فیدان : په سوریه کې یو ځل بیا د نښتو اصلي لامل د سوریې د اپوزیسیون مشروع غوښتنو  ته پام نه کول دي

د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل په دې پړاو کې به دا ډیره ناسمه او غلطه وی چې  د سوریې پیښو ته  د بهرنۍ مداخلې سره تړاو ورکړ شي.

2216149
فیدان : په سوریه کې یو ځل بیا د نښتو اصلي لامل د سوریې د اپوزیسیون مشروع غوښتنو  ته پام نه کول دي

د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل په دې پړاو کې به دا ډیره ناسمه او غلطه وی چې  د سوریې پیښو ته  د بهرنۍ مداخلې سره تړاو ورکړ شي.

هاکان فیدان دا خبرې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره  په ګډه خبري غونډه کې چې په  رسمي سفر پلازمینې انقرې ته راغلی دی وکړې.

وزیر فیدان وویل چې د خپل ایراني سیال سره  د سوریې د وروستیو پرمختګونو په اړه د نظر تبادله وکړه او زیاته کړه : په دې پړاو کې به غلطه وي چې په سوریه کې روانې پيښې د هر ډول بهرنی مداخلې سره د توضیح کولو هڅه وشي.  دا په اصل کې د هغو کسانو کار دی چې نه غواړي حقایق بیان کړي. دوې غواړي چې ددې ډول بهانو سره ځان وژغوري.

فیدان د دې په بیانولو سره چې د آستانې بهیر د جګړې په ډګر د ګرمو جګړو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی او زیاته کړه  : ددې خبرو نه زمونږ هدف  په سیاسي ډګر کې له اپوزیسیون سره د رژیم د یو ګډ حل لارې موندل وو.

فیدان وویل "په سوریه کې د لویې کچې شخړې د بیا پیلیدو لامل دا دی چې د دې هیواد متقابلې ستونزې له دیارلس کلونو راهیسې نه دي حل شوي." هغه د سوریې د اپوزیسیون مشروع غوښتنو  ته پام نه کول او په سیاسي بهیر کې د رژيم د صادقانه ګډون نشتوالی ددې اصلي لامل وباله.

هاکان فیدان وویل چې  په سوریې کې د ملکیانو په خلاف پراخو حملو د کورنۍ جګړې یو ځل بیا پیلامه کړې ده او ټینګار يي وکړ چې د دغو مسلو په باره کې یې ټولو اړوندو خواوو ته خبرداری ورکړی دی.

فيدان وويل "وروستي پرمختګونه يو ځل بيا ښيي چې دمشق له خپلو خلکو او مشروع اپوزيسيون سره جوړجاړي ته اړتيا لري. تورکيه چمتو ده چې په دې برخه کې هر ډول لازمې مرستې وکړي."



اړوند خبرونه