ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا پوهیږۍ چې مصطفی کمال اتاترک چې د خپل ژوند ۳۰ کاله یې د یو عسکر په توګه تیر کړي‌ او دنده يي ترسره کړې ، خو سولې ته ډیر زیات اهمیت ورکولو؟

2029342
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

 ایا پوهیږۍ چې مصطفی کمال اتاترک چې د خپل ژوند ۳۰ کاله یې د یو عسکر په توګه تیر کړي‌ او دنده يي ترسره کړې ، خو سولې ته ډیر زیات اهمیت ورکولو؟

د مصطفی کمال اتاترک لپاره چې په دولس کلنۍ کې یې خپل پوځي ژوند پیل کړی، په څلورو سترو جنګونو کې ګډون کړی او جګړه يي کړې  او د مارشالۍ  رتبې ته رسیدلی دی باید جګړه یوه حیاتي‌ او اړینه مسئله وای ، خو داسې نوه. هغه به تل ویل ، تر کومه چې د یو ملت ژوند او راتلوونکی په خطر کې نوي‌ ، جګړه ستر جنایت دی. د مصطفی کمال اتاترک هغه مشهور شعار چې ویلي‌ دي‌ " په کور کې سوله، په نړۍ کې سوله." دا یوه تصادفي شعار او کلمه نه ده. د "په کور کې سوله، په نړۍ کې سوله" اصول د انساني مینې او د انسانیت د لوی پوهاوي پر بنسټ ولاړ دي. د اتاترک دا شعار ، چې یو ستر بشرپال و، د تورکیې جمهوریت په اساسي اصول بدل شوی. د اتاترک دا اصول او شعار له یوې خوا، د هیواد په دننه کې سوله، هوساینه، په خوندیتوب کې ژوند کول تضمینوي‌ ، له بلې خوا، په ټوله نړۍ کې سولې او ثبات ته زمینه برابروي.

 ځکه یوه ناروغي چې د نړۍ په هر ځای کې پیښه شي‌  کیدای شي  چې هرچا ته يي  زیان ورسیږی. له همدې امله ملتونه د نورو ملتونو د ستونزو په وړاندې بې تفاوته نشي پاتې کیدای.

"په کور کې سوله، په نړۍ کې سوله" شعار یا کلمه هم د دې تګلارې پایله ده چې "جګړه یو جنایت دی ، پرته لدې چې دا لازمي وي." مصطفی کمال اتاترک په  خپل ژوند کې  د سولې ترټولو لوی نسل رامینځته کړی چې د همدې امله په ۱۹۳۴ میلادي‌ کال کې  کې د یونان د لومړي وزیر وینزیلوس لخوا د نوبل د سولې جایزې لپاره نوماند وټاکل شو.



اړوند خبرونه