د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست له خوا ورکړل شوي معلوماتو له مخې، په دغه ټيلیفوني خبرو کې د تورکیې او روسیې تر منځ اړیکو، سوریه کې وروستیو پرمختګونو، همدا راز نړیوالو او سیمه ایزو موضوعاتو باندې خبرې وشوې.

اردوغان وویل چې تورکیه د یو پلو نه د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي، او له بله پلوه په سوریه کې د عادلانه او پایداره حل موندلو هڅه کوي. ولسمشر اردوغان همدا راز ټینګار وکړ چه د سیمی د سیاسي حل په پروسه کې د اسد رژیم باید داخل کړی شي.
ولسمشر اردوغان په سوریه کې وروستیو پیښو ته په اشارې سره وویل چې ، تر ټولو مهمه مسئله د ملکي وګړو د زیان لیدو مخنیوی دی.
تورکیه په سوریه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په خاطر ممکنه هلی ځلی کوي.
ولسمشر اردوغان همدا راز ټینګار وکړ چه تږرکیه به د سوریې وروستیو پرمختګونو څخه ګته اخیستلو هڅی کوونکی د پ ک ک ترهګري سازمان او د هغه ملګرو پر خلاف مبارزه کی خپل ثابت دریځ ته دوام ورکړي.