د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.

ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

2217846
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل  چې په سوریه کې د مخالفینو هدف پلازمینه دمشق دی.

ولسمشر اردوغان په استانبول کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

اردوغان د هغو نښتو په اړه چې د سوریې د رژیم د ځواکونو او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د نوامبر په ۲۷ مه د حلب ولایت په لویدیځ کې پیل شوي، وویل:

"تر اوسه پورې ادلب، حما او حمص، هدف خامخا دمشق دی. د مخالفینو دا پرمختګ تر اوسه پورې دوام لري. موږ هیله لرو چې په سوریه کې دا پرمختګ پرته له کومې پیښې او ستونزې په همدې شان دوام وکړي."

ولسمشر اردوغان ددې په یادولو ده چې مونږ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد نه غوښتنه وکړه چې  لیدنه وکړو، په ګډه د سوریې راتلونکی وټاکو.

خو  بده مرغه موږ دې له د بشارالاسد له خوا مثبت ځواب ترلاسه نکړی. تر اوسه له ادلب وروسته حمص یو ځل بیا د مخالفینو په لاس کې دی او د دمشق پر لور د پرمختګ په حال کې دی. دا د ستونزو ډک پرمختګ  په سیمه کې دوام لري. جګړه او نښتې هغه څه نه دي چې موږ یې غواړو، موږ په سوریه کې جګړه او نښې نه غواړو. مونږ پدې هیواد کې سوله او ثبات غواړو."

ولسمشر اردوغان  پر لبنان باندې د اسرائیلو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې پدې  کړکېچنه سیمه کې ټولو خواوو ډیرې سترې ضربې لیدلي دي  او د مرستې غوښتنه کوي.

اردوغان څرګنده كړه چې توركيه به په داسې حال كې خپلو مرستو ته دوام وركړي چې نړۍ چوپه خوله پاتې ده.

اردوغان د دې خبرې په څرګندولو سره چې په سیمه کې د اوربند د دوام د څرنګوالي په اړه د دوی هڅې دوام لري، اردوغان وویل چې له دې مسئلې څخه د وتلو یوازینۍ لار ملګري ملتونه دي.

ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې د نړۍ د هیوادونو په توګه باید د اسرائیلو نه د روان وحشت او نسل وژنې حساب وپوښتل شي.

"د تورکيې په توګه، موږ به پدې اړه  حساب پوښتنې ته دوام ورکړو."



اړوند خبرونه