د تورکیې ملکي هوايي چلند شرکت سوریې ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.
د ویلو ده چې تورکیې هوايي شرکت ترکش ایرلاینز د ۲۰۱۲ کال د اپریل په لومړۍ نیټه په سوریه کې د داخلي ناکراریو له امله دې هیواد ته خپلې الوتنې ځنډولې وې چې نن يي د استانبول-دمشق الوتنې سره له سره پیل کړې.

د ترکش ایرلاینز لومړۍ پلان شوې الوتنه د سوریې پلازمینې دمشق ته د ۱۳ کلونو وروسته د یوې لویې الوتکې سره وشوه چې د الوتنې کوډ "TK 846" و، چې د استانبول له هوایی ډګر څخه الوتنه وکړه.
ځینو مسافرو چې سهار د استانبول هوايي ډګر ته رسیدلي وو د بورډینګ دروازې مخې ته یې خوښي څرګنده کړه.
ډیری سوریایي وګړو د کلونو راهیسې د جبري وتلو وروسته خپل هیواد ته د راستنیدو خوښي تجربه کړه. ځینې مسافرو له ځان سره د سوریې د انقلاب بیرغ یې لېږداوه.
د ټکټ او پاسپورټ کنټرول وروسته ټولټال ۳۴۹ مسافر د دمشق نړیوال هوایی ډګر ته د تګ لپاره په الوتکه کې سپاره شول.
الوتکې چې د تورکیې په وخت د سهار په نهو بجو د استانبول له هوايي ډګر څخه الوتنه وکړه، د شاوخوا ۲ ساعتونو الوتنې وروسته د دمشق په نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.