د عثمانی امپراتورۍ په لاس د استانبول د فتحې ۵۶۱تمه كليزه

76274
د عثمانی امپراتورۍ په لاس د استانبول د فتحې ۵۶۱تمه كليزه



هغه كسان چې غواړي جهاني امپراتوري جوړه كړي لوى فكرونه او قوي ارادې لري. د عثماني امپراتورۍ پياوړى او نامتو پادشاه سلطان محمد ثاني لا ۲۱ كلن وو چې پر تخت كېناست. سلطان لا په ماشومتوب كې د يو مقتدر حكمران وړتيا او پوهه لرله. د همدې امله په يې تل ويل چې `` يا زه استانبول فتحه كوم او يا استانبول ما ...``
سلطان محمد ثاني هغه شخصيت وو چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص د قسطنطنيې د فتحې زيرى يې د خپلې اوردو سره پوره كړ. كه څه هم د نوموړي نېكه سلطان يلدرم بايزيد په ۱۳۹۰ ميلادي كال كې ښار محاصره كړى وو خو ويې نشو كولاى چې استانبول فتحه كړي. دا وياړ د سلطان احمد خان په نصيب شو.
استانبول چې زرګونه كاله تاريخ لري د اروپا او آسيا د لويو وچو د تقاطع په نقطه كې پروت دى.
استانبول چې د تاريخ په اوږدو كې يې د متقدرو پادشاهانو او امپراتورانو د خيال په زړه پورې ټاټوبى پاتې شوى دى ټولو لږ تر لږه د استانبول د حاكميت خوبونه ليدل. د ميلادي نه دمخه په ۳۴۰تم كال كې د مقدوني سكندر پلار فيليپ د استانبول د نيولو هيله درلودله. ددې ښار د نيولو په لار كې يې ډېرې ستونزې وګاللې. د ښار د نيولو نه دمخه يې پوره ۲۹ ځله محاصره كړى وو چې په دېرشم ځل يې په نيولو بريالى شو.
هر هغه حكمران چې دا ښار نيولى دى د خپل كلتور او تمدن نښې يې هم پرې ايښي دي. ددې ښار د ښكلا او رنګونو نه ډكه هره لاره او كوڅه د پخوانيو مدنيتونو د ځواك او برم كيسه كوي. پدې ښار كې د تاريخ په اوږدو كې د بېلابېلو دينونو او توكمونو خاوند انسانان څنګ پر څنګ اوسېدلي دي.
د استانبول د جيو ستراتيژيك موقعيت ته په كتلو سره څرګنديږي چې ددې ښار حاكم پادشاه كولاى شي چې په اسانۍ سره د اروپا، آسيا او افريقا د لويو وچو په هېوادونو باندې خپل حاكميت ټينګ كړي. ددې امله ددې ښار پادشاهانو د نړۍ تاريخ ته بدلون وركړى دى.
استانبول د ۳۳۰ ميلادي كال راهيسې په مسلسل ډول د روم او بيزانس د امپراتوريو پلازمېنه پاتې شوي دي. دا امپراتورۍ د خپل وخت تر ټولو پياوړي او شمتن دولتونه پاتې شوي دي.
د عثماني امپراتورۍ پادشاه سلطان محمد ثاني چې په ۱۴۵۱ كال كې پر تخت كيناست د كم عمر سره سره داسې روزل شوى وو چې ددې ښار په اړه يې ټول تاريخ حقيقتونه درك كړي او د جيو ستراتيژيك په اهميت باندې يې پوه وو. ددې ځوان سلطان يواځنى هدف ددې ښار فتح كول وو.
عثماني دولت چې د استانبول د فتحې نه شاوخوا ۱۵۰ كاله وړاندې په ۱۲۹۹ ميلادي كال كې جوړ شوى وو د يو لړ كورنيو ستونزو او ناخوالو سره سره پدې توانېدلې وو چې د خپل حاكميت لمنه پراخه كړى او ځواكمن مركزي دولت جوړ كړي. كه څه هم د سلطان محمد نېكونو د اروپا په ختيځ كې د بالكان په سيمو كې خپله توره صليبي ځواكونو ته ښودلې وه او د پام وړ برياليتوبونه يې ترلاسه كړي ول خو د سلطان محمد ثاني اهداف بيا بل ډول ول. هغه د جهاني امپراتورۍ خيالونه په سر كې درلودل. هغه غوښتل چې د عثماني دولت نه امپراتوري جوړه او بيا په ټول جهان حاكميت وكړي.
د سلطان محمد د خيالونو په وړاندې تر ټولو لوى خنډ د ختيځ روم د امپراتورۍ په لاس كې د استانبول ښار وو. استانبول هغه مهال د نړۍ د مهمو او لويو ښارونو په كتار كې ځاى درلود. دا ښار د ختيځ روم د امپراتورۍ پلازمېنه وه. استانبول د سوداګرۍ او كلتوري راكړې وركړې د تقاطع په مركز كې پروت وو. سربېره پر دې د اورتودوكس د مذهب مركزي كليسا هم په همدې ښار كې وه.
