د متحده عربي اماراتو ، قطر او اذربایجان مشرانو ولسمشر اردوغان ته تسلیت وړاندې کړ
د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان ، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د اذربایجان ولسمشر الهام علي وف ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان ، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د اذربایجان ولسمشر الهام علي وف ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.
د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني او د اذربایجان ولسمشر الهام علی یف ولسمشر اردوغان سره د ټیلیفوني خبرې وکړې.
د دریو هیوادونو مشرانو د تورکیې د بولو ولایت د کارتال قایا په تفریحي سیمه کې په یو هوټل کې د رامنځته شوې اور لګیدنې په پیښه کې د رامځته شوو ځاني زیانونو له امله خپله خواخوږي څرګنده کړه او د تورکیې ولسمشر، حکومت او ملت ته يي د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل .
له بلې خوا، د عدلیې وزارت راپور ورکړ چې د کارتال قایا په هوټل کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۸ تنو ته لوړ شوی او د ټولو قربانیانو هویتونه مشخص شوي دي. د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ټپیانو له ډلې څخه ۳۹ تنه رخصت شوي دي. ۱۲ کسان لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.