د ترکیې او نړۍ اجندا

63088
د ترکیې او نړۍ اجندا

د ترکیې او نړۍ اجندا ۷۰
ددې اوونۍ په خپرونه کې د فلسطین د خپل منځنۍ روغې جوړې په مسلې لنډه رڼا اچوو.
په فلسطین کې په ۲۰۰۶ کال کې د ټاکنو نه راپدیخوا د حماس او الفتحې د ډلو ترمنځه جدي اخلافاتو او خپل منځنیو ستونزو شتون درلود چې تیره اوونۍ دواړو خواوو د نوموړو اختلافاتو او خپل منځنیو ستونزو د اواري په خاطر روغه جوړه وکړه او د ملي پخلاینې د یو حکومت په جوړولو سره په تفاهم ورسید. د ویلو ده چې ددې تفاهم له مخې به لومړی په فلسطین کې یو ګډ ملي حکومت جوړ شي چې دا حکومت به ټاکنو ته لار اواره کړي.
په فلسطین کې دوه مهمې او نامتو ډلې شتون لري چې یوه يي د حماس ډله ده چې د غزې کنټرول په لاس کې لري او بله د الفتحې ډله ده چې د لویدیځې تراړې کنټرول په اختیار کې لري . دا چې د نوموړو دوو ډلو ترمنځه څه ډول ستونزې پیدا شوې او څه ډول روغه جوړه شوه او څه ډول دې روغې جوړې ته راضي شول پدې مسلې د ځان د پوه کولو په خاطر راځۍ چې د فلسطین تاریخ ته لنډه کتنه وکړو.
د فلسطین د الفتحې سازمان په ۱۹۵۹ کال کې د فلسطین د خلکو د نامتو مشر یاسر عرفات لخوا جوړ شو. دې سازمان د کلونو په تیریدو سره د فلسطین د ازادۍ په سازمان بدل شو. د ویلو ده چې د فلسطین نامتو مشر یاسر عرفات په ۱۹۸۸ کال کې د فلسطین دولت اعلان کړ چې د امریکا په څیر د قوي هیوادونو لخوا د منځني ختیځ د ستونزې د طرف په توګه ومنل شو. یاسر عرفات په ۱۹۹۴ کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه خو دا چې غزې ته يي د تلو اجازه نه درلوده په لویدیځه تراړه کې پاتې شو. عرفات په ۲۰۰۴ کال کې د مرګ تر مهاله د روغې جوړې په خاطر ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې . د عرفات یواځنۍ موخه په هیواد کې تل پاتې سوله وه چې پدې لاره کې د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کولې .
عرفات خپل ژوند د اسراییلو لخوا د فلسطین د اشغال پر وړاندې په مبارزه کې تیر کړ.
د ویلو ده چې د یاسر عرفات د مړینې نه وروسته محمود عباس لومړی د الفتحې د سازمان مشر شو . د الفتحې سازمان په فلسطین کې ځان د هیواد د مشرۍ لپاره د یواځني ارګان په توګه احساسو. همداشان محمود عباس د الفتحې د مشر په توګه د ټاکل کیدو سره د فلسطین مشري هم په غاړه واخیسته . د الفتحې او حماس د ډلو ترمنځه ټولې ستونزې د ۲۰۰۶ کال د ټاکنو نه وروسته راپیدا شوې. د الفتحې سازمان چې ځان د فلسطین یواځنی رسمي ارګان ګڼلو په ټاکنو کې لویه ماتې وخوړه او حماس ټاکنې د رایو په اکثریت سره وګټلې. کله چې حماس په ټاکنو کې لوی بری ترلاسه کړ او د ټاکنو پایلې د خپلواکه ناظرینو لخوا تایید هم شوې لویدیځې نړۍ په بهانو پیل وکړ او وویل چې د فلسطین خلکو یوه خطا وکړه .
ددې سره سم لویدیځې نړۍ د فلسطین په خلکو روان ظلمونه څو برابره ډیر کړل او خلک يي په ولګې ، تندې، بې کارۍ، اشکنجو او بې سوادۍ محکوم کړل. لویديځې نړۍ وویل چې د فلسطین خلک باید د خپلې خطا بدل ورکړي.
ددینه وروسته په فلسطین کې خپل منځنۍ نښتې او اختلافات پيل شول. خونړیزې جګړې پیل شوې چې په پایله کې د حماس ډلې په ۲۰۰۷ کال کې د غزې کنټرول ترلاسه کړ.
ددې سره سم اسراییلو په غزې د رفاح سرحدي دروازه وتړله. همداشان اسراییلو د غزې او مصر ترمنځه کیندل شوي ټول تونلونه ویجاړ کړل او په غزې تحریمونه او ظلمونه پیل کړل. په غزه کې انساني تراژیدي پیل شوه .
د ویلو ده چې په غزې د نوموړو بندیزونو د لګیدو سره سم په روغتونونو کې د درملو او طبی سامان آلاتو ، د اوبو او برښنا ستونزې پيل شوې. همداشان ددې بندیزونو د هیواد معارف هم له منځه یوړ. په غزه کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، بې کارۍ پيل شوه او خلک د هرې ورځې په تیریدو لا پسې بې وزله شول.
همداشان ډیری فلسطینیانو چې خپل ژوند به يي په بزګرۍ تیرولو اسراییلو ورته ځمکې غصب کړې او فصلونه يي ورته په بیلدوزرانو چپه کړل. د دولت د مامورینو تنخوا ګانې وځنډیدې .
ددې سره سم اسراییلو په ډول ډول بهانو په غزې هوايي بمبارۍ پیل کړې . د چا خبره اسراییلو په غزې هوايي بمبارۍ په یو عادت وګرځولې او هره ورځ به يي بمبارۍ کولې .
د اسراییلو د هرې بمبارۍ په پایله کې به په لسګونو تنه مړه کیدل او په لسګونو تنه نور به بیا ټپیان کیدل.
ترکیه ددې ظلمونو نه ډیره ناراحته وه او تل به يي د غزې د خلکو سره مرستې کولې.
ترکیې په سیمه کې د میلیونو ډالرو په ارزښت په پانګه اچونې پیل وکړ. د بیلګې په توګه په غزه کې د ترکیې او فلسطین د دوستۍ د روغتون چارې پیل کړې او د فلسطین د هیواد د اقتصاد د بیا جوړولو خاطر يي یو زیات شمیر پروژې د کار لاندې ونیولې .په زرګونو تنه فلسطیني ځوانانو ته يی تحصیلي بورسونه ورکړل او د اسراییلو په بریدونو له امله ټپي شوي فلسطینیان يي د درملنې په موخه ترکیې ته راوستل. په سیمه کې د مسلکي زده کړو پروګرامونه پیل کړې .
همداشان د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په ۲۰۰۹ کال کې د دواس په اقتصادي غونډه کې د غزې په اړه په جوړه شوې ځانګړې ناسته کې د اسراییلو د ولسمشر شیمون پرس لفظي مشاجره وکړه . لومړي وزیر د اسراییلو ولسمشر سره د غزې په سر لفظي مشاجره وکړه او د اسراییلو په دولت او حکومت يي د بې ګناه انسانانو د وژلو مسول وبولو. لومړي وزیر اردوغان د اسراییلو ولسمشر شیمون پرس ته وویل چې ستاسې یواځنۍ دنده د بې ګناه انسانان وژل دي. تاسې په همدې یو کار ډیر ښه پوهیږۍ. لومړي وزیر اردوغان وروسته غونډه په نیمايي کې پریښوده او د داوس نه خپل هیواد ته راستون شو.
ددېنه وروسته لومړي وزیر اردوغان د ټولې عربي نړۍ په څیر د فلسطین د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړ.
همداشان امریکا متحده ایالتونه او اروپا وايی چې حماس په رسمیت نه پیژني چې ترکیې تل پدې اړه غبرګون څرګند کړی دی .
د ویلو ده چې د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند په ۲۰۰۶ کال کې د ټاکنو نه وروسته د حماس د ډلې سیاسي مشر خالد مشعل انقرې ته راوغوښت.
لومړي وزیر اردوغان په انقره کې د خالد مشعل سره د لیدنې سره په اصل کې نړۍ ته ښکاره پیغام ورکولو.
ترکیې حکومت په کراتو مراتو د اسراییلو او فلسطین ترمنځه منځګړتوب وکړ خو له بده مرغه چې د اسراییلو دولت سولې ته زړه ښه نکړ او خپل برید ګر دریځ ته يي دوام ورکړ.
همداشان ترکیې په فلسطین کې د حماس او الفتحې د ډلو ترمنځه د روغې جوړې په اړه هم په منځګړتوب پيل وکړ او د فلسطین په خلکو يي غږ وکړ چې ستاسې د یووالي او یو موټي کیدو نه پرته په فلسطین کې سولې راتګ ناممکنه خبره ده .
ترکیې په فلسطین کې د خپل منځۍ روغې جوړې په مسله کې ډیر فعاله او رغنده رول ولوبو.
ترکیې په کراتو مراتو د حماس او الفتحې مشران ترکیې ته راوبلل او پدې اړه يي دواړو خواوو ته توصیې وکړې.
د ویلو ده چې د ترکیې دې هلو ځلو پایلې وکړې او بالاخره یو څه موده وړاندې د حماس د ډلې سیاسي مشر خالد مشعل اعلان وکړ چې د الفتحې د سازمان سره د ملي یووالي د یو حکومت د جوړولو په مسلې سره په تفاهم رسیدلې دي او ددینه وروسته ددوي په منځ کې کومه ستونزه شتون نلري.
د ویلو ده چې ددې روغې جوړې سره سم په پام کې ده چې د پنځو اونیو په دننه کې په فلسطین کې نوی موقت حکومت جوړ شي .
دا حکومت به د شپږو میاشتو په دننه کې ټاکنو ته لار اواره کړي او وروسته به بل حکومت جوړ شي .
د یادولو وړ ده چې ددینه وروسته په فلسطین کې خپل منځۍ ستونزې پایته ورسیدې او ګډ ملي دولت به جوړ شي.
ددې په هیله چې د فلسطین ماشومانو هم د نړۍ د نورو ماشومانو په څیر د سولې ، ثبات او امنیت په فضا کې ژوند وکړي . د فلسطین مظلوم ملت هم د نړۍ د نورو ملتونو په څیر هوسا او خوښیو نه ډک ژوند وکړي. د ترکیې او نړۍ اجندا ۷۰

ددې په هیله چې د فلسطین ماشومانو هم د نړۍ د نورو ماشومانو په څیر د سولې ، ثبات او امنیت په فضا کې ژوند وکړي . د فلسطین مظلوم ملت هم د نړۍ د نورو ملتونو په څیر هوسا او خوښیو نه ډک ژوند وکړي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه