هاکان فیدان د امریکا د نوي بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د نوي بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
![هاکان فیدان د امریکا د نوي بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره ټيلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/666c/195d/ee15/6791ca2bb2f3f.jpg?time=1738782119)
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د نوي بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
د ویلو ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د تیرې سې شنبې پر ورځ د امریکا د مشرانو جرګې او استازو جرګې څخه د باور رایې د ترلاسه کولو نه وروسته د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده پیل کړه. هغه د خپلو لومړنیو تماسونو په ترڅ کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ، سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې وکړې.
پدې ټيلیفوني خبرو کې هاکان فیدان او مارکو روبیو د خپلو هیوادونو په هوډ ټینګار وکړ چې د دوه اړخیز درناوي او باور پر بنسټ به د دوو متحدینو په توګه خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
فیدان خپل امریکايي سیال روبیو ته په خپلو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
فیدان او روبیو د تورکیې او امریکا د دوو متحدینو په توګه د متقابل درناوي او باور پر بنسټ د همکارۍ د ترسره کولو په هوډ ټینګار وکړ، او د سیمه ییزو مسلو په اړه یې د همغږۍ په اهمیت ټینګار وکړ.