د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د ورځنۍ اجنډا تحلیل

2056464
د ورځنۍ اجنډا تحلیل

د حماس  د پوځي څانګې  عزالدین القسام  ځواکونو په مشرۍ  نورو مقاومتي ځواکونو د اکټوبر په اوومه د اسرائیلو پر خلاف د  یو  ناڅاپه عملیاتو پيلولو سره  اسرائیلو ته یو ستر ټکان ورکړ او ستره جګړه يي پيل کړه . اسرائیلي ځواکونه دا لومړی ځل وو چې د داسې یو هر اړخیز او سترو عملیاتو او بریدونو سره مخامخ شول. اسرائیلو ددې ستر شوک او ټکان نه وروسته  د غچ اخیستو په  عملیاتو پيل وکړ او د غزې په تړانګه یې سختې بمبارۍ پیل کړې. دې عملیاتو  په غزه کې یوه لویه بشري غمیزه رامنځ ته کړې ده. همداشان اسرائیل د تیرو ۲۰ ورځو راهیسې پر غزې هوايي او توغندیو بریدونو ته دوام ورکوي. همداشان اسرائیل  اوس د ځمکني برید لپاره  هم چمتووالی نیسي. د اسرائيلو کړنې ښيي چې غواړي غزه په بشپړه توګه اشغال کړي او له دې ځایه هم ټول فلسطینیان وباسي. د بله پلوه ، د لبنان په ليکه کې د حزب الله له ښکېلتيا سره ددې احتمال مخ په ډیریدو دی چې دا جګړه په یوې سیمه ایزې جګړې بدله شي.

 

د تورکیې د سیاسي اقتصادي او ټولنیزو مطالعاتو د بڼسټ ( سیتا ) د بهرني سیاست څيړونکي جان اجون  د موضوع په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د اکتوبر د اوومې نېټې په سهار، د حماس اړوند مقاومتي سازمان عزالدین القسام او نورو فلسطيني ډلو د اسرائيلو پر ضد پوځي عمليات پيل کړل، په لنډ وخت کې د غزې په شاوخوا کې د اسرائيلو پوځي هډې ونيولې، حماس او نورو مقاومتي ډلو پدې عملیاتو کې  د نوو پوځي تخنيکونه، تاکتيکونه او دوکتورین نه په استفادې سره اسرائیل د شوک سره مخامخ کړل. پداسې حال کې چې د اسرائیلو پوځ د ځواب ورکولو توان د لاسه ورکړی وو، فلسطینیانو د لنډ وخت لپاره د غزې د اندازې شاوخوا دوه یا درې برابره سیمه ونیوله. په ورته وخت کې په اشغال شویو ځمکو کې د اسرائیلو لخوا جوړ شوي میشت ځایونه هم په نښه شو او ګڼ شمیر میشت وګړي ووژل شو. فلسطینیانو شاوخوا ۲۵۰ پوځیان او اسرائیلي غاصبین ونیول او غزې ته یې بوتلل. له دې ټولو سره سره پر اسرائیلو د توغندیو باران هم پيل شو.

اسرائیلو یو لویه صدمه تجربه کړه، د غزې په شاوخوا کې د خپلو پوځي واحدونو له منځه وړل او د دوی بندیان داسې ویره رامینځته کړه چې دوی د اوږدې مودې لپاره تجربه کړې نوه.

امریکا بیا په چټکۍ سره د نظامي مرستو بیانونه وکړل  او یو هوایي پل يي جوړ کړ. څه موده وروسته د اسرائیلو پوځ  په ځوابي برید لاس پيل  وکړ، ښارګوټي یې بېرته ونیول او پر غزې یې درانه هوايي بریدونه پیل کړل. هغه غزې ته د اوبو، خوراکي توکو او برېښنا د رسولو د مخنیوي له لارې ډله ییزه سزا پیل کړه، چې له څو لسیزو راهیسې تر کلابندۍ لاندې وه. په داسې حال کې چې د اسرائیلو پوځي او ملکي چارواکي ټینګار کوي چې د غزې زیربناوې په نښه کوي، تر دې دمه په غزه کې تر پنځو زرو زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي. اسرائیلو غزه په یوه نا امنه سیمه بدله کړې ده او د سینا ټاپو وزمې ته د فلسطینیانو د شړلو په هڅه کې ده. له بلې خوا، د القسام ځواکونه له ډېرې مودې راهیسې د ځمکني یرغل لپاره تیاری نیولی وو. د غزې د لاندې په سلګونو کیلومتره د تونلونو په لیکو سمبال دی او د یوه غیر مترقي ځواک په توګه د استوګنې پر سیمو د جګړې انتظار باسي.

په داسې حال کې چې د غزې په محور کې دا پېښې روانې دي، د لبنان پوله هم ډېره ګرمه ده. د اکټوبر له اوومې راهیسې د اسرائیلو او حزب الله تر منځ په سرحدي کرښه کې نښتې روانې دي، چې تر اوسه په بشپړه توګه جګړه نه ده بدله شوې، خو دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي او نښتې په تدریجي ډول زیاتېږي. پداسې حال کې چې حزب الله چې د ایران سره تړلې د "مقاومت"  برخه ده، ګواښ کړی چې که اسرائیل ځمکني برید وکړي دوی به په بشپړ ډول په جګړه کې برخه واخلي. په ایران پورې تړلي نورو نیابتي ځواکونو  په عراق او سوریه کې د امریکا په هډو باندې بریدونه پیل کړل.

 

اسرائیل په بې رحمانه توګه د غزې په نښه کولو ته دوام ورکوي او د ځمکني برید سره د جګړې سیمه ایز کیدو احتمال خورا لوړ دی. البته، په سیمه کې د امریکا نظامي جوړښت هم د پام وړ دی. له کریټ څخه تر قبرس پورې، امریکا داسې ښکاري چې د یوې لویې جګړې لپاره چمتووالی نیسي. په داسې حال کې چې د اسرائیلو لپاره د لویدیځو هیوادونو نامحدوده ملاتړ اسرائیل نور هم سختوي، دوی ټول منځنی ختیځ د ناورین سره مخ کوي. لویدیځ هیوادونه په ځانګړې توګه امریکا د اسرائیلو لخوا د خپلو ګټو څخه بهر لاسوهنه کوي، او وضعیت داسې ښکاري چې د تاو تریخوالي څپې رامینځته کوي چې هیڅوک به یې ګټه ونلري.

له دې ناوړه کړۍ څخه د وتلو لپاره، تورکیه په چټکۍ سره د اوربند او د سیاسي حل وړاندیز سره مسلې ته نږدې کیږي. که څه هم ولسمشر اردوغان په غزه کې د اسرائیلو د قتل عام په وړاندې په زیاتیدونکي توګه غبرګون ډیریږي، خو د حل لپاره یې مبارزې ته دوام ورکوي. هغه د تضمین ادارې له لارې د حل وړاندیز کوي. ولسمشر اردوغان وايي که چیرې دا مسئله تر کنټروله ووځي ، ټولې خواوې به ډیر زیات زیان وویني. دلته د اوربند، د اسرائيلي او فلسطيني بنديانو د خلاصون، د غزې د محاصرې د لرې کولو او په غزه کې د تورکي عسکرو په ګډون د سوله ساتو ځواکونو د ځاى پرځاى کولو په څېر ټينګ وړانديزونه د يوه ستر نړيوال کنفرانس د تر سره کېدو په اړه د پام وړ دي. .



اړوند خبرونه