دین او ټولنه

93809
دین او ټولنه

دین او ټولنه
د دین او ټولنه د خپرونو د لړۍ په ننۍ خپرونه کې د مذهب په مسلې بحث کوو.
لکه څرنګه چې پوهیږۍ د هر دین د رانازلیدو نه وروسته بعضې نورې نظریې هم پیدا کیږي او خپل موجودیت ته دوام ورکوي. ددې نظریو نه بیا بعضې د دین د لا قوي کولو او بډاینې سرچینه کرځي او بعضې بیا په ټولنه کې ستونزو او نفاق ته لار اواروي.
مذهب په لغت کې لارې او طریقې ته وايي او به اصطلاح کې بیا علمي رایو او نظریاتو ته وايي. همداشان په اسلامي شریعت کې مذهب د قرانکریم او احادیثو په تشریع ، بیان او توضیح کې او همدارنګه د اجتهادي اصولو کې د لوړ فهم او ادراک والا علماو رایو او نظریاتو ته وايي. مذهب د دین او ایمان د اساساتو او عملي حکومونو بیان او تشریع ته وايي. د ویلو ده چې د مذهب کلمه ډیر زیات تعریفونه لري .
د اسلام په تاریخ کې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د مړینې نه وروسته مذاهب رامنځته شول. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دوران کې د مسلمانانو ترمنځه هیڅ کوم اختلاف د نظر شتون نه درلود. همداشان ټولو مسلمانانو نه به خپلې ستونزې پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړاندې کولې او هغه به حلولې . د بله پلوه ویل کیږي د رسول الله صلی الله په دوران کې هم د شرعي مسایلو د بیان په موخه یو ډله اصحاب کرام په دنده ګمارلي وو. بعضې علما وايي چې دا ډله ۱۴ تنه وه او ځیني نور بیا ددې شمیره لوړه بولي.
د یادولو وړ ده چې د مذهب په رامنځته کولو کې تر ټولو مهم رول قوي فکرونو او نظریاتو او وروسته ددې نظریاتو خوریدل او د یوې کیتلې لخوا منل ډیر مهم رول لوبوي. همداشان هغه مذاهب او نظریې چې سټه يي قوي نوه او یواځې د یوې وړې ډلې لخوا ترینه پلوي کیده په ډیره لنډه موده کې د تاریخي د پانې پاک شوي دي .
د هر څه مښکې دا باید ووایو چې مذهب کوم دین ندی بلکې د دین د مهمو مسلو ، حکمونو او ځانګړتیاوو تشریع او بیانوونکی دی. مذاهبو خلکو ته د اسلام د دین په احکامو ، اوامر او نهي لا ښه رڼا اچولې ده . په لنډه ټوګه یعنې د ستونزو لپاره يي د قران او احادیثو په رڼا کې د حل لار موندلې ده .
د ویلو ده چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د وفات نه وروسته صحابه کرام د اسلام مبارک دین د دعوت او جهاد لپاره د نړۍ په ګوډ ګوډ کې خواره شول او د نړۍ ګوډ ګوډ ته د اسلام مبارک او سپڅلی دین ورسو. د ویلو ده چې پدې وخت کې دین د نړۍ مختلفو قومونو او مختلفو لسانونو خاوندو خلکو ته ورسول شو.
همداشان په کومه اندازه چې دین خوریده په همدې اندازه ستونزې هم ډیریدې . پدې وخت کې به اصحابو کرامو د هغه اصحابو کرامو په واسطه فتواوې ورکولې چې د علم ، پوهې، درک او فهم او اجتهاد قوه يي قوي او لوړه وه. همداشان په هغه وخت کې ددې اصحابو کرامو د شمیرې په اړه هم اختلافات شتون لري . ځیني علما وايي چې ددې اصحابو کرامو شمیره تر زرو تنو لوړه وه خو ځیني نور بیا وايي چې نه ددې اصحابو کرامو شمیره چې د فهم، ادارک، پوهې او علم او اجتهاد قوه يی لوړه وه یواځې ۷ تنه وو چې . لکه عمر بن الخطاب، علي بن ابي طالب، عبدالله بن مسعود، ام المومنین حضرت عایشه رضی علیه عنه، زید بن ثابت، عبدالله بن عباس او عبدالله بن عمر رض . همداشان په هغه وخت کې ددې اصحابو کرامو نظریاتو ته به هم مذهب ویل کیده . لکه د عایشه رضی الله عنها مذهب، عبدالله بن عمر مذهب او داسې نور.
د اسلام په مبارک دین کې د مذاهبو ترمنځه اختلافات په دریو ډلو د ویشلو وړ دي لکه اعتقادي، عملي او سیاسي.
همداشان لکه څرنګه چې مو د خپرونې په پيل کې هم یادونه وکړه چې د مذاهبو د رامنځته کیدو مسله ډیر زیات لاملونه لري.
د مذاهبو د رامنځته کیدو د لاملونو نه او فکتورونو نه په لاندې ډول یادونه کولی شو.
