ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

ایا  تاسې پوهیږۍ  چې د تورکیې د تورې بحیرې په ساحل کې ۸۰ میلیونه کلن یو  خارق العاده طبیعي اثر شتون لري؟

2020846
ایا تاسې پدې پوهیدلۍ

 

ایا  تاسې پوهیږۍ  چې د تورکیې د تورې بحیرې په ساحل کې ۸۰ میلیونه کلن یو  خارق العاده طبیعي اثر شتون لري؟

د تورکیې یو له بې ساري طبیعي ښکلاګانو څخه د تور سمندر په سیمه کې د ګوزیلجا هیسار لاوا ستونونه دي . د دې خارق العاده طبعي‌ اثر تاریخ چې د بارټین ولایت په پولو کې موقعیت لري ، ۸۰ میلیونه کلونو ته رسیږي. همداشان دا خارق العاده اثر د  "لاوا" یا "بیسالټ" او "ستون" یا "راک" په نامه هم یادیږي.

د بارټین د ګوزلجا هیسار  کلي کې د لاوا کالمونه یا ستونونه  یو خارق العاده  جوړښت دی چې په طبیعت کې خورا نادر دی او د اور شیندنې په پایله کې راڅرګند شوی. د لاوا ستنونونه ، چې د اور شیندنې  څخه د شیندل شوو اورونو یا لاوا د یخیدو  او کریسټال کیدو په پایله کې رامینځته شوی، د نړۍ په ډیرو لږو ځایونو کې لیدل کیدی شي. د ترکیې سربیره، په شمالي ایرلنډ، سکاټلینډ، آیسلینډ، جاپان، مکسیکو، روسیه، سویلي کوریا، ویتنام، هسپانیه او امریکا کې د لاوا کالمونه د نړۍ یو له خورا ارزښتناکو او خوندي طبیعي میراثونو څخه دي. د ګوزل جا هیسار د لاوا  کالمونه یا ستونونه ، چې د نړۍ د نورو مثالونو څخه د خپل عمودی او افقي جوړښت سره توپیر لري، خورا ستاینه کوي. د شاوخوا ۱۵ هکتارو ساحه، چیرې چې کالمونه موقعیت لري، په ۲۰۱۷ کال  کې د طبیعي زیرمو ارزښتونو له امله د طبیعي یادګار په توګه د ساتنې لاندې ونیول شو.

ګوزل جا هیسار ، چیرې چې د لاوا کالمونه موقعیت لري، د سمندر په غاړه یو کوچنی ښار دی چې د طبیعي ښکلا يي لاس ندی خوړلی . ګوزل جا هیسار، یو لږ پیژندل شوی استوګنځی چیرې چې شنه او نیلي سره یو ځای کیږي، د لیدلو وړ دی، د لاوا کالمونو سربیره، د تاریخي جوړښتونو، محلي جوړښت، تختو، پراخو ځنګلونو او روښانه سمندر سره هم  دا سیمه مشهوره ده.



اړوند خبرونه