دین او ټولنه

64883
دین او ټولنه

د دین او ټولنه د خپرونو د لړۍ په ننۍ خپرونه کې د حج د فضلیت او په ټولنه کې د ګټو په اړه بحث کوو. لکه څرنګه چې پوهیږۍ په ټولو اسماني دینونو کې حج شتون لري .
د اسلام د مبارک د اساساتو ، فرایضو او شرطونو نه یو هم حج بیت الله شریف دی. د یادولو وړ ده چې د حج فریضه په ټولو اسماني دینونو کې شتون لري . سره ددې چې په نورو دینونو کې د حج نه په نور نومونو یادونه کیږي خو د حج د ادا کولو په خاطر بیا د ټولو لباسونه سره شباهت لري. د حج نه اصلي موخه د سپیڅلو مکانونو او سیمو زیات او پدې سیمو کې ځانګړي عبادات پرځای کول دي . که چیرې دې مسلې د سوسیولوژۍ له پلوه وګورو ټول سپیڅلي مکانونه او سیمې د یوې ټولنې د دیني ژوند مرکز او د انسان ژوند ته اړخ ورکولو او ځانګړې معنا ورکولو سیمې دي.
د ویلو ده چې پدې سیمو کې انسان معنوي عالم سره په اړیکو کې د نورو سیمو په پرتله یو ځانګړې احساس کوي او ځان بیا خپل رب ته لا نږدې بولي. ځکه چې پدې سپیڅلو سیمو کې د دنیا د عالم سره د انسان اړیکې شلول کیږي او بنده الله ته لا زیات ځان نږدې احساسوي. د الله په حضور کې ځان احساسوي.
د ویلو ده چې د اسلام په مبارک دین کې د حج فریضه د حضرت ابراهیم علیه السلام دورې پورې غځیږي. حضرت ابراهیم خلیل الله د کعبې شریفې د پخواني بڼسټ د پاسه یو ځل بیا کعبې شریفه جوړوي. وروسته الله تبارک و تعالی هغوی ته د کعبې په طواف کولو، د قربانۍ په کولو او ګناهونو د پاکۍ او تقوا ته د رسیدو په خاطر انسانان حج ته د رابللو امر کوي.


