د ترکیې او نړۍ اجندا

69087
د ترکیې او نړۍ اجندا

د ترکیې او نړۍ اجندا
ترکیه د جمهوریت په تاریخ کې د ۱۲ ولسمشر د ټاکلو په موخه د ټاکنو په درشل کې قرار لري . د ویلو ده چې دا ځل په ترکیه کې د ولسمشر ټاکل د تیرو ځلونو په پرتله توپیر لري. د بیلګې په توګه پداسې حال کې چې د ترکیې ۱۱ م ولسمشر په ملي شورا کې د خلکو د استازو لخوا ټاکل شوی وو دا ځل یعنې ۱۲ ولسمشر بیا د خلکو لخوا ټاکل کیږي. په ترکیه کې یو څه موده وړاندې په اساسي قانون کې د تعدیل او ټولپوښتنې نه وروسته د بې عدالتیو د مخنیوي په خاطر د ولسمشر ټاکل خلکو ته وسپارل شول. د ویلو ده چې په تیرو ټاکنو کې بعضې ضد ډیموکراسي مداخلې شوې وې چې حکومت ددې مداخلو د مخنیوي په خاطر دا درندو مسولیت پخپله د ترکیې خلکو ته وسپاره. د بیلګې په توګه په ۲۰۰۷ کال کې د ۱۱ م ولسمشر د ټاکلو پر مهال یو نورم شتون درلود چې له مخې هر هغه څوک چې د ولسمشرۍ لپاره نوماند کیدو باید لږ تر لږه په ملي شورا ۳۶۷ رایې ترلاسه کړي وی چې په اصل کې دې مسلې د هیواد په اساسي قانون کې شون نه درلود. 

دې مسلې هم په هیواد کې او هم په ملي شورا کې جدې ستونزو ته لار اواره کړې وه . د ۳۶۷ رایو له امله د ولسمشر د ټاکل کیدو بهیر د پام وړ ستونزمند شوی وو. د همدې نه وروسته حکومت پریکړه وکړه چې ددېنه وروسته دې ولسمشر پخپله د خلکو لخوا وټاکل شي او په اساسي قانون کې تعدیلات راوستل او ټولپوښتنه يي ترسره کړه چې د خلکو لخوا ومنل شوه . د همدې امله دا پریکړه د لومړي ځل لپاره عملي کیږي. ددینه وروسته د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو ترمنځه سیالي کیږي. هر نوماند د ولسمشرۍ لپاره د ټاکل کیدو لپاره باید ۵۰ جمع یو رایې ترلاسه کړي . او که چیرې په لومړني پړاو کې هیڅکوم نوماند دا نصاب پوره نکړ ټاکنې دویم پړاو ته ځي او په دویم پړاو کې هر چا چې زیاتې رایې ترلاسه کړې د ولسمشر په توګه ټاکل کیږي.
په ترکیه کې د روان میلادي کال د اګست په لسمه نیټه د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنی پړاو ترسره کیږي. همداشان دویم پړاو بیا د اګست په ۲۴ نیټه ترسره کیږي.
د ویلو ده دا چې په ترکیه کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د چا ترمنځه سیالي وشي دا لا معلومه نده ځکه چې تر اوسه پورې هیچا په رسمي توګه خپله نوماندي نده اعلان کړې.
د هیواد د ټاکنو عالي شورا پریکړه کړې چې د ولسمشرۍ نوماندان باید د جولای تر ۳ نیټې خپله نوماندي رسمآ اعلان او ځان رسمآ ثبت کړي. دم ګړۍ په ترکیه کې ټول سیاسي ګوندونو د خپلو نوماندانو د معلومولو په درشل کې دي. ټول ددې په انتظار دي چې کوم سیاسي ګوند به څوک نوماند وټاکي. که چیرې حالاتو ته د نږدې نه وګورو داسې ښکاري چې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نوماند لومړی وزیر رجب طیب اردوغان وي خو دویم داسې کوم نوماند دم ګړۍ شتون نلري.
موږ په خپله ننۍ خپرونه کې د ترکیې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځانګړتیاوو او اړخونو په اړه لنډ بحث کوو.

لومړی باید د ټاکنو په اهمیت او ارزښت بحث وکړو.
لکه څرنګه چې د ولسمشر د نوم نه ښکار ده د ولس مشر باید د ولس لخوا وټاکل شي. د ولسمشر د ټاکل کیدو تر ټولو ښه او ډیموکراتیکه لاره پخپله د خلکو لخوا د ولسمشر ټاکل دي. سره ددې چې په ترکیه کې پارلماني نظام حاکم دی او ریاستي نظام شتون نه لري خو د خلکو لخوا د ولسمشر د ټاکل کیدو په مسله کې پارلماني نظام ته کوم زیان نه رسیږي. کیدای شي چې اوس هم د هیواد په اساسي قانون او نورو قوانینو کې ځیي تشې شتون ولري چې د وخت په تیریدو سره به دا هم ډکې شي.
حتا ددې احتمال هم لری ندی چې نوی ولسمشر د خپل ټولو صلاحیتونو سره وټاکل شي . کیدای شي چې پدې اړه هم په اساسي قانون کې تعدیلات راوستل شي.
د بله پلوه په مستقیم ډول سره د خلکو لخوا د ولسمشر ټاکل په هیواد کې د ډیموکراسۍ د قوي کیدو یوه ښه بیلګه ده ځکه هر هغه ولسمشر چې د خلکو په رایو وټاکل شي هغه په سیاست کې د خلکو ته لا زیاته پاملرنه کوي . نن ورځ د امریکا په څیر په هیوادونو کې چې د ریاستي نظام خاوندان دي ددې مسلې مثبتې اغیزې لیدل کیږي. هر هغه ولسمشر چې د خلکو او د اکثریت د رای په اساس وټاکل شي لا زیات په ځان متکي وي او لا زیات د مسولیتونو احساس کوي.
د بله پلوه په ترکیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د بهیر په اړه بحثونه یو بل ښکلی اړخ هم لري چې هغه هم په ملکي یو بهیر کې د نوماندانو په اړه بحث کول دي . نن ورځ په ترکیه کې ټول سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې او سازمانونه د یو ملکي ولسمشر په ټاکل کیدو ټینګار کوي. که چیرې دا مسله د پخوانۍ ترکیې سره مقایسه کړو نو په اصل کې دا په هیواد کې د یو لوی انقلاب راوستل دي .
په ترکیه کې دا ځل د ولسمشر د ټاکل کیدو بله مهمه او د نورو دورو سره په توپیر کې مسله داده چې تر اوسه پورې د ولسمشرۍ لپاره کوم نوماند معلوم ندی . خو په هیواد کې د روانو خبرو اترو، تبصرو او ارزونو له مخې د نوماندانو تخمین کول ډیره ګرانه خبره نده .
د ویلو ده چې د عدالت او پراخیتا واکمن ګوند سره ددې چې خپل نوماند رسمآ ندی اعلان کړی خو په لوی احتمال سره چې د ولسمشرۍ لپاره نوماند لومړی وزیر رجب طیب اردوغان وي.


