د ترکیې او نړۍ اجندا

78059
د ترکیې او نړۍ اجندا

د ترکیې او نړۍ اجندا
د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د روان کال د مې په ۲۴ مه نیټه د جرمني د کولن د یو یو ورځني سفر په ترڅ کې لیدنه وکړه. د لومړي وزیر اردوغان دې سفر دوه مهمې اجنداګانې درلودې. لومړی په اروپا کې د ترک ډیموکراټانو د ټولنې د لسمې کلیزې پروګرام او دویم په جرمنې کې د میشتو ترکانو سره لیدنه او هغوې ته وینا کول وو.
د ویلو ده چې په کولن کې بعضو ډلو د لومړي وزیر اردوغان او ددې سفر پر خلاف مظاهره وکړه .
د ترکیې د یلدرم بایزید د پوهنتون د نړۍوالو اړیکو د څانګې یو تن پروفیسور رمضان ګورین دمسلې اړوند ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
د ترکیې او جرمني ترمنځه اړیکې تش په نامه نړۍوالې اړیکې ندي ځکه چې په نوموړي هیواد کې څه باندې درې میلیونه تنه ترکان ژوند کوي او په ترکیه کې هم شاوخوا ۸۰ زره تنه د جرمني وګړي میشت دي.
د دواړو هیوادونو ترمنځه جدي بشري، ټولنیزې، اقتصادي، سواګریزې،تاریخي، ستراتیژیک او علمي اړیکې شتون لري. دواړه هیوادونه په یو زیات شمیر برخو کې د یو بل پورې تړلي دي . د همدې مسلې له امله او متقابل تړاو په پایله کې دواړه هیوادونه د یو بل په کورنۍ استقرار او رفاح کې د اغیزو خاوندان دي.
همدا مسله د دواړو خواوو ترمنځه کله نا کله سیاسي رقابت او بحرانونو ته هم لار پرانیزي.
د لومړي وزیر اردوغان وروستي سفر د همدې مسلو له امله هم ځانګړې اهمیت درلود. د یادولو وړ ده چې یو څه موده کیږي چې د جرمني بعضې سیاستوال او خبري اژانسونه د ګیزي پارک د مسلې اړوند په لومړي وزیر اردوغان او هغه په ګوند سختې نیوکې کوي. همداشان د جرمني ولسمشر ګواک د انقرې د لیدنې پر مهال په خپله وینا کې په ترکیه کې په حکومت او ډیموکراسۍ سختې نیوکې وکړې. همداشان په بعضو ادعاګانو کې ویل شوي دي چې د جرمني یو شمیر سازمانونه په ترکیه کې په اکثرو پیښو کې لاس لري.
همداشان کولن ته اردوغان د جرمني نیوکو ته د ځواب ورکولو اهیمت درلود. لومړي وزیر اردوغان په کولن کې په زرګونو تنو ترکانو ته په خطاب کې په وینا کې د جرمني هیواد مداخلې په کلکه توګه وغندلې. لومړي وزیر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه هغه پخوانۍ ترکیه نده . اوسمهال د هیواد په دننه او بهر کې کبرجن اکټوران ترکیه ګواښلی نشي. هیڅوک د ترکیې د ګواښلو او یا هم ترکیې ته د نصیحت کولو حق او توان نلري. لومړي وزیر اردوغان ددې جملو سره په اصل کې د ګیزي پارک، سوما د ډبرو سکرو په کان کې د پیښې او استانبول د مظاهرو نه د کورنیو او بهرنیو ملاتړ کوونکو کړیو ته په ښکاره توګه اخطار ورکړ.
د ویلو ده په جرمني کې د ترکیې په نفوذ باید سترګې پټې نشي. په نوموړي هیواد کې د میتشو ترکي ټولنو استقرار د جرمني استقرار دی. همداشان په جرمني کې د میشتو ترکانو اداره د چا خبره یو اندازه د ترکیې د حکومت په لاس کې ده . د همدې امله د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل په لومړي وزیر اردوغان د اعتدال غوښتنه کړې وه. لومړي وزیر اردوغان د مرکل د غوښتنې ته د درناوي په خاطر په خپله وینا کې ډیر مهم او مثبت پیغامونه ورکړل. لومړي وزیر اردوغان په خپله وینا کې د داسو جملو د کارولو نه چې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکو ته او یا هم د جرمني استقرار ته زیان ورسوي ډډه وکړه .