سلطان محمد ثاني لا ۲۱ كلن وو چې پر تخت كېناست. د لويديځو دولتونو ټول مشران پدې اند ول چې سلطان محمد ځوان او بې تجربې دى. حتى د عثماني دولت ځيني وزيران هم پدې اند وول چې محمد د سلطنت پر تخت د كېناستلو وړتيا نه لري. ددې ټولو سره سره محمد ثاني د استانبول د فتحې د پلانونو نه په شا نشو. ددې لپاره يې په تياريو پيل وكړ.
په لومړي ګام كې يې د استانبول د ښار نه بهر د مرمرې د بحيرې په سواحلو كې پر غونډيو باندې كلا ګانې جوړې كړې تر ټول څو ښار ته د كيښتو د ترانسپورټ مخه ونيسي. په ورته ډول په راتلونكې كې د استانبول د محاصرې پرمهال له اروپايي هېوادونو ته ښار د نظامي مرستو او ځواكونو راتګ كنترول كړي. د مرمرې د بحيرې په سواحلو كې يې بحري ځواكونه ځاى پر ځاى كړل تر څو د ښار نه بهر د اروپايي ځواكونو سره مخامخ جګړه وكړي.
د بله پلوه يې د استانبول د ښار نه بهر د لويو كندو په كيندلو پيل وكړ. تر څو د ښار د محاصر پر مهال د ختيځ روم د امپراتورۍ د سرتېرو د تېښتې مخنيوى وكړي.
ددې ټولو تياريو د نيولو نه وروسته يې د بيزانس امپراتور ته يو استازى ولېږلو او د نوموړي نه يې غوښتنه وكړه چې ښار ورته تسليم كړي. د امپراتور د منفي ځواب نه سمدستي وروسته يې د ۱۴۵۳ كال د اپرېل د مياشتې په شپږمه نېټه محاصره كړه. اروپايي عيسوي ځواكونو چې كله د استانبول د محاصرې خبر واورېد د بحري ځواكونو سره يې د استانبول پر لور حركت وكړ. دا ځواكونه د استانبول د خليج په سيمه كې د عثماني بحري ځواكونو سره مخامخ شول او استانبول ښار ته د رسېدلو پرته تارومار شول. د بله پلوه د بيزانس امپراتور د استانبول د ښار بحري لارې په ځنځيرونو تړلې وې او د عثماني دولت كيښتيو ته يې اجازه ونكړه چې د بحر له لارې ښار ته ننوځي. ددې په وړاندې سلطان محمد پليو ځواكونو ته امر وكړ چې د استانبول د ښار كلا د توپونو په ډزو باندې وولي. د بيزانس امپراتور چې حالات يې تر كنترول وتلي وول وړانديز وكړ چې د محاصرې د پاى ته رسولو په صورت كې په د ماليې وركولو ته راضي شي. خو سلطان احمد خان دا وړانديزونه رد كړل.
د څو ورځو محاصرې نه وروسته بلاخره د ۱۴۵۳ ميلادي كال د مې د مياشتې په ۲۹تمه نېته سلطان محمد ثاني استانبول فتحه كړ او د بيزانس د امپراتور ماڼۍ ته ننوت. ددې نېټې نه وروسته سلطان محمد ثاني يواځې سلطان نه بلكه فاتح سلطان محمد ثاني شو.
فاتح سلطان محمد ثاني د بيزانس د امپراتورۍ د پلازمېنې د نيولو نه وروسته د ښار اوسېدونكو سره نېك چلند غوره كړ. د نوموړو ديني مراسم يې آزاد كړل او د خپلې كليسا د مشر ټاكنې ته يې اجازه وركړه. په ښار كې د مسلمانانو او عيسويانو ترمېنځ د روغې جوړې لپاره يې خپلې ماڼۍ ته د عيسوي كليسا راهب را وغوښت او مېلمه يې كړ. همداراز د يوناني عيسويانو سربېره يې د يهوانو او ارمني عيسويانو سره هم نېك چلند وكړ.
د استانبول فتحې د نړۍ په تاريخ كې لوى بدلون راوست. د ختيځ روم يا بيزانس پياوړې امپراتورۍ ته چې يې پدې ښار او نورو سيمو باندې ۱۰۵۸ كاله حكمراني كړې وه د پاى ټكى كېښود. عثماني دولت په عثماني امپراتورۍ بدل شو. استانبول هم د عثماني امپراتورۍ لومړى پلازمېنه شوه.
ددې بري سره عثماني امپراتورۍ د نړۍ د نورو مسلمانانو په زړونو كې هم ځاى وموند. د لوديځوالو لخوا ورته د خپلو دولتونو په وړاندې د لوى ګواښ په سترګه وكتل شول.
ددې نېټې نه وروسته په اروپا كې د رنسانس او رېفورمېشن غورځنګونه پيل شول. تركانو د ورېښمو د سوداګرۍ پر لارو باندې خپل كنترول نور هم پياوړى كړ.
په پايله كې د فاتح سلطان محمد ثاني په لاس د استانبول فتحې د نړۍ په تاريخ كې يوه نوې پاڼه پرانيستله.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه