اردوغان : د یو سوله ییز، متحد ، خپلواکه او ټولشموله اساسي قانون جوړولو چارې به ګړندۍ کړو

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چي د یوه مسالمت امیز، متحد ، خپلواکه، او ټولشموله نوي اساسي قانون چمتو کولو چارې به ګړندۍ کړو.

2233896

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د بیشتپې ماڼۍ د ملت د کنګرې او کولتور په مرکز کې د فضايي اصلاحاتو د ستراتیژۍ د معرفي کولو په غونډه کې وکړې.

هغه ټینګار وکړ چي د تورکیې  قضایي سیستم به په راتلونکي کي نور هم پیاوړی کړو او په عدلي علومو کې به دیجیتل کولو چارو ته  چټکتیا ورکړو.

ولسمشر وویل چي یو موثر او چټک عدالتي سیستم  به جوړ کړو.

اردوغان وویل چي د بشري حقونو د عمل پلان له لاري به حقونو او آزادیو لا قوي ساتنه وکړو، د شخصي معلوماتو د خوندیتوب، انسان حقونو او برابرۍ اداري نهادونو په څیر د فردي حقونو ادارې به د نړۍوالو ادارو سره ورته مطابقت لا پیاوړی کړو.

اړوند خبرونه