د دوست غږ

80955
د دوست غږ




يو شمېر تاريخپوهان پدې اند دي چې جمال پاشا د افغانستان لپاره د تركيې د لومړني سفير په توګه ټاكل شوى دى. خو كه چېرې د جمال پاشا شخصيت، سياسي موقف او لوړ پوړې نظامي دندې ته وكتل شي دا امكان نه لري چې نوموړى دې د تركي مقاماتو لخوا افغانستان ته د سفير په توګه ولېږل شي. ځكه چې جمال پاشا د عثماني امپراتورۍ د وروستي حكومت د دريو تنو لوړپوړو او كليدي چارواكو نه يو تن وو چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پرمهال يې د امپراتورۍ واګي په لاس كې ول. نوموړي د لومړي وزير طلعت پاشا او د كورنيو چارو د وزير انور پاشا سره په ګډه ټول جګړه ايز سياستونه تر لاس لاندې لرل. د دفاع د وزير او د منځني ختيځ د جبهاتو د عمومي قوماندان په توګه جمال پاشا په سيمه او نړۍ كې د ځانګړي شهرت خاوند نظامي چارواكى و.
د لومړۍ نړيوالې جګړې د پاى او د عثماني امپراتورۍ د نسكورېدو نه وروسته جمال پاشا هم لكه د نورو لوړپوړو دولتي كدرونو په څېر د مبارزې نه لاس وانخيست او په ځانګړې توګه په منځنۍ آسيا او د هند په شبه جزيره كې د مسلمان ملت د بېدارولو دنده پر غاړه واخيستله. د پلان له مخې په منځنۍ آسيا كې په لومړي ګام كې د بريتانوي هند د حكومت د منافعو په وړاندې سياسي مبارزه او په وروستي ګام كې د نوې نظامي جهبې پرانيستل وو.
افغانستان ته د جمال پاشا تګ د نوموړي د شخصي ادارې زېږنده دى. ددې سفر اصلي موخه د انګلستان په وړاندې د افغانستان د نوي جوړ شوي حكومت سره مرسته او د افغانانو بيداري وه. د همدې امله جمال پاشا د اوسني تركمنستان له هېواد د افغانستان شمال لوديځې سيمې ته راغى او د څو ورځني ستونزمن سفر نه وروسته كابل ته را ورسېد. جمال پاشا د خپلې لارې پر سر د يو زيات شمېر كليو او بانډو نه هم ليدنه وكړه چې د خلكو د تود هركلي سره مخامخ شو. نوموړي د قومي مشرانو سره په ليدنه كې د نوموړو د بېدارۍ او سياسي شعور د لوړوالي په موخه هلې ځلې وكړې. د جمال پاشا د سفر يو تن تركي افسر د خپلو خاطرو په كتاب كې د افغانانو د مېلمه پالنې نه يادونه كړې ده. په ورته ډول د عثماني تركيې په وړاندې د نوموړو اخلاص او نېك نيت د جمال پاشا كاروان ډېر خوښ كړى وو.
احمد جمال پاشا ته په كابل كې د شاه امان الله خان او نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو لخوا د شانداره مراسمو په ترڅ كې هركلى وويل شو. پدې اساس ويلاى شو چې جمال پاشا كابل ته د تركيې د سفير په توګه نه بلكې ددې هېواد د يو لوړ پوړي دولتي چارواكي په صفت راغلى وو. شاه امان الله خان جمال پاشا ته ځانګړى احترام درلود. نوموړى يې د شاهي ماڼۍ په دربار كې مېلمه كړ. پدې لړ كې جمال پاشا د شان امان الله سره د نظامي مشاور په توګه دنده اجرا كړه. د افغانستان د اوردو د افسرانو د روزنې او همداراز د عامه نظم د منسوبينو د څانګې پرانيستل چې اوسمهال د پوليسو د اكاډيمۍ په توګه خدمت كوي د جمال پاشا د ابتكاراتو نه شمېرل كيږي. افغانستان پر جمال پاشا ډېر ګران وو. همداراز هغه د شاه د ځانګړو دوستانو د جملې نه وو. په كابل او جلال آباد كې يې د شاه امان الله سره يو ځاى څو مياشتې تېرې كړې او د يو زيات شمېر هېوادونو د استازو سره يې ليدنه وكړه. جمال پاشا د افغانستان د پرمختګ او افغان ملت د بيدارۍ په برخه كې د هېڅ ډول هلو ځلو نه په شا نشو. نوموړي په افغانستان كې د څو مياشتو اقامت نه وروسته په اناتوليا كې د استقلال په جګړه كې د برخې اخيستلو په موخه د تركيې پر لور روان شو. د عثماني امپراتورۍ دا مهم شخصيت د ګرجستان د هېواد په پلازمېنه تيلفيس كې د ۱۹۲۲ كال د جولاى د مياشتې په ۲۲ نېټه د دوو تنو ارمنيانو لخوا ترور شو. د يو لړ اسنادو او شواهدو له مخې داسې ويل كيږي چې د نوموړي وژنه د بلشويكي روسيې د نوي ټاكل شوي مشر ستالين په امر شوې ده. ځكه چې ستالين په منځنۍ آسيا كې د عثماني تركيې د چارواكو د فعاليت نه ناراحته وو. ستالين د منځنۍ آسيا د مسلمانانو د ديني او وطني احساساتو د راپارېدلو نه په وېره كې وو.

سياسي شنونكي پدې اند چې جمال پاشا په افغانستان كې د خپل اوږمهالو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره هلې ځلې كولې. دا هغه اهداف وو چې نور ملګري يې د منځنۍ آسيا په سيمه كې د تحقق لپاره كوښښ كولو. په بل عبارت، د عثماني تركيې لوړپوړو دولتي چارواكو په آسيا كې د هېوادونو ترمېنځ د سرحدونو د په نظر كې نيولو نه پرته د اسلامي بيدارۍ دنده پر غاړه اخيستې وه. د دوى اصلي موخه د تركيې او نورو هېوادونو ترمېنځ د ډيپلوماټيكي اړيكو ټينګښت نه وو. دوي د سياسي مبلغينو په توګه د عثماني امپراتورۍ د پخواني ميراث د بيرته ژوندي كولو لپاره كار كولو. دوى د تركي – اسلامي سنتيز پر بنسټ ولاړ د نوي دولت د رامنځته كولو خوب ليدلى وو. دا هغه سنتيز وو چې نور په اناتوليا كې د تطبيق وړ نه وو. د همدې امله د جمال پاشا او د اتاترك په مشرۍ د استقلال د جګړې د چارواكو ترمېنځ د راتلونكي نوي نظام د څرنګوالي پر سر د نظر اختلاف موجود وو.
احمد جمال پاشا او نورو چارواكو كوښښ وكړ چې د نړيوالې جګړې پرمهال خپل اشتباهات جبران كړي او بيا په پښو ودريږي. خو د سيمې او نړۍ سياسي حالاتو بدلون موندلى وو. عثماني خلافت نسكور او پر ځاى يې د تركيې نوى جمهوريت تاسيس شوى وو. په اصل كې ددې جمهوريت د شتوالي فلسفه د عثماني تركيې نه د انكار پر سياست ولاړه وه. د همدې امله د جمال پاشا په څېر شخصيتونو ته په نوې تركيه كې ځاى نه وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه