ولسمشر اردوغان : امنیت د لا زیاتو وینو په تویولو او بې ګناه انسانانو په بمبارۍ سره نه ترلاسه کیږي.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل " په ښکاره توګه وایم هغه لاره چې د اسرائيلو حکومت يي په ټينګار تعقيبوي هغه لاره نه ده، کوږ بار دی چې هیڅ وخت به منزل ته ونه رسیږي."
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل " په ښکاره توګه وایم هغه لاره چې د اسرائيلو حکومت يي په ټينګار تعقيبوي هغه لاره نه ده، کوږ بار دی چې هیڅ وخت به منزل ته ونه رسیږي."
ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ په کمپلکس کې د سفیرانو په ۱۵ مه کنفرانس کې ګډون کوونکو ته وینا وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې د غزې په تړانګه او د فلسطین په اشغال شوو سیمو کې له ۱۴ میاشتو راهیسې د اسرائیلو لخوا وژنې او قتل عامونه دوام لري چې په ترڅ کې یې تر ۵۰ زرو زیات فلسطینیان چې ۷۰ سلنه یې ماشومان او ښځې دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې هېواد کې اوسنۍ اداره خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او په سیمه کې ستونزې نورې هم پېچلې کوي.
"امنیت د زیاتو وینو په تویولو او په بې ګناه ملکي وګړو د لا زیاتو بمونو په غورځولو سره نه شي ترلاسه کیدای. هغه لاره چې د اسرائیلو حکومت یې په کلکه او ضدیت سره تعقیبوي، په ریښتیا هم هغه سمه لاره نه ده. لکه څرنګه چې په غزه او فلسطین کې د هغوې کړنې یو ستر جنایت دی په همدې شان په سوریه کې هم ستر جنایت دی.