پاکستان : د نوامبر د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د هیواد نه د ناقانونه کډوالو شړولو ته ژمن یو
پاکستان اعلان وکړ چې د نوامبر د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د هیواد نه د ټولو ناقانونه بهرنیانو د ویستو په اړه خپلې پریکړې ته ژمن دي، خو د قانوني کډوالو کوربه توب ته به دوام ورکړي.
پاکستان اعلان وکړ چې د نوامبر د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د هیواد نه د ټولو ناقانونه بهرنیانو د ویستو په اړه خپلې پریکړې ته ژمن دي، خو د قانوني کډوالو کوربه توب ته به دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ په پلازمېنه اسلام اباد کې په اونیزه خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې. هغې وویل چې
"پاکستان به د قانوني کډوالو کوربه توب ته دوام ورکړي. "د اخراج پلان یوازې د غیرقانوني مهاجرینو لپاره دی."
بلوڅ دې ته اشاره وکړه چې په افغانستان کې وضعیت ارام شوی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې افغان کډوالو په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه شي او اوس ستنیدو لپاره مناسب چاپېریال هم رامنځته شوی .
بلوڅ ویلي، چې د اسلام اباد پرېکړه افغان کډوال او یا کوم بل قوم په نښه کول ندي.
بلوڅ ټینګار وکړ چې د حکومت پرېکړه د ناقانونه کډوالو پر ضد ده او ویې ویل چې په دې اړه له افغان حکومت سره خبرې روانې دي.
بلوڅ په هند کې د کرکټ نړیوال جام ته په اشارې سره د نوي ډیلي له ادارې وغوښتل چې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې امنیت تامین کړي.
بالوچ وویل چې هند د پاکستاني رسنیو غړو او اتباعو ته ویزې نه دي ورکړي چې غوښتل یې میچونه تعقیب کړي ، سره له دې چې غوښتنلیک یې ډیر دمخه شوی و ، او نوی ډیلي باید د کریکټ نړیوال جام کې د پاکستاني نندارچیانو د ګډون مخه ونه نیسي.