د الله تبارک و تعالی ددې امر نه وروسته هر کال مسلمانان کعبې شریفې ته راځي او د حج مراسم پر ځای کوي. د ویلو ده چې د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال په عرفات او مزدلفه کې د یو معین وخت لپاره پاتې کیدل او د قربانۍ کول د حج د عبادت د مهمو ځانګړتیاوو نه یادیږي.
حج فریضه الله تبارک و تعالی په مسلمانانو د هجري قمري کال د ذولحجې په میاشت کې د ادا کولو امر کړی دی . د حج عبادت په کال کې یو ځل پرځای کیږي. همداشان د حج عبادت باید لکه څرنګه چې د اسلام په مبارک دین کې ښودل شوی دی ادا کړی شي. حج په ځانګړي وخت کې چې ښودل شوی دی ادا کیږي. د حج په عبادت کې هم د نورو عباداتو په څیر د اشتهاد سره کومه کموالی او زیاتوالی نشتو راوستی . د حج عبادت ترقیمات تر ورځې په همدې شان پر ځای کیږي.
د حج عبادت د سمبولیک اړخ سره یو ډیر قوي عبادت دی. د ویلو ده چې د حج د فریضې په ادا کولو کې طواف، د صفا او مروې د تپې ترمنځه تګ راتګ، په عرفات کې د یو معین وخت لپاره پاتې کیدل او شیطان په کاڼو ویشتلو په څیر دا ټول سمبولیکې دندې دي. د ویلو ده چې د حج او عمرې ادا کول انسان د معنوي پلوه پاکوي. د حج مراسم په دنیا کې انسان ته د محشر ورځ په یادوي. د حج په مراسمو کې ترسره کیدونکی هر عبادت ځانګړې معنا او انسان ته ځانګړې پیغام ورکوي.
د بیلګې په توګه د کعبې شریفې طواف، د حجر الاسود سره مینه ، د صفا او مروې د تپې ترمنځه تګ راتګ، په عرفات کې انتظار، په مزدلفه کې د کاڼو ټولول او د قربانۍ کول انسان ته ځانګړي پيغامونه ورکوي.
د ویلو ده چې دا ټول نه هم فردي او هم ټولنیز پیغامونه لري. د حج د عبادت سره د یو پلو نه د الله او بنده ترمنځه اړیکې قوي کیږي او د حکمت له پلوه د روحې ارامتیا او ټولنیزې همغږۍ په برخه کې ځانګړې اهمیت لري. د فزیکي عباداتو لکه لمونځ او روژې سره د انسان نفس تربیه کیږي او د مالي عباداتو لکه زکات ، فطر ، صدقې او قربانۍ په څیر د ټولنیزې همکارۍ په برخه کې هم ځانګړې اهمیت لري. عبادات هر یو جلا جلا د ټولنیزو ارزښتونو له پلوه ځانګړې اهمیت لري .
په لنده توګه باید ووایو چې د حج فریضه د نړۍ د څلورو ګوډونو مسلمانان سره راټولوي او ټول په یو میدان کې د محشر د میدان په څیر د الله حضور ته راټولوي. د حج په مراسمو کې د نړۍ د بیلابیلو ژبو، رنګونو، توکمونو ، ملتونو، بډایه ، فقیر او بیلابیلو هیوادونو وګړي د یوې موخې او یو هدف چې د الله رضا حاصلول دي په یو ځای کې سره راټولوي. د ټولو ته دا احساس چې ټول مسلمانان سره وروره دي ورکوي. ټول مسلمانان د یووالي ادراک کوي. همداشان د حج مراسم د مسلمانانو ترمنځه د اړیکو د جوړولو په خاطر یو ډیر ښه فرصت دی. د حج پدې لنډه موده کې مسلمانان د یو بل د حال او احوال نه خبریږي او د نړۍ د هر ګوډ نه د خپلو ورورنو د لیدو فرصت ترلاسه کوي. د حج په مراسمو کې د مسلمانانو ترمنځه داسې د دوستۍ اړیکې جوړیږي چې په ټول ژوند کې هیرول ناممکنه خبره ده .
د یادولو وړ ده چې حج ددې سربیره د نړۍوالې سولې او ثبات په برخه کې هم ځانګړې رول لوبوي . پدې مراسمو کې مسلمانان د یو بل سره پیژندګلوي پيدا کوي او په خپلو منځونو کې خپل نظریات سره شریکوي. خپل ستونزو ته په ګډه د حل لار پیدا کوي.
په لنډه توګه باید ووایو چې د حج د فریضه د الله تبارک وتعالی په وحدانیت ، په ملاییکو ، په پیغمبرانو او د اخرت په ورځ ایمان اساسات قوي کوي. د بله پلوه مسلمانانو ته تقوا، صبر، مینه ، محبت، ورورولي، فداکاري، سخاوت او اخلاقي ښایستونه ورپه برخه کوي.
حج هم د عقیدې، هم د عبادت او هم د اخلاقي پلوه مسلمانانو ته درس ورکوي.
نن ورځ ډیری خلک د ټولو د عباداتو یواځې یو اړخ ته ګوري خو لکه څرنګه چې مو وویل هر عبادت د فردي ګټو سربیره معنوي ګټې او ټولنیز مثبت پیغامونه لري. تر کومه چې موږ د خپلو عباداتو په ټوله معنا پوه نشو او د عباداتو هر اړخ ته په کامله توګه پاملرنه ونکړو او لکه څرنګه چې ویل شوي دي پدې شان پرې عمل ونکړو موږ خپلو موخو ته نشو رسیدلی . د ټولو عباداتو نه یواځنۍ موخه د الله تبارک و تعالی د رضا حاصلول دي . د همدې امله وايو هر عبادت چې کوو باید د هغه ټول اړخونه وسنجو. نورو ته پکې زیان نه ورسو. د بیلګې په توګه د حج عبادت فرض دی خو د حلالو پیسو سره . زکات فرض دی خو د حلالو پیسو سره . د نوم او په ټولنه کې د شهرت او ریا په موخه عبادت په عبادت کې نه شمیرل کیږي. د مثال په توګه که چیرې یو سړ غلا وکړي او پدې پیسو بیا حج ته لاړ او یا زکات ورکړي ایا دا عبادت قبلیږي ! هیڅکه هم نه. دا ځکه چې لومړی موږ د نورو حق ته لاس اوږد کړ او د بل چا په حق مو تیری وکړ او دویم دا چې د الله تبارک د تعالی د لارښونه او اوامرو سرغړونه مو وکړه. ټولنې ته مو زیان ورسو. د ټولنې امنیت مو د ګواښ سره مخامخ کړ د ګټې پر ځای مو ډیر زیان واړو.
د همدې امله وایو چې د هر عبادت هم فردي او هم ټولنیزې ګټې لري چې ټولو ابعادو ته يی باید متوجه شو.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه