ولسمشر اردوغان د فنلنډ له ولسمشر الکساندر سټوب سره په انقره کې لیدنه وکړه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ،  دی باور لري چې له فنلنډ سره دوه اړخیزې اړیکې او د ناټو په چوکاټ کې همکاري به لا پیاوړې شي.

2193721

ولسمشر اردوغان د فنلنډ له ولسمشر الکساندر سټوب سره چې د رسمي سفر په موخه پلازمینې انقرې ته راغلی دی، له دوه په دوه او هیتانو ترمنځه  د لیدنې نه  وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

اردوغان له فنلنډ سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د سلمې کلیزې په مناسبت  په انقره کې د فنلنډ د ولسمشر سټوب د کوربه توب له امله  خوښي څرګنده کړه او وویل، په لیدنه کې په اروپايي ټولنه كې د توركيې د غړيتوب له بهير نه د فنلنډ نه د ملاتړ غوښتنه کړې او فنلنډ د خپلو مرستو ته دوام ژمنه وکړه.

" په فنلنډ کې میشت تورکان او د تاتار ټولنه زموږ د اړیکو مهم بشري اړخ جوړوي. زه پوره باور لرم چې زموږ دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ به د ناټو په چوکاټ کې په ټینګو بنسټونو کې پیاوړي شي."

میلمه ولسمشر  د تورکیې سره اړیکې د پخوا په پرتله ډیرې نږدې کیدو ته په اشارې سره وویل، تورکیه په حقیقت کې د لویدیځ او ختیځ تر منځ د پل حیثیت لري او زه فکر کوم چې په څو قطبي نړۍ کې د تورکیې رول تر بل هر وخت ډیر مهم دی.

اړوند خبرونه