تورکیې له لبنان څخه د خپلو وګړو د تخلیې پروګرام پيل کړ
تورکیې له لبنان څخه د خپلو هغه اتباعو د تخلیې لړۍ پیل کړه چې ددې هیواد نه د وتو په خاطر مراجعه کړې وه.
تورکیې له لبنان نه د خپلو هغه اتباعو د تخلیې لړۍ پیل کړه چې ددې هیواد نه د وتو په خاطر مراجعه کړې وه.
په بیروت کې د تورکیې سفارت اعلان وکړ چې د هغو تورکي اتباعو د ایستلو لړۍ پیل شوې چې غواړي له لبنان څخه د سمندر له لارې ووځي او د هغو کسانو لپاره چمتووالی نیول شوی چې غواړي د هوا له لارې تورکیې ته ستانه شي .
په بیروت کې د تورکیې سفارت په خپل ایکس پاڼه کې په خپور کړي بیان کې د سمندر له لارې د تخلیې د پروګرام په اړه معلومات ورکړي دي.
په بیان کې ویل شوي چې د هغو تورکي اتباعو د ایستلو لړۍ پیل شوې چې غواړي له لبنان څخه د سمندر له لارې ووځي.
همداشان په بیان کې راغلي دي چې د هوا له لارې د تخلیې د پروګرام د پيلولو لپاره هم چمتووالی دوام لري. "د بیروت - استانبول هوایی ډګر او / یا د بیروت - چکورووا هوایی ډګر ترمنځه د محدود شمیر الوتنو په خاطر چمتووالی نیول شوی دی. هغه هیوادوال چې غواړي د هوا له لارې هیواد ته ستانه شي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.
په بیان کې ويل شوي چې هغه اتباع چې غواړي تورکيې ته د هوا له لارې سفر وکړي کولای شي د قونسلګرۍ د ۲۴ ساعته تماس مرکز (۰۰۹۰۳۱۲۲۹۲۲۹۲۹) شمیرې سره تماس نیولو سره نوم ليکنه وکړي.
سربیره پردې ، په بیان کې ویل شوي چې الوتنې د وخت او مکان په اړه به معلومات وروسته د راجسټر شوو هیوادوالو سره شریک شي.
د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو د معلوماتو له مخې، د الوتکو لپاره د لومړنیو غوښتنلیکونو له راټولولو وروسته، که په کافي اندازه غوښتنلیکونه شتون ولري او وغواړي چې د ټاکلي فیس په بدل کې په دغو الوتنو کې برخه واخلي، د الوتنو نیټه، لار او شمیر به مشخص شي.
د ویلو ده چې د هوايي لارې څخه د تخلیې پروګرام د سمندر له لارې د تخلیې د پروګرام بدیل جوړوي . همداشان که چیرې هیوادوالو وغواړي چې د سمندر له لارې هیواد ته راستانه شي د اړتیا په صورت کې به نورې کښتۍ سیمې ته واستول شي.
ویل کیږي د تخلیې پروګرام په لومړني سفر کې به ۱۹۰۰ تنه هیوادوال په دوو کښتیو کې تورکیې ته راستانه شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ايران له ولسمشر مسعود پزشكيان سره وليدل.
ولسمشر اردوغان په قاهره کې د مصر ولسمشر سیسي او د ایران ولسمشر پزشکیان سره جلا جلا لیدنې وکړې