د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د تورې بحیرې د سیمې د ډول مشهور خوړو ( موخلمه ) په اړه چې پدې سیمه کې ځانګړی شهرت لري‌ معلومات درکوو.

2006501
د تورکیې د جغرافیه راجستر شوي‌ توکي

 

پدې خپرونه کې تاسې ته د تورکیې د تورې بحیرې د سیمې د ډول مشهور خوړو ( موخلمه ) په اړه چې پدې سیمه کې ځانګړی شهرت لري‌ معلومات درکوو.

د ریزې ښار چې د تورکیې د تور سمندرګي په ساحل کې موقعیت لري او د طبیعي ښکلا او د چای تولید سره مشهور دی، د خپل محلي خواړو سره د سیمې د خوړو کلتور ته یو بل رنګ ورکوي. د ریزې ولایت ډیر مشهور خواړه لري‌ خو تر ټولو مشهور يي بیا موخلمه دی چې ددې ولایت سربیره په نورو سیمو کې هم خورا مینه وال لري. مخلمه په ۲۰۲۱ کال کې  د ریزې ولایت  د سوداګرۍ او صنایعو خونې په غوښتنه او وړاندیز د تورکیې له جغرافیایي پلوه راجستر شوي محصولاتو په لست کې شامله شوه.

راځۍ چې وګورو چې د ریزې ولایت دا مشهور خواړه مخلمه د کومو موادو نه جوړیږي.

د مخلمې د پخولو لپاره لازم مواد :  

کولوت یا کاتیچ پنیر، زیړغوړي ، د جوارو اوړه، مالګه او اوبه

مخلمه  چې د ډیرو اوږدو کلونو راهیسې  د ودونو په خواړو کې شامله ده، په سیمه کې د صبا نهاري‌ یا سهار چای  یو د مهمو او اړینو خوړو څخه ده.

راځۍ چې وګورو چې مخلمه څه ډول پخیږي .

د مخلمې پخول هم ډیره اسانه او ساده دي‌ او هم خپل ځانګړی مهارت غواړي.

لومړی یوه مسي کړايي په اور ایښودل کیږي‌ او زیړ غوړي‌ پکې اچول کیږي. کله چې غوړي‌ سره شول بیا د جوارو وړه او مالګه پکې اچول کیږي. کله چې د جوارو وړه پدې غوړو کې ښه سره شول بیا پکې جوش شوي‌  اوبه اچول کیږي. د اوبو د اچولو پر مهال لړل کیږی‌ تر څو غوټه نشي.

کله چې وړو د فریني‌ شکل وینو بیا پکې د مخکې نه ټوټه شوی د کولوت پنیر اچول کیږي. له پلوه  د لرګي‌ په څمڅۍ لړل کیږي.وروسته ورپسې اور ښه ډیریږي‌‌ او د ۲۰ نه تر ۳۰ ثانیو پورې په لوړ اور پخیږي.

د یادولو وړ ده چې مخلمه توده خوړل کیږي. مخکې له دې چې سړه شي‌ باید وخوړل شي.



اړوند خبرونه