خو د مخالفو ګوندونو د نوماندانو په اړه کوم غوڅ دریځ او پلان شتون نلري. د هیواد درېو مخالفو ګوندونو لکه جمهوریت خلق، ملیت پالو غورځنګ او د حق او ډیموکراسۍ ګوندونو خپل نوماندان ندي اعلان کړي او حتا پدې اړه غوڅه کومه پریکړه هم نده شوې.
همداشان دا هم معلومه نده چې د یادو شوو ګوندونو مشران خپله ځانونونه کاندیدوي او که نور څوک . بعضې کسان ادعا کوي چې په پام کې ده هر ګوند خپل مشر نوماند کړي. خو تر اوسه پورې ټول مخالف ګوندونه په یو هر اړخیز او د ټولو د خوښې په یو تن خبرې کوي. داسې ښکاري چې د جمهوریت خلق او ملیت پالو غورځنګ ګوندونه یو ګډ نوماند وړاندې کړي.
خو دلته هم ډیرې پوښتنې شتون لري چې ایا دا نوماند به څوک او د کوم ګوند پلوي وي؟ ایا ملیت پالو غورځنګ یا سوسیال ډیموکراټ ګوندونه به داسې یو نوماند پیدا کړي چې دواړه پرې تفاهم وکړي؟ ایا دا کس به د څه ډول ځانګړتیاوو خاوند وي ؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې ځواب ورته لټول کیږي.
د بله پلوه د ولسمشر ټاکل یواځې د یو شخص ټاکل ندي بلکې دا مسله د هیواد د راتلونکې پورې اړوند مسله ده . یعنې د هیواد راتلونکی مشر ټاکل کیږي.
د ولسمشرد موقف په اساس ولسمشر باید یو داسې کس وي چې د هیواد ملي یووالي، ارضي تمامیت، هویت او د طاقت او قوت استازیتوب وکړي او نورو ته يي انعکاس کړي. یعنې د ترکیې ولسمشر پخپله د ترکیې سربیره د سیمې له پلوه هم ځانګړې اهمیت لري. په ترکیه کې باید یو داسې کس د ولسمشر په توګه وټاکل شي چې د سیمې ثبات او امنیت په مسله کې هم رول ولري. یو ډیر ښه فعاله او اکټور وي. د همدې امله د ترکیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ولسمشر لږ تر لږه باید پنځوس جمعه یو رایې ترلاسه کړي . خو زما په اند دا هم کافي ندي . یو داسې کس باید وټاکل شي چې ددې سره سره هویت يي ، فکر او دریځ يي په نړۍ کې ښه انعکاس وکړي.
یو داسې کس وی چې هیواد کورني او بهرني سیاست سره ښه اشنايي ولري او د پوره تجربې او علم خاوند وي، د سیمې او نړۍ په اړه کافي معلومات ولري، د نړۍ او سیمه کې د پوره ملاتړ نه برښمند وي او د ټولو په ګټه وي. همداشان ددې تر څنګ قوي سیاسي شخصیت وي.
د ویلو ده چې تر ټولو مهمه مسله دا ده چې د روان کال د اګست د لسمي نیټې د ولسمشرۍ ټاکنې په ډیرې ښې او سوله ییزې فضا کې تیرې شي. دا هم حقیقت دی چې د ټاکنو په بهیر کې هر ګوند او هر سازمان د خپل نظر د بیان حق لري خو په سوله ییزه توګه . هیڅوک باید پدې بهیر کې د چوکاټ نه بهر او د کورنیو او بهرنیو دښمنانو او مداخلو په لمسون کې رانشي ځکه چې دا ډیرې بدې پایلې لري. همداشان په ۲۰۰۷ کال کې د ولسمشر د ټاکل کیدو او پدې بهیر کې د ۳۶۷ اساس بدې اغیزې باید هیرې نشي.
د یادولو وړ ده چې د ټولو ډیموکراتیکو هیوادونو په څیر په ترکیه کې هم په ډیره سوله ییزه فضا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کیدو پر وړاندې هیڅ ډول کوم خڼډ شتون نلري.
د ویلو ده چې د ترکیې نوی ولسمشر به په هیواد کې د نوي دورې پيل وي. همداشان داسې ښکاري چې په هیواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته دوره ډیره د حرکت نه ډکه وي. همداشان د ترکیې په کورني او بهرني سیاست کې به ډیر مهمې پیښې او پرمختګونه رامنځته شي.
همداشان د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته په ۲۰۱۵ کال کې په هیواد کې پارلماني ټاکنې کیږي. په راتلونکو دورو کې به د هیواد په بهرني سیاست کې د سوریې او عراق په څیر د مهمو ستونزو سربیره د ارمني ستونزه هم یو ځل بیا اجندا مصروفه کړي. همداشان د اروپايي ټولنې د غړیتوب بهیر ، اقتصادي استقرار او دیموکراتیکو اصلاحاتو مسله به په لومړیتوبونو کې ځای ولري. د همدې امله ترکیه یو ډیر قوي ولسمشر ته چې ددې تولو مسلو د درندو بار نه بهر شی اړتیا لري.

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه