د رڼا پر لور

63165
د رڼا  پر لور

د رڼا پر لور
د خپرونې خوږو مينه والو په تېرو خپرونو كې مو د تركيې د پلازمېنې انقرې په اړه تاسې ته څه ناڅه معلومات دركړي ول. همداراز مو د www.ankara4students.com انټرنټي پاڼې له لارې تاسې ته ځينې معلومات وړاندې كړل. اوس هم كولاى شئ چې ددې پاڼې له لارې د انقرې په اړه معلومات ترلاسه كړئ.
د خپرونې خوږو مينه والو دا دى اوس وار د انقرې د پوهنتون د معرفي كولو دى. په ننۍ خپرونه كې به د انقرې د پوهنتون د ريس پروفيسور دوكتور اېركان ايبيش سره لنډه مركه ولرو چې ستاسې حضور ته يې وړاندې كوو.
ښاغلي ايبيش د انقرې د پوهنتون په اړه داسې وويل:
`` موږ وياړو چې د تركيې د جمهوريت لومړى پوهنتون يو. دا طبعي خبره ده چې دا وياړ موږ ته دروند مسوليت هم را په اوږه كوي. د انقرې پوهنتون د خپل تاريخ، كلتور، عنعنې او د لسګونو كلونو تجربې او مسلكي كدر سره د تركيې سربېره د سيمې او نړۍ مهم پوهنتون بلل كيږي. دا چې ددې پوهنتون د ادارې مسوليت ماته راكړل شوى دى ددې امله هم خوشاله يم او وياړم. زما په انده ددې پوهنتون هر زده كوونكى بايد زما په څېر يوه ورځ د پوهنتون د رياست پر چوكۍ باندې د ناستې خيال په خپل سر كې وساتي او ددې لپار بايد كوښښ وكړي. داسې ورځ راتلونكې ده چې زما پر ځاى به ددې پوهنتون يو بل زده كوونكى كيني.
ښاغلى ريس ستا د انقرې په پوهنتون كې نړيوالو زده كوونكو ته څه ډول امكانات لرئ. يو نړيوال زده كوونكى ولې د انقرې پوهنتون ته راشي.
لكه څرنګه چې پوهېږئ د انقرې ښار د يوناني تاريخپوه ليويوس په وينا د ميلاد نه دمخه په ۲۵تم كال كې جوړ شوى نجيب ښار دى. د همدې مودې راهيسې څو ځله د پلازمېنې په توګه پاتې شوى او شتمن تاريخ پس منظر لري. د تركيې د جمهوريت تاسيس په همدې كار كې شوى دى او د جمهوريت لومړنۍ پلازمېنه پاتې شوې ده. ددې امله په انقره كې كلتور او تاريخ په هر ځاى كې ليدلى شئ. ددې ترڅنګ د انقرې پوهنتون ددې ښار د هويت يوه برخه ده. دا د پلازمېنې پوهنتون دى. پدې پوهنتون كې بېلابېلې څانګې د هېوادوالو او نړيوالو په خدمت كې دي. ادبي، هنري، ټولنيزې او طبعي څانګې په لسګونو پوهنځي لري. تر ۴۰ زياتې د ژبو څانګې لرو. د لوديځو او ختيځو ژبو په برخه كې دا د انقرې د پوهنتون مهمه لاسته راړنه ده. د انقرې پوهنتون نه يواځې د علمي پلوه بلكې د تولنيزو، كلتوري او هنري فعاليتونو له پلوه هم په زړه پورې پروګرامونه لري. هر كال تقريبا شاوخوا ۱۰۰ كلتوري، ټولنيز او هنري پروګرامونه او فيستيوالونه جوړيږي. ددې ترڅنګ د زده كوونكو لپاره شاوخوا ۵۰ بېلابېل كورسونه لرو. پدې كورسونو كې د تياتر، نقاشئ او موسيقۍ نه نيولې تر سپورټي سياليو پورې هر ډول امكانات وړاندې كيږي.
د انقرې پوهنتون د نړيوالو زده كوونكو لپاره بې شمېره امكانات وړاندې كوي. موږ د نړيوالو زده كوونكو په قدر پوهېږو. د وروستيو شمېرو له مخې اوسمهال په نړۍ كې شاخوا ۴ ميليونه زده كوونكي په بېلابېلو هېوادونو كې په زده كړو بوخت دي. دا شمېره به په راتلونكو لسو كلونو كې ۲۰ ميليونو ه ورسيږي. تر ۲۰۴۰ كاله پورې به ۵۰ ميليونه نړيوال زده كوونكي په هر هېواد كې په زده كړو بوخت وي. دا د هيجان وړ شمېرې دي. موږ غواړو چې د بېلابېلو كلتونو خاوند نړيوال زده كوونكي ولرو. پدې ډول د خپل پوهنتون علمي او كلتوري اړخ نور هم پياوړى كړو. د انقرې پوهنتون اوسمهال ۲۶۰۰ تنه بهرني زده كوونكي لري. زما تر ټولو لوى امېد دا دى چې د نړيوالو زده كوونكو شمېره ۱۰ زره تنو ته لوړه شي. يعنى زموږ د زده كوونكو څلورمه برخه بهرنيان وي. پدې لړ كې به په راتلونكې كې خپلو هلو ځلو ته دوام وركړو.
د ښاغلي ريس نه مو د انقرې د پوهنتون لخوا بهرنيو زده كوونكو ته د ليلې او بورس د امكاناتو په اړه وپوښتل
د بهرنيو زده كوونكو لپاره د ليليې د امكاناتو په برخه كې اوسمهال د ۳۰ تنو بهرنيو زده كوونكو د جذب امكان لرو. په راتلونكې كې د ۵۰ زده كوونكو لپاره هم امكان برابروو. د يادولو وړ ده چې دا د هغو بهرنيو زده كوونكو لپاره امكانات دي چې نه غواړي د تركي زده كوونكو په ليليه كې و اوسيږي. كه چېرې بهرني زده كوونكي وغواړي چې د پوهنتون د نورو زده كوونكو سره په ګډه په مشتركو ليليو كې و اوسيږي نو پدې برخه كې زموږ امكانات ډېر دي. موږ هم غواړو چې ټول زده كوونكي په ګډه يو بل سره ژوند وكړي.
د انقرې د پوهنتون د ښكلي موقعيت پله امله يو زيات شمېر زده كوونكي په ښار كې دننه په شخصي كورونو كې اوسيږي. د خپلو ۲۶۰۰ بهرنيو زده كوونكو زياته برخه په هغو كورونو كې اوسيږي چې د خپلو تركي ملګرو سره يې په ګډه نيولي دي. زموږ زده كوونكي په آسانۍ سره كولاى شي چې د زده كړې ځايونو نه ځانونه ورسوي.
قدرمنو اورېدونكو پدې خپرونه كې موږ د انقرې د پوهنتون د ريس پروفيسور دوكتور اېركان ايبيش سره مركه درلودله چې ستاسې حضور ته مو وړاندې كړله. د انقرې د پوهنتون په اړه به په راتلونكو خپرونو كې هم خپلو معلوماتو ته دوام وركړو. تر راتلونكې خپرونې پورې تاسې په لوى خداى سپارم. د رڼا پر لور

قدرمنو اورېدونكو پدې خپرونه كې موږ د انقرې د پوهنتون د ريس پروفيسور دوكتور اېركان ايبيش سره مركه درلودله چې ستاسې حضور ته مو وړاندې كړله. د انقرې د پوهنتون په اړه به په راتلونكو خپرونو كې هم خپلو معلوماتو ته دوام وركړو. تر راتلونكې خپرونې پورې تاسې په لوى خداى سپارم.

پيوندونه:

اړوند خبرونه