د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مېلمه په توګه پلازمېنې انقرې ته راغی.
میلمه ولسمشر لومړی د تورکیې د جمهوریت د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د مزار انتکبیر زیارت وکړ.
د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مېلمه په توګه پلازمېنې انقرې ته راغی.
میلمه ولسمشر لومړی د تورکیې د جمهوریت د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک د مزار انتکبیر زیارت وکړ.
میلمه ولسمشر به نن د ولسمشر اردوغان سره وویني. همداشان پدې لیدنه کې به د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په برخه کې پر اقداماتو خبرې وشي.
د تورکیې او فنلنډ ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د سلمې کالیزې په مناسبت، سټوب د ولسمشر په توګه تورکیې ته لومړی کوي. پدې لیدونو کې به د اوسنيو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په ځانګړې توګه د غزې او د اشغال شویو فلسطیني سیمو او تورکیې اواروپایی ټولنې اړیکو په اړه د نظر تبادله وکړي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ايران له ولسمشر مسعود پزشكيان سره وليدل.
ولسمشر اردوغان په قاهره کې د مصر ولسمشر سیسي او د ایران ولسمشر پزشکیان سره جلا جلا لیدنې وکړې