د تورکیې په جغرافیه کې راجستر شوي توکي
پدې خپرونه کې تاسې ته د ایدرنې ولایت د میوې خوشبو صابون په اړه لنډ معلومات درکوو.
د میوې خوشبوی صابون چې د ۱۷ پیړۍ راهیسې په عثماني امپراتورۍ کې د مشک، امبر او ګلاب د اوبو په مخلوطولو سره جوړیږي ، په ۲۰۱۹ کال کې د ایدرنې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د غوښتنلیک په اساس د تورکیې په جغرافیه کې ثبت شوو محصولاتو په لست کې شامل شو. د ویلو ده دا چې په اوایلو کې به د "ایدرنې د میوې خوشبو صابون " لپاره تر ټولو ډیر فرمایش د عثماني ماڼۍ لخوا ورکول کیده او په ټولیداتو کې به لومړیتوب د ماڼۍ فرمایشونو ته ورکول کیده د همدې امله په تاریخي سرچینو کې دا صابون د "ماڼۍ صابون" یا "سلطان صابون" په توګه ثتب شوی دی دی. د ویلو ده دا صابون چې د میوو د اصلي شکل په څیر جوړیږي په تولید کې د مشک، امبر ، ګلاب اوبه او میوو نه استفاده کیږي.
د صابون مواد چې کله جوړ شي بیا د یوې ورځې لپاره وچولو ته پریښودل کیږي او بیا ورته د میوو شکل ورکول کیږي. دا ټول کار په لاس کیږي او د ماشین نه پکې استفاده نه کیږي.
همداشان ددې صابونونو نه د کورونو د سینګار په برخه کې هم استفاده کیږي. د همدې امله دا صابون د اصلي میوې په شان د جوړولو په خاطر ورته د میوې د زړي ، پاڼو او نورو جزیاتو ته هم جدي پاملرنه کیږي او د ټولو جزیاتو سره جوړیږي.
د ویلو ده چې دا صابون د جوړولو نه وروسته د ۳ نه تر ۵ ورځو پورې وچولو ته پریښودل کیږي . همداشان صابون د میوې په څیر د عینې رنګ په خاطر د خوړو د ځانګړي رنګ نه پکې استفاده کیږي. همداشان کله چې صابون رنګ شي او بیا وچي د وروستي کار په توګه ورته جلا ورکول کیږي تر څو ډیر ښه وځلیږي.
کله چې صابون په کامله توګه وچ شي بیا په ځانګړو کاغذي بستو کې بسته بندې کیږي.
د ویلو ده چې د ایدرنې د میوې خوشبو صابون د لمدیدو پرته د لسو نه تر ۱۵ کلونو پورې نه خرابیږي بسته بندي کیږي.
دا صابون د لسو نه تر ۱۵ کلونو پورې د لومړۍ ورځې په څیر جلا دار پاتې کیږي.