د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې وویل چې د سوریې شخړه نوي پړاو ته داخلې شوې ده چې لا په  ارامه توګه اداره کیږي او دا د تورکیې ستره هیله ده چې سوریه لا زیاتې بې ثباتۍ تجربه نه کړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل نه شي.

2217648

اردوغان په دې خبرې سره چې د سوريې رژيم بايد په عاجله توګه په اوسني پړاو كې د هراړخيز سياسي حل لپاره خپل خلك وګوماري، وويل چې توركيه د تاوتريخوالي د كمولو، د ملكي وګړو د ساتنې او د سياسي بهير د پرمخ بيولو لپاره هڅې كوي او دې كار ته به دوام وركړي.

انتونیو ګوتریش د سوریې د مسئلې په اړه ویلي دي چې ،

"موږ په ټول هیواد کې د اوربند د ناکامۍ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو سره سم د سیاسي حل په هدف د تاوتریخوالي د کمولو د هڅو د ناکامۍ له دردناکو پایلو سره مخ یو."

هغه دې ته په اشارې سره چې د سیمه چې د اور په لمبو بدله شوې ده  لسګونه زره ملکي وګړي له خطر سره مخ دي او ټولې خواوې مکلفې دي چې د نړیوالو قوانینو سره سم د ملکي وګړو ساتنه وکړي. ګوتیریش وویل "د وینو تویول باید ودرول شي. زه پر ټولو ښکیلو خواوو غږ کوم چې د په سیمه کې  د بل شوي دې اور لمبو مړولو او سیمه ددې لمبو نه  د خلاصون لپاره هڅې وکړي. د سوریې د خلکو اوږدمهاله درد ته باید د پای ټکی کیښودل شي."

په سوریه کې د رژیم د ځواکونو او مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د نوامبر له ۲۷ راهیسې نښتې روانې دي. د سوریې مخالفینو د حلب ، ادلب او یو زیات شمیر نورو سیمو سربیره د حماه ښار هم ونیو.

اړوند خبرونه