لومړي وزیر اردوغان په راتلونکې کې د ترکیې او جرمني ترمنځه د متقابلو همکاریو نه یادونه وکړه . لومړي وزیر اردوغان وویل چې پرته د ترکیې اروپايي ټولنه په کامله توګه استقرار نشي ترلاسه کولی. لومړي وزیر اردوغان په ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب په اهیمت ټینګار وکړ. لومړي وزیر اردوغان په جرمني کې په میشتو ترکانو غږ وکړ چې په جرمني کې د هر څه سره د سازګارۍ په خاطر باید په ډيره ښه توګه الماني ژبه زده کړي خو ددې په شرط کې خپله مورنۍ ژبه او کولتور هیر نکړي.
لومړي وزیر اردوغان په وینا کې د مدنیتونو ترمنځه د همکارۍ نه هم یادونه وکړه.
اردوغان په اروپا کې د اسلام فوبي، بهرنیانو سره د دښمنۍ ، توکمپالنې او افراطیت د ګواښونو نه هم یادونه وکړه .
همداشان لومړي وزیر اردوغان په اروپايي ټولنې هم سختې نیوکې وکړې. لومړي وزیر اردوغان په ځانګړې توګه د مصر په مسله کې د اروپايي ټولنې او لویدیځې نړۍ په چلند او دریځ سخته نیوکه وکړه . لومړي وزیر اردوغان د اورپا او لویدیځې نړۍ د دوه مخې سیاست نه په یادونې سره وویل چې جرمني او اروپايي ټولنه په ترکیې او نورو هیوادونو د دیموکراسۍ په مسله کې نیوکې کوي خو د مصر په مسله کې چې په ښکاره توګه پکې دیموکراسي د خپلو لاندې شوه او کودتا وشوه چپتیا غوره کړه. د مصر په کودتاچي نظام يي سترګې پټې کړې . په مصر کې د سیسي کودتاچي رژیم چې د اسماء په څیر یو زیات شمیر پیلغې انجونې او په سلګونو تنه ځوانان په قتل ورسول سترګې پټې کړې.
د ویلو ده سره ددې چې د ترکیې او جرمني ترمنځه اړیکې کومې کلاسیکي او د پرمختللي او وروسته پاتې هیواد په څیر کومې اړیکې ندي ځکه چې نن ورځ دواړه خواوې په هره برخه کې سره د مساوي ځواک او طاقت نه برښمند دي.
همداشان دا هم باید ومنل شي چې ترکیه او جرمني د یو بل نه نه بیلیدونکي دوه هیوادونه دي. خو ددې دوو هیوادونو ترمنځه دا اړیکې باید د متقابل درناوي، مساواتو، ښه چلند او مینې محبت سره لا قوي کړی شي.
زما په اند ددې تر ټولو ښه لار په اروپايي ټولنه کې ترکیې ته پوره غړیتوب ورکول دي. پدې لاره کې باید جدي ګامونه پورته شي . دم ګړۍ د بعضو سیاسي موخو له امله دا بهیر یو اندازه په کلاره دی خو لږ تر لږه دیته باید اجازه ورنکړی شي چې ترکیه د اروپا نه لرې شي.
لکه څرنګه چې ۷ کاله وړاندې د مدنیتونو ترمنځه د اتفاق او ډیالوګ او پرته د ترکیې اروپا اروپا نده په څیر ادعاګانو شتون درلود یو ځل بیا باید رامنځته شي.
دا مسله یواځې د اروپا او جرمني لپاره نه بلکې د اردوغان او د هغه د حکومت لپاره هم مهمه ده .
د ترکیې حکومت باید د اروپايي ټولنې سره د روانو مذاکراتو د بهیر د ګړندیتوب په خاطر لا زیاتې هلې ځلې وکړي.
د یادولو وړ ده چې نړۍوالې اړیکې هم په ټولنه کې د وګړو ترمنځه د اړیکو په څیر دي. کله چې په ټولنه کې خلک د یو بل سره په هر اندازه نږدې کیږي په همدې اندازه ستونزې هم ډیریږي . همداشان د ترکیي او جرمني اړیکې هم په همدې شان دي. خو دا ټولې ستونزې او کړکیچونه تل پاتې ندي او د حل لارې لري.
نن ورځ هم ترکیه او هم جرمني هیواد ددې ستونزو د حل په خاطر قوي مشران او ارادې خاوندان هیوادونه دي . کافي ده چې یو بل ته درناوی ولري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه