د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
د تورکیې د جغرافیې راجستر شوي توکي
په ننۍ خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د لاسي صنعت او مشهورو غالیو د یو بل ډول په اړه معلومات درکوو.
اقسرای ولایت چې د تورکیې په مرکزي اناتولیا سیمه کې موقعیت لري،ددې ولایت د تاشپنار ښارګوټی چې شاوخوا ۳ زره نفوس لري، په سیمه کې ترټولو رنګینو او مختلف ډوله غالیو سره شهرت لري چې په لاس اوبدل کیږي. د "تاشپنار غالۍ" د ځانګړي شهرت نه برښمندې دي او په لاسي دستګاګانو کې تولیدیږي په ۱۹۹۶ میلادي کال کې کې د تاشپنار ښاروالۍ په غوښتنه او غوښتنلیک په اساس د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوي محصولاتو کې شامل شوي. د تاشپنار غالۍ، چې د ۱۹۶۰ لسیزې پورې د ښځو لخوا په خپلو کورونو کې په کوچنیو دستګاګانو کې تولیدېدې، د ډیرو ښکلونو رنګونو او ډیزاینونو سره د سیمه ایزو او بهرنیو سیلانیانو ډیره پاملرنه راجلب کړه. د تاشپنار غالۍ ترټولو اساسي ځانګړتیا چې د نورو لاسي غالۍ څخه توپیر کوي د غالۍ په سطحه د ګلانو او جیومیټریک شکلونو مساوي ویش، کونجونه رامینځته کول او په ورته وخت کې د ځمکې برخه خالي پریږدي. په سیمه کې د وریو له وړیو څخه ترلاسه شوي تار د غالۍ په تولید کې کارول کیږي. د وري وړۍ هم په طبیعي ډول د ریښو رنګونو سره رنګ کیږي. د دوه ګونی اوبدلو غالۍ لپاره غوره رنګونه روښانه تیاره نیلي، تیاره سور او سپین دي. په ندرت سره، شین او ژیړ رنګونه هم کارول کیږي. د غالۍ اندازه، چې په پیل کې په کوچنیو اندازو کې تولید شوې وه، د شدید تقاضا له امله تر ۴ مربع مترو پورې لوړه شوې.