ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

2024283
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا پوهیږۍ  (مستې ) چې نن سبا په ټوله نړۍ کې په ډیره مینه سره خوړل کیږي لومړی ترکانو لخوا جوړې  شوي‌ دي ؟

مستې، چې د شیدو د  تومنه  کولو له لارې ترلاسه کیږي، د تورکانو  یو له مهمو خوړو څخه  دي. یوګورت، یا مستې  چې فکر کیږي د منځنۍ آسیا د ترکانو لخوا د لومړي ځل لپاره جوړ شوي او بیا  نورې نړۍ ته خپرې شوي‌ دي‌، په نورو ژبو کې د "یوګورت" په نوم یادیږي. مستې د تورکانو په پخلنځي‌ کې هم تر ټولو ډیر استفاده کیږي.

ویل کیږي‌ په منځنی اسیا کې چې د هوا تودوخې درجه تر ۴۰ درجو پورې رسیږي‌ د شپونکیو لخوا لشل شوي‌ شیدې په دیګ کې تورې شوې وې او یو مستو ته ورته یو ډول شکل يي‌نیولی وو. خلکو چې کلکه کله څکلې وې پدې تودې هوا کې ډیرې ښې لګیدلې وې او ددینه وروسته بیا په کلاره کلاره د شیدو نه د مستو په جوړولو پيل شوی وو.

د مستو جوړولو تخنیکونه هغه وخت رامینځته شول کله چې د دې خواږه خواړو ګټې ولیدل شوې. په لومړیو ورځو کې، مستې د څارویو په پوستکي، لرګیو یا د خاورو لوښو کې جوړ او ساتل کیدل . وروسته د مستو  نه د شومړو په جوړولو پيل وشو.

نړۍ ته د مستو خپرېدل د منځنۍ اسیا څخه  لوېدیځ او سویل ته د کوچي‌ ټولنو له مهاجرت سره پیلېږي. د مستو سره د اروپایانو اشنایي بیا  ، لکه څنګه چې د فرانسې د طب په تاریخ کې یادونه شوې، په  ۱۷ مه پیړۍ کې شوې ده. د ویلو ده چې اروپا د مستو سره د تورکانو له برکته اشنا شوي‌ دي.  د فرانسې د وخت پاچا، فرانسوا I، د کولمو سختې ناروغۍ  باندې اخته کیږي‌ او په هیڅډول يي تداوي‌ نه کیږي. د پاچا مور د عثماني امپراتور سلطان سلیمان څخه  د یو ډاکټر غوښتنه کوي‌.  عثماني‌ امپراتورۍ مشهور پاچا سلطان سلیمان یو ډاکټر د هغه د درمنلې په موخه فرانسې ته استوي. ډاکټر له ځان سره د وزې له شیدو جوړ شوی مستې فرانسې ته وړي‌ او هلته يي ، پاچا ته د دوا په نیت ورکوي‌ او پاچا روغیږي‌. په هرصورت مستې د شلمې پیړۍ په پیل کې په ټوله نړۍ کې شهرت پیدا کوي. د نوبل جایزې ګټونکی د پاستور انسټیټیوټ روسی باکتریالوژیست ډاکټر  میچنیکوف وايي چې مستې په کولمو کې د خراب باکتریاو په د لمنځه وړولو  له امله  ژوند اوږدوي. د دې د روغتیا ګټو لپاره لیوالتیا او تقاضا لومړی په اروپا کې ، بیا په امریکا او ټوله نړۍ کې د مستو خپریدو ګړندی کوي. مهاتما ګاندي هم په خپل کتاب "د رژیم اصلاح" کې د مستۍ ګټو او فوایدو نه یادونه کړې ده .



اړوند خبرونه