د ترك او افغان د نړۍ نه

63813
د ترك او افغان د نړۍ نه

په تركيه كې د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمېشنرۍ او تركي چارواكو د شمېرو له مخې شاوخوا ۲۰ زره افغان كډوال د تركيې په بېلابېلو ښارونو اوسيږي. ددې كډوالو يوه برخه په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمېشنرۍ سره ثبت ده. يوه زياته برخه يې بيا په غير قانوني ډول د هېواد په لرې پرتو سيمو كې د ژوند د سختو شرايطو په ګاللو سره د وېرې شپې سبا كوي. كه څه هم شاوخوا لس كاله وړاندې په تركيه كې د افغان ناقانونه كډوالو شمېره ډېره كمه وه خو له يوې خوا په افغانستان كې د سياسي ناخوالو او له بله پلوه د ګاونډيو هېوادونو سياستونو افغانان دې ته اړ كړل چې اروپايي هېوادونو ته د تګ لپاره د تركيې لار غوره كړي.

په تركيه كې د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمېشنرۍ او تركي چارواكو د شمېرو له مخې شاوخوا ۲۰ زره افغان كډوال د تركيې په بېلابېلو ښارونو اوسيږي. ددې كډوالو يوه برخه په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د كډوالو د عالي كمېشنرۍ سره ثبت ده. په تېره خپرونه كې مو يادونه كړې وه د تركيې په ګوډ ګوډ كې مېشتو ناقانونه افغان كډوالو په انقره كې د ملګرو ملتونو عالي كمېشنرۍ د ودانۍ مخې ته راغلل او په اعتصاب يې لاس پورې كړ. په سيمه كې راټول شوي افغان كډوال وايي چې د تېر يو نيم كال راهيسې غوښتنليكونو ته هېڅ ډول ځواب ندى موندلى. د بله پلوه د تركيې امنيتي چارواكي هم پرې فشار راولي تر څو يا د ملګرو ملتونو نه د كډوالۍ اسناد ترلاسه كړي او يا هم افغانستان ته ستانه شي.

كه څه هم په تېره اونۍ كې مو د ملګرو ملتونو د چارواكو سره پدې اړه د مركې كولو هڅه وكړه خو مسولو مقاماتو يې د څه ويلو نه ډډه وكړه. د تېر جمعې په ورځ په انقره كې د كمېشنرۍ په وړاندې د لاريون پرمهال تركي امنيتي ځواكونه سيمې ته راغلل او يو شمېر كډوال يې ونيول. عيني شاهدانو څرګنده كړه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون افغان كډوال د پوليسو لخوا يوړول شول. د وروستيو معلوماتو له مخې د پوليسو لخوا نيول شوي كسان بېرته خپلو ښارونو ته لېږدول شوي دي.

افغان كډوالو چې د ملګرو ملتونو د عالي كمېشنرۍ نه تش لاس ستانه شول دا ځل يې په انقره كې د افغانستان د سفارت د ودانۍ په وړاندې مظاهره وكړه. د تېرې دوشنبې په ورځ شاوخوا ۵۰ تنو كډوالو د افغان سفارت په وړاندې د تركي او افغاني مقاماتو په وړاندې شعارونه وركړل. دوى د افغان حكومت د چارواكو نه په كلكه غوښتنه وكړه چې ستونزو ته يې پاملرنه وكړي. ددې سره سره تر اوسه پورې ددې كډوالو ستونزې ندي آوارې شوي. اوس هم لسګونه كسان يې په انقره كې د ملګرو ملتونو د عالي كمېشنرۍ مخې ته د امېد شپې سبا كوي. دوى په كلكه د اړوندو چارواكو نه غوښتنه كوي چې ددوى د ماشومانو د راتلونكې په اړه تصميم ونيسي.

دا پداسې حال كې ده چې د افغانستان په ګډون د سيمې په هېوادونو كې د انسانانو د قاچاق سوداګري د هرې ورځې په تېرېدو سره پراختيا مومي. هره ورځ په لسګونو ځوانان د يو زيات شمېر لګښتونو په بدل كې اروپايي هېوادونو ته د وړلو په بهانه غولول كيږي. دا ځوانان او حتى ښځې او ماشومان د تركيې له لارې د يونان ټاپوزمو ته د رسېدو په هيله د مرګ د خطر سره مخامخ كيږي. د تركيې د سرحدي ځواكونو د شمېرو له مخې يواځې په ۲۰۱۳ كال كې تر ۵۰۰ تنو نه زيات ناقانونه كډوال د اژې په بحيره كې ډوب شوي دي.

د ۲۰۱۳ كال د اكتوبر په مياشت كې تركي لوړپوړو چارواكو د اروپايي ټولنې د هېوادونو سره د رفع ويزې تړون لاسليك كړ. ددې تړون د احكامو له مخې تركيه بايد هغه ناقانونه كډوال بېرته ومني چې د تركيې د خاورې له لارې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته ننوځي. دا پدې معنى ده چې تر دې وروسته هغه ناقانونه كډوال چې د تركيې له لارې يونان ته ځي، يوناني چارواكي كولاى شي چې بېرته يې تركيې ته وسپاري. د تركيې امنيتي ځواكونو له يوې خوا په هېواد كې د سوري كډوالو لخوا د رامنځته شو ستونزو او د بله پلوه د اروپايي ټولنې د فشارونو له امله د بهرنيو كډوالو په وړاندې راډيكال سياست غوره كړى دى. ځكه چېرې كه چېرې تركيه په راتلونكو دريو كلونو كې اروپايي هېوادونو ته د كډوالو د تګ مخه ونه نيسي نو د تركي اتباعو لپاره د اروپايي ټولنې د هېوادونو د رفع ويزې چارې به هم عملي نشي. هره ورځ د تركيې په بېلابېلو ښارونو كې په لسګونو ناقانونه كډوال نيول كيږي. دا كډوال چې په بند كې ساتل كيږي وروسته يې كورنيو ته خبر وركول كيږي تر څو د الوتكې د ټكټ لګښتونه يې ورته راوليږي. تر هغه پورې چې كورنيو يې د الوتكې لګښتونه نه وي رالېږلي دوى د تركيې په محبسونو كې بنديان وي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه