د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تورکیې ته راځي.

د تورکیې یوه چارواکي ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ تورکیې ته راځي او  د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره به وګوري.

2219491
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تورکیې ته راځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تورکیې ته راځي.

د تورکیې یوه چارواکي ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ تورکیې ته راځي او  د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره به وګوري.

تمه کیږي چې پدې لیدنه کې به د سوریې د وروستي وضعیت او د اسد رژیم د نسکوریدو وروسته د رامنځته شوو پیښو په اړه خبرې وکړې.

د سوریې پخوانی ولسمشر بشار اسد وروسته د هغه چې د هغه د رژیم مخالفو ډلو د دسمبر په ۸ مه دمشق ته ننوتل له هیواده وتښتید او روسیې ته پناه یوړه. د ویلو ده چې په سوریه کې د بعث رژیم چې د ۱۹۶۳ کال راهیسې په واک کې وو ، د تیرې یکشنبې په ورځ د دسمبر په اتمه نیټه نسکور شو.

د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا، بلینکن او فیدان د د دسمبر په ۷ او لسو مو نیټو  د سوریې د وروستیو پرمختګونو په اړه په ټیلیفوني کړي دي.

فیدان د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي یووالي پر ساتلو ټینګار وکړ.

فیدان همداراز د سوریې له خلکو سره د مرستې لپاره د نړیوال ملاتړ اړتیا په ګوته کړه او د سوریې په بیا رغونې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتووالی وښود. همداشان  فیدان  سوریې ته  د بشردوستانه مرستو  د پرله پسې  رسولو  د دوام  په خاطر  ټینګار وکړ  . همداشان هغه وویل چې   تورکیه به  ترهګرو ډلو ته  اجازه ورنکړي  چې  په سوریه کې  د حالاتو نه ناوړه ګټه پورته کړي.

انقره له اوږدې مودې راهیسې د امریکا نه د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو  سره  د همکارۍ او په ګډه کار کولو له امله  ناراضه ده.

امریکا  چې د پ ک ک ترهګرې ډلې له څانګو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي، د ددې ترهګریز سازمان لخوا په اشغال شوو  سیمو کې پوځي  او نظامي هډې لري.

واشنګټن پدې سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په پلمه په مکرر ډول د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو نه ملاتړ او مرستو ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه