د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2059831
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

 

په غزه کې د اسرائیلو روان عملیات چې په پایله کې یې تر ۸۰۰۰  زیات کسان وژل شوي، د منځني ختیځ په جیو پولیټیک کې د لوی بدلون احتمال رامنځته کړی دی. د اسرائیلو ځمکنیو بریدونو یو لړ تحرکات دا  په  ډاګه کوي چې د اسرائیلو او حماس ترمنځ شخړه به له غزې هاخوا وغځیږي. د تاریخي پلوه، دې شخړو یو پیژندل شوی ستراتیژي تعقیب کړې: حماس پر اسرائیل برید کوي، اسرائیل پر غزې هوايي بریدونه کوي ، اوربند کیږي‌ او بیا اوربند پایته رسیږي او وضعیت بیرته عادي‌ کیږي. خو  د اکتوبر د ۷ د بریدونو او پيښو  څخه وروسته ددې احتمال ډیر زیات لوړ شوی دی چې  د ستراتيژي بدله شي. ددې احتمال ډیر زیات لوړ شوی دی چې  اسرائیل لږ تر لږه د غزې په شمالي برخه کې دایمي شتون رامینځته کړي او په دې توګه وضعیت بدل کړي.

 

د تورکیې د سیاسي‌ اقتصادي‌ او ټولنیزو مطالعاتو بڼسټ ( سیتا ) د امنیتي‌ څیړونو مشر لیکوال پروفیسور ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

په اسرائیلو کې د بریدونو له امله رامنځ ته شوی امنیتي کړکیچ تر ډیره حده د حماس د پيشبینۍ  د نه کیدو له امله ژور شوی دی. د اسرائیلي پوځ د کنټرول په رامنځته کولو کې ۲۴ ساعته ځنډ د هغوی د چمتووالي نشتوالی په ډاګه کړ. برسېره پر دې، د اکتوبر د ۷ عملیاتو اسرائیل د یو ژور اونولوژیکي امنیتي بحران سره مخ کړ چې پر وړاندې مقاومت  خورا ستونزمن دی. د پایلې په توګه،  د فلسطین او سیمه ایزو لوبغاړو د مخنیوي پر وړاندې د اسرائیل توان او قدرت د پام وړ کم شوی. دا پخپله ددې ښکارندويي کوي‌ چې  اسرائیل کولی شي په خپلو امنیتي پالیسیو او سیمه ایزو تړونونو کې د پام وړ بدلون سره مخ شي. همداشان دا کیدای شي‌ چې په منځني ختیځ کې د لوی بدلونونو لامل شي.

 

لکه څنګه چې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې ټینګار وکړ چې دغه امنیتي کړکیچ کیدای شي‌ یا  د فلسطین د شخړې یوه نوې حل لار وزیږوي‌ او یا په یوې پراخې سیمه ایزې شخړې بدل شي. دم ګړۍ په سیمه کې سوله مهال نا ممکنه  ښکاري او د سیمې بې ثباتۍ احتمال د زیاتیدو په حال کې دی.

 دا چې دا بهیر کوم لور ته روان دی ، دا د حماس د لمنځه وړو په برخه کې اسرائیل هدف ته د رسیدو د بریالیتوب او انتخاب پورې تعلق لري.

دم ګړۍ داسې ښکاري‌ چې اسرائیل د حل لاره د مځکنیو عملیاتو سره غزې د شمالي‌ سیمو نیول او اشغال کول او د اشغال نه وروسته د یوې ادارې رامنځته کولو کې ګوري.

خو دا دوره اسانه هم ندی ځکه چې پر وړاندې ډیر زیات خنډونه لري. ځکه چې اسرائیل یو حقیقت پلان نلري.

همداشان  په اسرائیلو باندې د امریکا د فشارونو زیاتیدل او په غزه کې د حماس مقاومت ښایي د دې هدف پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ وي. د اسرائیلو لخوا د نظامي ځواک او د ډله ایزو مجازاتو میتودونو غیر محدود استعمال نړیوال انتقادونه راپارولي دي او پراخ ځمکني عملیات به د اسرائیلو لپاره جدي امنیت او ننګونې رامینځته کړي.

د بله پلوه مځکني‌ عملیات د غزې څخه هاخوا د تیریدو پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې ځیني‌ محدودیتونه شتون لري. په شخړه کې د لبنان د حزب الله ښکیلتیا او په سوریه او عراق کې د مختلفو ملیشو ډلو لخوا د امریکا نظامي شتون په نښه کول کولی شي امریکا په جګړه کې ښکیل کړي او د هغې ساحه پراخه کړي.

 

په غزه کې د اسرائیلو یرغل کولی شي د منځني ختیځ جیوپولیټیک کې تاوتریخوالی زیات کړي او په بالقوه توګه د عادي کولو روان بهیر پای ته ورسوي یا ودروي. د اسرائیلو په وړاندې د تورکیې دریځ هغه مهال بدل شو چې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اسرائیلو سختې نیوکې وکړې. په ورته وخت کې اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه د هر ډول اقداماتو لپاره چمتو ده. سره له دې چې د شخړې د هواري په موخه په سیمه ییزه ډیپلوماسۍ کې د تورکیې د فعال ګډون سره سره، دا څرګنده ده چې اسرائیل به تر هغه اوربند تعقیب نه کړي تر څو چې خپلو ټاکل شویو موخو ته ونه رسیږي. دې شرایطو ته په پام سره، دا معقوله ده چې د اسرائیلو او تورکیې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو بهیر لږ تر لږه په لنډمهاله توګه ودرول شي.

 

د اسرائیل او ایران د دښمنۍ د زیاتیدو احتمال هم مهم دی. په داسې حال کې چې امریکا له ایران سره له مخامخ جګړې ډډه کړې، په عراق او سوریه کې د امریکا پر پوځي حضور د ایران له ملاتړه برخمنو ډلو بریدونه کولای شي دغه دریځ بدل کړي. اسرائیل ممکن د لبنان او سوریې له لارې په غیر مستقیم ډول د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. په خلیجي هیوادونو کې له ایران سره د اړیکو لرلید په کمیدو دی، چې دا په ډاګه کوي چې د خلیج او ایران د اړیکو تمه شته.

 

د اسرائيلو يرغل ښايي د فلسطين پر مسئلې اغېز ولري. د اسرائيلو د اکتوبر له ۷مې وروسته د امنيتي او بهرنۍ تګلارې په کړنلاره کې ښايي د دوو دولتونو د حل لاره پرېښودل شي او د فلسطين مسله بلې خوا ته واړول شي. دا محدودیت کولی شي اسرائیل منزوي کړي، د ابراهیم تړون او سیمه ایز اتحادونه باندې اغیزې وکړي، او د عرب-اسرائیلو کړکیچ بیا پیل کړي. د فلسطین پر مسئلې سترګې پټول او د دوه دولتونو حل لارې باندې د لویې تیګې ایښودل کیدای شي سیمه ایز افراطیت او احتمالي نړیوالې پایلې وهڅوي.

 

د دغو خطرونو په پام کې نیولو سره، دا څرګنده ده چې د اکتوبر له ۷ وروسته  به په منځني‌ ختیځ کې جدي‌ رقابتونه پيل شي . په غزه کې د اسرائیلو روان ځمکني عملیات کولی شي دا سیالي چاپیریال په جنجال بدل کړي او د اسرائیل امنیت او ثبات ته ننګونې رامینځته کړي. د اسرائیلو لپاره دا ناشونې ده چې په داسې امنیتي چاپیریال کې د خوندیتوب احساس وکړي. هغه څه چې باید ترسره شي په سمدستي توګه د اوربند اعلان کول دي چې د اسرائیلو تیري محدودوي.



اړوند خبرونه