د تورکیې ملي استخباراتو د سوریې په قامشلي سیمه کې د پ ک ک ترهګریز سازمان ته ستر ګوزار ورکړ.
د تورکیې د ملي استخباراتو ریاست د سوریې په قمشلي سیمه کې د پ ک ک ترهګریز سازمان اړوند په ۱۲ ټيلري لاریو باندې چې ټانکونه، توغندي، وسلې او مهمات پکې بار ول برید وکړ
2219569
د تورکیې ملي استخباراتو د سوریې په قامشلي سیمه کې د پ ک ک ترهګریز سازمان ته ستر ګوزار ورکړ.
د تورکیې د ملي استخباراتو ریاست د سوریې په قمشلي سیمه کې د پ ک ک ترهګریز سازمان اړوند په ۱۲ ټيلري لاریو باندې چې ټانکونه، توغندي، وسلې او مهمات پکې بار ول برید وکړ. د تورکیې ملي استخباراتو د ترهګرو اړوند ټول وسلې او مهمات له منځه یوړل. همداشان په قمشلي سیمه کې د ترهګرو اړوند په یو زیات شمیر پټنځایونو او د وسلو او مهماتو پر ډیپوګانو هم بریدونه شوي دي. ویل کیږي نوموړو ترهګرو دا وسلې او مهمات د اسد رژیم د نسکوریدو نه وروسته نیولې وې او غوښتل يي چې خپلو هډو ته يي انتقال کړي.