ترکیه په افغانستان کې او افغانستان په ترکیه کې

63161
ترکیه په افغانستان کې او افغانستان په ترکیه کې

افغانستان په تركيه كې
د خپرونې خوږو مينه والو پدې خپرونه كې به د افغانستان په شمال كې د بارونو اوسېلاو ناورين ته ځاى وركړو چې سيمې ته پراخه مالي او ځاني زيان اړولى دى. دا ناورين په داسې حال كې رامنځته شو چې افغانستان په خپل تاريخ كې د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ د ټاكنو د بهير په درشل كې دى. يو زيات شمېر افغان د امېد نه په ډكو زړونو ددې تاريخې پېښې چارې څارلې د افغانستان د شمال د ناورين خبرونه را ورسېدل. د هېواد په شمال كې د متواترو بارونو په پايله كې سېلاوونو په سلګونو كلي وران كړل او تر سلو تنو نه زيات كسان يې د مرګ تر كومي تېر كړل. موږ ددې خپرونې له لارې يو ځل بيا په سېلاوونو كې وژل شوو كسانو د لوى خداى ج نه د مغفرت هيله لرو او پاتې كسانو د جميل صبر غوښتنه كوو.
د افغانستان د سرپل، جوزجان او فارياب د ولايتونو د مقاماتو د څرګندونو له مخې د سېلاوونو له امله تر اوسه پورې د ۱۰۰ تنو نه د زياتو كسانو مړي موندل شوي دي. په سيمه كې پاتې شوو كسانو ته د ملي اوردو په ملاتړ د مرستندويه ادارو لخوا خوراكي مواد او درمل هم ويشل شوي دي. يواځې د جوزجان په ولايت كې ۴۵ تنه تر اوبو لاندې شوي دي. چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. په همدې ولايت كې ۲۴ تنه اوس هم ترى تم دي. ژغورنكې ډلې ددې كسانو د موندلو لپاره په سيمه كې د ژغورنې عملياتو ته دوام وركوي. د جوزجان ولايت د امنيې قوماندان وايي چې سېلاو ددې ولايت مړي آن د سرپل ولايت ته وړي دي. د قيصار په ولسوالۍ كې ۳۰ تنه ترى تم دي. شاوخوا ۵۰۰ كورونه هم ويجاړ شوي دي. ددې سره امنيتي چارواكي وايي چې تر اوسه پورې د تلفاتو دقيقې شمېرې نه لري.
دا پداسې حال كې ده چې دوه ورځې وړاندې د سمنګان او بادغيس په ولايتونو كې هم د سېلاوونو د راوتلو خبرونه را رسېدلي دي.
امنيتي چارواكو په سيم كې خبريالانو ته وويل چې د بادغيس ولايت نه نېولې د بلخ ولايت تر لوديځو سيمو پورې پراخه ساحه تر اوبو لاندې شوې ده. د قوش تپه، خواجه دو كوه او درزاب ولسوالۍ د سېلاوونو له امله ډېر اغېزمنې شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړيوال سازمان بي بي سره په يوې مركه كې وويل چې تر اوسه پورې يې د ۱۱۵ تنو مړي موندلي دي او ۲۳۷ تنه نور لا هم ترى تم دي. د فارياب ولايت په څلورو ولسواليو كې لسګونه كلي ويجاړ شوي دي او سيمه ايز خلك د خپلو كورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. سربېره پردې په شمال كې په عمومي توګه ۲۴ ولسوالۍ ددې ناورين نه اغېزمنې شوي دي.
په افغانستان كې د سېلاو ځپلو كسانو سره لومړنۍ مرستې د تركيې لخوا ترسره شوې. په افغانستان كې د تركيې د پراختيا او همغږئ ادارې تيكا د جوزجان او سرپل په ولايتونو كې په ۷۵۰ كورنيو باندې خوراكي مواد وويشل. د سرپل د ولايت والي پدې اړه د تركيې د مرستې نه مننه وكړه او څرګنده يې كړه چې تركيه لومړنى هېواد وو چې زموږ د بې وزلو او سېلاو ځپلو خلكو سره مرستې ته ودانګل. نوموړي څرګنده كړه چې تركيې د افغانستان سره د تاريخي دوستۍ په اساس يو ځل بيا د خپلو ورونو په وړاندې مسوليت ادا كړ. په ورته ډول د مزار شريف په ښار كې د تيكا د ادارې سيمه ايز مشر هم وويل چې لكه د پخوا په څېر اوس هم د افغان ورونو ترڅنګ ولاړ يو. موږ د سېلاو ځپلو سره د اوړو، وريجو، غوړيو، بورې، چاى او داسې نورو خوراكي موادو مرستو ته دوام وركوو. په ورته ډول په جوزجان كې د افغان- ترك د دوستۍ د ماشومان روغتون هم سېلاو ځپلو ته روغتيايي امكانات برابر كړي دي. افغانستان په تركيه كې
د خپرونې خوږو مينه والو پدې خپرونه كې به د افغانستان په شمال كې د بارونو اوسېلاو ناورين ته ځاى وركړو چې سيمې ته پراخه مالي او ځاني زيان اړولى دى. دا ناورين په داسې حال كې رامنځته شو چې افغانستان په خپل تاريخ كې د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ د ټاكنو د بهير په درشل كې دى. يو زيات شمېر افغان د امېد نه په ډكو زړونو ددې تاريخې پېښې چارې څارلې د افغانستان د شمال د ناورين خبرونه را ورسېدل. د هېواد په شمال كې د متواترو بارونو په پايله كې سېلاوونو په سلګونو كلي وران كړل او تر سلو تنو نه زيات كسان يې د مرګ تر كومي تېر كړل. موږ ددې خپرونې له لارې يو ځل بيا په سېلاوونو كې وژل شوو كسانو د لوى خداى ج نه د مغفرت هيله لرو او پاتې كسانو د جميل صبر غوښتنه كوو.
د افغانستان د سرپل، جوزجان او فارياب د ولايتونو د مقاماتو د څرګندونو له مخې د سېلاوونو له امله تر اوسه پورې د ۱۰۰ تنو نه د زياتو كسانو مړي موندل شوي دي. په سيمه كې پاتې شوو كسانو ته د ملي اوردو په ملاتړ د مرستندويه ادارو لخوا خوراكي مواد او درمل هم ويشل شوي دي. يواځې د جوزجان په ولايت كې ۴۵ تنه تر اوبو لاندې شوي دي. چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. په همدې ولايت كې ۲۴ تنه اوس هم ترى تم دي. ژغورنكې ډلې ددې كسانو د موندلو لپاره په سيمه كې د ژغورنې عملياتو ته دوام وركوي. د جوزجان ولايت د امنيې قوماندان وايي چې سېلاو ددې ولايت مړي آن د سرپل ولايت ته وړي دي. د قيصار په ولسوالۍ كې ۳۰ تنه ترى تم دي. شاوخوا ۵۰۰ كورونه هم ويجاړ شوي دي. ددې سره امنيتي چارواكي وايي چې تر اوسه پورې د تلفاتو دقيقې شمېرې نه لري.
دا پداسې حال كې ده چې دوه ورځې وړاندې د سمنګان او بادغيس په ولايتونو كې هم د سېلاوونو د راوتلو خبرونه را رسېدلي دي.
امنيتي چارواكو په سيم كې خبريالانو ته وويل چې د بادغيس ولايت نه نېولې د بلخ ولايت تر لوديځو سيمو پورې پراخه ساحه تر اوبو لاندې شوې ده. د قوش تپه، خواجه دو كوه او درزاب ولسوالۍ د سېلاوونو له امله ډېر اغېزمنې شوي دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړيوال سازمان بي بي سره په يوې مركه كې وويل چې تر اوسه پورې يې د ۱۱۵ تنو مړي موندلي دي او ۲۳۷ تنه نور لا هم ترى تم دي. د فارياب ولايت په څلورو ولسواليو كې لسګونه كلي ويجاړ شوي دي او سيمه ايز خلك د خپلو كورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. سربېره پردې په شمال كې په عمومي توګه ۲۴ ولسوالۍ ددې ناورين نه اغېزمنې شوي دي.
په افغانستان كې د سېلاو ځپلو كسانو سره لومړنۍ مرستې د تركيې لخوا ترسره شوې. په افغانستان كې د تركيې د پراختيا او همغږئ ادارې تيكا د جوزجان او سرپل په ولايتونو كې په ۷۵۰ كورنيو باندې خوراكي مواد وويشل. د سرپل د ولايت والي پدې اړه د تركيې د مرستې نه مننه وكړه او څرګنده يې كړه چې تركيه لومړنى هېواد وو چې زموږ د بې وزلو او سېلاو ځپلو خلكو سره مرستې ته ودانګل. نوموړي څرګنده كړه چې تركيې د افغانستان سره د تاريخي دوستۍ په اساس يو ځل بيا د خپلو ورونو په وړاندې مسوليت ادا كړ. په ورته ډول د مزار شريف په ښار كې د تيكا د ادارې سيمه ايز مشر هم وويل چې لكه د پخوا په څېر اوس هم د افغان ورونو ترڅنګ ولاړ يو. موږ د سېلاو ځپلو سره د اوړو، وريجو، غوړيو، بورې، چاى او داسې نورو خوراكي موادو مرستو ته دوام وركوو. په ورته ډول په جوزجان كې د افغان- ترك د دوستۍ د ماشومان روغتون هم سېلاو ځپلو ته روغتيايي امكانات برابر كړي دي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه