د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2062700
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

د اکټوبر په اوومه د حماس لخوا ترسره شوی برید او وروسته د اسرائیلو لخوا  پر غزې بریدونو په سیمه کې  جدي‌ ناڅرګندي‌ او پیچلتیاوې رامنځته کړي‌ دي. اسرائیلو تر نن ورځې پورې پر غزې په خپلو بریدونو کې په زرګونو تنه  ملکي وګړي وژلي دي. د غزې په وړاندې د ځمکنیو عملیاتو پیل او په پایله کې سینا ته د غزې د خلکو د ویستلو پروژه د اردن لخوا د دویم ځل لپاره د جګړې د لامل په توګه بیان شوه. د ځمکنیو عملیاتو له پیل سره سره، د استوګنې په سیمو کې د اسرائیلو د پام وړ پرمختګ نه کول او د ملکي وګړو په دوامداره توګه په نښه کول حتی د لویدیځې نړۍ په پلازمینو کې د سختو لاریونونو لامل شوي دي. د نړۍ عامه افکار په زیاتیدونکي توګه د اسرائیل ضد دریځ غوره کوي. د بله پلوه دا چې دا جګړه به د سوریې پر جګړې او مسئلې څه ډول اغیزې وکړي ، دا لا ناڅرګنده ده.

د تورکیې د سیاسي‌ اقتصادي‌ او ټولنیزو څیړونو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا ) د بهرني‌ سیاست څیړونکي‌ جان اجون د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

په سوریې د اسرائیل او حماس د جګړې ترټولو لوی لوبغاړی د حزب الله ډله ښکاري.  خو د حسن نصرالله وروستیو څرګندونو داسې انګیرله پیدا کړه چې  حزب الله به د ټیټ شدت تشنج ته دوام ورکړي او په جګړه کې به ښکیل نه شي. د دویم عامل په توګه، د امریکا او شیعه ملیشو ترمنځ نظامي تاوتریخوالی د اغیزناک عامل په توګه لیدل کیدی شي. که څه هم اسرائیل د غزې پر وړاندې خپل ځمکني عملیات پیل کړي، داسې ښکاري چې ایران په یمن کې د حوثي یاغیانو په ښکیلولو سره د جګړې د فعالې جبهې څخه لیرې پاتې شي. په اسانۍ سره ویلی شو چې په عراق او سوریه کې له امریکا سره پوځي تاوتریخوالی له پوځي زیانونو لرې دی، لکه څنګه چې په تېر کې لیدل شوی و. د دې ټولو ټکو پر بنسټ ویلای شو چې په سوریه  باندې به  د اسرائیل او حماس د جګړې عواقب او اغیزې ښايي محدودې وي.

 

د حقیقت په توګه، په ختیځ مدیترانې کې د امریکا لخوا  د ځواکونو ځای په ځای کول  د ایران په وړاندې د مخنیوي عنصر په توګه ګڼل کیږي. دا چې پدې برخه کې د  امریکايي چارواکیو څرګندونو ته وکتل شي،  دا په ډاګه کوي چې جګړه به په  غزه کې پيل او همدلته پایته ورسیږي. داسې ښکاري چې اسرائیل هم دا تګلاره غوره کړې. په هرصورت، که چیرې اسرائیل داسې تګلاره غوره کړي چې موخه یې د غزې بشپړ کنټرول په لاس کې وي، نږدې دوه عشاریه ۳  میلیون تنه د  غزې  اوسیدونکي‌ به سینا ټاپو ته کډوال شي. اردن دغه وضعیت د جګړې لامل بولي. په همدې توګه، لیدل کیږي چې مصر هم دا مسله د سره کرښه په توګه بیانوي. که چیرې دې مسئلې ته دقت وکړو کیدای شي‌ چې  همدا مسئله د جګړې لامل شي.

کله چېرې موږ په سیمه کې پرمختګونو ته کتنه وکړو، لیدل کیږي چې اسرایئل په غزه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی. ویلی  شو چې دوی هڅه کوي د استوګنیزو  سیمو پر ځای سړکونه او او هغه سیمې چې څوک پکې میشت ندي  تر خپل کنټرول لاندې راولي او د غزې شمال ته د محاصرې هڅه هم کوي. خو د حماس د تونلونو د شبکو له امله د اسرائیلو لپاره دا ډېره ستونزمنه برېښي چې سیمه په بشپړه توګه محاصره کړي. د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو د پرمختګ سرعت ته په پام سره دا څرګنده ده چې جګړه ښايي د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي. دا وړاندوینه کیدی شي چې اسرائیل به د ټولې غزې د کنټرول په برخه کې لوی مشکل ولري او د نړیوالې ټولنې فشارونه به ورځ په ورځ زیات شي.



اړوند خبرونه