر خلاف کومه نوې جبهه پرانیزې او که نه خو په کلاره کلاره دا خبره هم معلومه شوه.  د ایران تر کنټرول لاندې حزب الله او نورې ډلې  لیدل کیږي  چې   اسرائیل پر خلاف نوې جبهه پراننیزي.

سره ددې چې د جګړې په پیل کې حزب الله اسرائیلو ته ډیر زیات ګواښونه وکړل او ځای ځای يي کوچني بریدونه هم وکړل خو وروسته دا خبره سړه شوه او  د نوې جبهې د پرانیستو نه لاس واخیست.

همداشان اندیښنو شتون درلود چې دا جګړه د سیمې نورو هیوادونو ته خوره نشي. ددې ټولو سره سره د ایران ځیني پلوي ډلې اوس هم  پر اسرائیلو او امریکا بریدونو ته دوام ورکوي.

په سوریه او عراق کې ایران پلوه شعیه ډلې وخت نا وخت د امریکا پر هډو بریدونه کوي. د بله پلوه په یمن کې حوثیانو د اسرائیلو پر خلاف د جګړې اعلان کړی دی. حوثیان هم وخت نا وخته د یمن نه د اسرائیلو پر لورې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کوي. همداشان حوثیانو یو څه موده مخکې  په سور سمندر کې پر اسرائیلي کښتیو بریدونه پیل کړل. په داسې حال کې چې دوی په سیمه کې د سمندري تګ راتګ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي، د امریکا سمندري جنګي بېړۍ په دې وضعیت کې د مداخلې هڅه کوي.

که چیرې د ایران دریځ ته وکتل شي  ایران په تدریجي ډول د خپلو نیابتي عناصرو په کارولو سره د تېښتې د زینې له منطق نه کار اخلي، او د هغه  څرګندونو برعکس چې مخکې یې کړې وې، داسې ښکاري چې دوی به په پراخه پیمانه جګړه کې ښکېل نه شي.

د غزې په جنوب کې د اسرائیلو له نیواک او د سینا دښتې ته د ولسي خلکو په شړلو سره، ممکن مصر د اسرائیلو پر ضد ګام پورته کولو ته اړ شي. مصر ممکن عربي بلاک دې ته اړ کړي چې پدې معادله کې د پوځي اقداماتو نه زیات اقتصادي بندیزونه ولګوي. د ویلو ده چې مصر په وار وار د سینا ټاپو ته د فلسطین د خلکو شړولو مسئلې سره مخالفت کړی .



اړوند خبرونه