د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2068029
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د اکټوبر له اوومې نیټې څخه څو اونۍ تیرې شوې، خو اسراییل په غزې باندې وحشیانه بریدونو ته دوام ورکوي. دوه نیم ملیونه خلک په ۳۵۰ کیلومتره  مربع  ټرانګه  بند پاتې دي. په روانو هوايي او ځمکنیو بریدونو کې تر اوسه څه باندې ۱۳ زره  ۵۰۰ تنو فلسطینیان په قتل رسول شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. که څه هم د نړۍ د سترګو پر وړاندې نسل وژنه روانه ده، د لویدیځو هیوادونو حکومتونه د اسرائیلو ملاتړ ته دوام ورکوي. په هرصورت، دا هم لیدل کیدی شي چې د وجدان یو نړیوال حرکت راپورته کیږي او عام خلک د اسرائیلو او د هغه جنایتونو په وړاندې سخت غبرګون ښايي.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څیړونکي جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

پر غزې د اسراییلو بریدونه دوام لري. په داسې حال کې چې دغه ښار له کلونو راهیسې تر کلابندۍ لاندې و، د اکټوبر له اوومې وروسته په خپل تاریخ کې تر ټولو د سترو، وحشیانه او طالمانه هوايي بریدونو سره مخامخ دی. د اسرائیلو پوځ  پر غزې د هوايي بریدونو ترڅنګ هم د ځمکې له لارې هم پرمختګ وکړ او غزه یې په دوو برخو ووېشله. شمال او جنوب. اسرائیل په شمالي برخه کې خپلو ځمکنیو بریدونو ته په شدت ورکولو سره غواړي هلته د مقاومت جوړښتونه له منځه یوسي، خو دا ممکنه نه ده چې ووایو تر اوسه یې پوځي بریا تر لاسه کړې ده. پداسې حال کې چې قاسم او د حماس سره تړلي نور کوچني مقاومتي جوړښتونه د استوګنې په سیمو کې د غیر متناسب ځواک عناصرو په توګه د اسرائیلي اردو پروړاندې جدي نظامي مقاومت څرګندوي او اسرائیلو ډیری ټانکونه او زغره وال موټرې له لاسه ورکړي دي. یو ځل بیا په جګړو کې ګڼو اسراېیلي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پر اسرائیلو د توغندیو ویشتل هم دوام لري.  که څه هم کم شوی دي خو اوس هم دوام لري.

د اسرائیلو د حرکاتو پلان او ستراتیژۍ په اړه ابهام او ناڅرګندي دوام لري. داسې نښې او نښاني هم شته چې اسرائیل  د غزې په شمال کې خپلو موخو ته د رسیدو وروسته  د سویل په لور وخوځیږي، خو دا چې دلته به مقتدر شي او که نه دا د پوښتنې وړ خبره ده. یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې له قدرتونو څخه په  خپلواکه توګه  د نړیوال وجدان خوځښت پیل شو. په ټوله نړۍ کې عام خلک، له لویدیځ څخه تر ختیځه، له شمال څخه تر جنوبه، په لارو کوڅو کې د اسرائیلو پر وړاندې په غوسه دي، او د نړۍ د سترګو په وړاندې د په روانې عمل وژنې او نسل وژنې سترګې پټولی نشي. دا حالت به په نهایت کې د لویدیځ په حکومتونو اغیزه وکړي او د دوی په سیاست کې به منعکس شي.

اسرائيل کيدای شي په غزه کې په نظامي لحاظ له خپل لوري بريالی شي او یا  نه، خو له دې پرته به په منځني او اوږدمهال کې تر ټولو ستره زیان اسرائیل وویني.، دغه کړنې او د نسل وژنې هڅې چې نړيوال وجدان ته يې صدمه رسولې ده، په بشري وجدان کې هره ورځ غندل کیږي.

لکه څرنګه چې مو مخکې یادونه وکړه د بشري وجدان او خلکو غبرګونونو ځیني سیاستوال او حکومتوال هم دېته اړ کړي دي چې په کلاره کلاره د اسرائیلو پر خلاف خپل غږ اوچت کړي. د بیلګې په توګه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون. نوموړي چې مخکې د اسرائیلو نه پرته د قید او شرط نه د ملاتړ اعلان کړی وو، پدې وروستیو کې پر اسرائیلو د روانو وژنو د درولو غږ وکړ. هغه د اوربند په اړه غږ اوچت کړ.

همداشان د اسرائیلو دې وحشیانه او ظالمانه کړنو په غبرګون کې ځینو هیوادونو فلسطین د یو خپلواک دولت په توګه د په رسمیت پیژندولو په مسئلې غور پيل وکړ او پدې اړه يي ګامونه اوچت کړل.



اړوند خبرونه