د تورکیې او عراق ترمنځ د "کډوالۍ او داوطلبانه ستنیدو" په اړه د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

تورکیه عراقي کډوال په داوطلبانه توګه بیرته خپل هیواد ته ستنوي

2194171
د تورکیې او عراق ترمنځ د "کډوالۍ او داوطلبانه ستنیدو" په اړه د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

د تورکیې او عراق ترمنځ د "کډوالۍ او داوطلبانه ستنیدو" په اړه د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

د کورنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه تفاهم لیک د تورکیې د  کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا او د عراق جمهوریت د کډوالۍ او بې ځایه شویو وزیرې ایوان فایق جبرو، لخوا په پلازمېنه انقره کې لاسلیک شو.

د یاد شوي تفاهم لیک له مخې به په تورکیه کې میشت عراقي کډوال په داوطلبانه توګه بیرته خپل هیواد ته ستانه کړی شي.

د تفاهم لیک  په چوکاټ کې، چې موخه یې د کډوالۍ په مدیریت کې د لا زیاتې دوامدارې او خوندي تګلارې جوړول دي، د نامنظم  او غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي په برخه کې به همکاري وشي.



اړوند خبرونه