لومړی: د دیني متنونو ځانګړتیاوې. د ویلو ده د اسلام د مبارک دین اساس او اصلي سرچینې قران کریم او د پیغمبر ص احادیث سره ددې چې په عمومي ډول په ژباړه او فهم کې کومه ستونزه نشته خو جزیات يي ډیر ښکاره ندي . په همدې مسلو کې اختلافاتو د یو نه د زیاتو مذهبونو رامنځته کولو ته لار پرانیستې ده .
دویم : داخلي اختلافات وو چې د مسلمانانو ترمنځه يي خلک په فرقه فرقو ویشلی دي.
دریم : سیاسي لاملونه. د مذاهبو نامتو تاریخ پوه شهرستاني ویلي دي چې د اسلام په مبارک دین کې د داخلي ستونزو تر ټولو لویه ستونزه د خلافت ستونزه وه چې د خلافت په مسلې د مسلمانانو ترمنځه جدي اختلافات پیدا شوي وو او حتا د یو بل پسې تورې راویستلي دي .
څلورم: د اصلیت او نصب مسله ده . سره ددې چې د اصلیت او نصب د مسلو ریښې ډیرې تاریخي دي او حتا د جاهیلیت دورو ته غځیږي او د اسلام د مبارک دین د ظهور په دوره کې د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لخوا دا مسله له منځه وړ شوې وه او فرمایلي وو چې یو مسلمانان په بل مسلمانان برتریت او لوړوالی نه مګر په تقوا سره خو کله چې د اسلام ستر پیغبر وفات شو دې مسلې یو ځل بیا رنګ پیدا کړ. د همدې امله د مسلمانانو ترمنځه هم جدي اختلافات پیدا شول.
پنځم : سوسیوکولتوري لاملونه . د یادولو وړ ده د حضرت پیغبر صلی الله علیه وسلم د دورې نه چې د اسلام د مبارک دین په خپریدو او نشر پیل وشو دې مسلې په چټکه توګه په یهودي، مسیحیت او ماجوسي دینونو اغیزې وکړې او د نوموړو ادیانو یو زیات شمیر پلویانو د اسلام په مبارک دین ایمان راوړه او اسلامیت يي قبول کړ. همداشان د تاریخ په اوږد کې د مختلفو وسیلو سره د اسلام مبارک دین ډیرې پراخې سیمې ته لمن وغوځیده. ډله ډله خلکو د اسلام مبارک دین ته مخه وکړه . پدې وخت کې هم د نورو دینونو لارویانو بعضو به په ډیره اسانه توګه اسلام ته مخه کوله او بعضو نورو به د یوې اوږدې مودې نه وروسته د اسلام دین ته مخه کوله. دې کسانو به په خپلو پخوانیو عقیدو، رسم او رواجونو او عرف او عاداتو ډير ټینګار کولو او د اسلام د منلو سره سره به په خپل عرف او عاداتو هم ټینګ ولاړ وو چې دې مسلې ستونزې پیدا کولې.
د ویلو ده چې د اسلام د مبارک دین اساس توحید جوړوي. د همدې امله د اسلام د مبارک دین ټول لارویان باید یو موټي وي. پدې مسلې په قرانکریم کې هم ټینګار شوی دی چې د دین یووالي ته زیان مه رسوئ او په فرقو فرقو ځانونه مه ویشئ. د بله پلوه انسان فطرتآ په یو شان فکر کوونکی بشر ندی. د انسانانو په منځ کې اختلاف د نظر یوه نورماله خبره ده خو دا اختلافات د نظر باید پدې کچه نوي چې دین نه زیان ورسوي او یا هم د اسلامي ټولنې اتفاق او اتحاد خراب کړي. که چیرې هر وخت اختلافات د نظر دې کچې ته ورسیدل چې دین او اسلامي ټولنې ته زیان ورسوي پدې وخت کې د ګټو نه زیان ډیریږي ، بې لاري او عصیان ترینه جوړیږي.
د ویلو ده لکه څرنګه چې مې د خپرونې په پیل کې هم وویل چې پیغمبر ص د وفات نه وروسته اکثره ستوتزو په اړه فتواګانې به یواځې لوړ ادارک او فهم خاوندانو اصحابو کرامو لخوا ورکول کیدې.
پدې موده کې یو زیات شمیر نورو قوي قوي کسان وروزل شول او د پوهاوي کچه هم لوړه شوه . همداشان وروسته د شرعي علومو عالمان او استادان ډیر زیات شول . ددې عالمانو د زیاتیدو سره د دیني مسایلو په استنباط کې هم مداخلې پيل شوې او اسلامي امت په منځ کې جدي اختلافات پیدا کړل. همداشان ددې اختلافات د لمنځه وړو په خاطر پخپله الله تبارک و تعالی په خپل فضل او کرم سره او د دین د حفاظت په خاطر څلور د لوړ اداراک او فهم خاوندان عالمان رامنځته کړل چې د قران او احادیثو په رڼا کې به يي په ډیر احتیاط سره ګام پورته کولو او مسایل به يي ترتیبول.
همداشان دا څلورو کسانو څلور فقهې او مذاهب رامنځته کړل.
د امام ابوحنیفه مذهب.
د امام مالکی مذهب .
د امام شافعي مذهب.
او د امام حنبلي مذهب .
مذاهب په څلور برخو د ویشل کیدو تر ټولو ستر لامل ددې اختلافات د لمنځه وړل وو.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه