فیدان : ددې په هیله چې د سویډن لخوا د پ ک ک نورو ترهګرو پر خلاف اوچت شوي ګامونه دوام وکړي

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل چې دوی تمه لري چې د سویډن لخوا د PKK/YPG او FETO ترهګرو سازمانونو په وړاندې اخیستل شوي ګامونه دوام ومومي او په سیمه کې انعکاس پیدا کړي.

2233133

فیدان دا خبرې د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمر سټینرګارډ او د سویډن د عدلیې وزیر ګونر سټرومر سره په پلازمېنه انقره کې د بهرنیو چارو وزارت کې د تورکیې او سویډن د امنیتي میکانیزم له غونډې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وکړې.

فیدان وویل چې دوی د دوه اړخیزو او نړیوالو امنیتي مسلو په اړه نظرونه تبادله کړل، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې او دوی د هغو اقداماتو په اړه بحث وکړ چې سویډن د PKK/YPG او FETO ترهګریزو سازمانونو پر وړاندې کړي دي او هغه اضافي اقدامات چې ترسره به شي.

فیدان وویل، "د سویډن پلاوي لارې یوه نقشه وړاندې کړه چې د ترهګرۍ د ټولو ډولونو سره د مبارزې لپاره یو لید وړاندې کوي، او موږ خپلې ارزونې وړاندې کړې. زموږ غونډې به دوام ومومي. موږ تمه لرو چې دا ګامونه به دوام ومومي او په ساحه کې به انعکاس ومومي. د تورکیې په توګه، موږ د ترهګرۍ سره د مبارزې په هڅو کې به د سویډن ملاتړ ته دوام ورکړو.د  سویډن دا مثبت چلند به د ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ناټو وړتیا او ځواک زیات کړي."

فیدان اعلان وکړ چې سویډن به د راتلونکې غونډې کوربه وي، او دا یې هم وویل چې دوی به د امنیتي میکانیزم په چوکاټ کې په منظمو وقفو کې سره لیدنو ته دوام وکړي.

اړوند خبرونه