ولسمشر اردوغان پر اسرائیلو ډیرې سختې نیوکې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اسرائیل به د  ارض المیعاد  د پلمې سره  یو ځای  له سترې مایوسۍ او ماتې سره مخ شي.

2196590
ولسمشر اردوغان پر اسرائیلو ډیرې سختې نیوکې وکړې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اسرائیل به د  الارض الموعود  د پلمې سره  یو ځای  له سترې مایوسۍ او ماتې سره مخ شي.

ولسمشر اردوغان  د تورکیې په ملي شورا کې  د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه.

اردوغان ټینګار وکړ چې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې  د عام وژنې  کچه د هرې ورځې په تیریدو لویږي. د اسرائیلو ګناه او جرم  ورځ په ورځ زیاتېږي او د سیمې نورو هېوادونو ته د جګړې د پراخېدو خطر ډیریږي.

اردوغان د دې په څرګندولو سره چې دوی دا کړکیچ له نږدې څاري ، چیرې چې نږدې هره ورځ یو نوی حد ته رسیږي . اردوغان وویل "موږ د خپل دولت او ملت د امنیت لپاره ټول احتیاطي تدابیر نیولي دي. موږ تر دې دمه خپل هیواد له سیمه ییزو تاوتریخوالو څخه لرې ساتلی دی. موږ د هغو کسانو له جملې څخه وو چې د اور د اور لمبو د مړولو  هڅه کوو، نه د هغه کسانو نه  چې په اور د تیلو د شیندولو هڅه کوي. "

اردوغان وویل چې  د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د قاتله شبکه د تش او خام خیالونه ویني او په یوه خطرناکه سفر يي پیل کړی. اردوغان وویل: «تورکیه په دې ښه پوهیږي چې هغه  څه کول غواړي. موږ کولی شو په روښانه توګه وګورو چې وروستی هدف چیرته دی. "موږ به هېڅکله د تورکیې د امنیت په برخه کې چاته کوم امتیاز ورنکړو او اجازه به ورنه کړو، چې زموږ په سیمه او خاوره کې څوک مغرضانه عملیات ترسره کړي"

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په څرګندولو سره چې تورکیه د خاورې د پراخولو د ارمانونو، د وطن د خاورې په وړاندې د بدو سترګو د ویستلو  او د یرغلګرو ارمانونه د هغوې سره یو ځای د خښولو پوره توان او طاقت لري.  زه دا په واضحه توګه وایم. د الارض الموعود  د فریب سره به دوې د  لوی مایوسۍ او ماتې مخامخ شي. په دې کې هیڅ شک نشته. اسرائیل یو صهیونیسټ ترهګر سازمان دی.



اړوند خبرونه